پاکستان کې امنيتي پېښې؛ ۲۰۲۳ کال کې د تېر پرتله 'ځانمرګي بریدونه ۹۳ سلنه ډېر وو'

پاکستاني پوليس

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, افتخار خان
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان لپاره له امنيتي پلوه، ۲۰۲۳ پای ته رسېدونکی کال خورا ناوړه بلل شوی دی. پاکستان کې د شخړو او امنيتي چارو يوې څېړونکې ادارې پي آي سي اېس اېس د یوې څېړنې پایلې ښيي چې دې هېواد کې په ۲۰۲۳ کال کې د تېر کال پرتله ۹۳ سلنه ډېر ځانمرګي بریدونه شوي.

د دغې څېړنې له مخې ۲۰۲۳ کال پاکستان کې ۲۹ ځانمرګي بريدونه شوي چې له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا تر ټولو لوړه شمېره ده.

په دغو ځانمرګو بريدونو کې ۳۲۹ کسان وژل شوي او تر ۶۰۰ زيات بيا ژوبل شوي دي.

د يادې څېړنيزي ادارې لخوا رسنيو ته په استول شوې رپوټ کې ويل شوي، چې روان کال تر ټولو ډېر ځانمرګي برېدونه چې شمېر ۲۳ ته رسېږي په خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې شوي چې له ۲۵۰ ډېر کسان په کې وژل شوي دي.

همدا راز بلوچستان کې پنځه او سند ايالت کې يو ځانمرګی بريد شوی دی. په پنجاب ایالت کې کوم ځانمرګی بريد نه دی شوی.

د راپور له مخې روان کال کې ځانمرګي برېدونه د تېر کال پرتله ۹۳ سلنه زيات دي او نژدي نیمايي یې پر امنیتي کسانو شوي دي.

د دغې ادارې يوه پخواني رپوټ کې ویل شوي وو چې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان کې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.

د روان کال د ډیسمبر پر ۱۲مه، د خيبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د امنيتي سرتېرو پر يو مرکز بريد وشو چې لږ ترلږه ۲۳ امنيتي ځواکونه په کې ووژل شول.

د پاکستاني طالبانو يوې ډلې تحريک جهاد پاکستان (ټي جي پي) د بريد مسووليت منلی و.

د سیپټمبر پای کې بيا د بلوچستان مستونګ کې ځانمرګی بريد شوی و چې له ۵۰ زيات کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او لسګونه نور ټپيان وو.

د يادونې ده چې پر دې موضوع له تېرې څه مودې راهيسې د کابل او اسلام آباد تر منځه اړېکې هم خړې شوې دي.

پاکستان حکومت څو وارې تورونه لګولي چې د هېواد د ناامنيو په پېښو کې د پاکستاني طالبانو تحريک ښکېل دی او د دغه تحريک غړي افغانستان کې پټنځايونه لري۔ خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.