طالبانو حکومت د یوې ښځې په ګډون څلور تنه په دُرو وهلي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، غزني ولایت کې دوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د غزني ولایت ښاري ابتدائیه او د اندړو ولسوالۍ ابتدائیه محکمو "په لواطت او زنا تورنو دوو تنو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړه".
یادې محکمې ویلي، تورنو کسانو ته د یو-یو کال تنفیذي بند او ۳۵-۳۵ دُرو سزا ورکړې ده او دا پرېکړه د سترې محکمې عالي مشرتابه هم تایید کړې ده.
غزني کې تر دې وړاندې هم طالبانو پر ځینو کسانو د قصاص حکم عملي کړی دی.
د تېر کال فبرورۍ کې غزني کې دوه کسان، چې کلونه وړاندې یې مقتولان په جارحه الو وهلي او وژلي وو، اعدام کړل.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د طالبانو سترې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، د یوې ښځې په ګډون یې بدخشان ولایت کې د 'نامشروع' اړیکو لرلو په تور دوو کسانو ته د ۲۵-۲۵ دُرو سزا ورکړې ده.
طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ تورن کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.
یاد کسان تر ډېره د طالبانو د خبرپاڼو پربنسټ د نشهيي توکو د کاروبار، نامشروع اړیکو، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي دي.
طالبانو وړاندې هم په بدخشان ولایت کې ځینې تورن کسان ۳۹ درې وهلي دي.
دا سزاګانې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له هغه امر وروسته ورکول کېږي چې قاضیانو ته یې ويلي وو ، د ځینو جرمونو لپاره باید مجرمینو ته له "شریعت" سره سمې سزاګانې ورکړي.
د "شرعي قوانینو" په هکله د طالبانو له تعبیر سره سم په عام محضر کې د قصاص، سنګسار، او بدن غړو پرې کولو سزاګانې هم شاملې دي.
طالبانو په افغانستان کې د واک بيا ترلاسه کولو راهيسې د دورو وهلو او قصاص په څېر سزاګانې پلې کړې دي، چې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو غبرګونو سره مخامخ شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
غزني او بدخشان کې له تعزیري سزا وړاندې د علني قصاص تر ټولو تازه پېښه د ډسمبر لومړیو کې په خوست ولایت کې وه.
هلته د طالبانو حکومت د سترې محکمې په امر د خوست لوبغالي کې پر یوه "تورن کس" د قصاص حکم عملي شو، چې زرګونه کسان یې نندارې ته ورغلي وو.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱) پر مهال، ډاګیز اعدامونه عام وو، چې ډېر یې په لوبغالو او لویو دالانونو کې پلې کېدل.
په تېرو څه د پاسه څلورو کلونو کې چې د طالبانو حکومت بیا واکمن دی، وروستی اعدام یې د شمېر له مخې دوولسم و او تر دې وړاندې په تېره اکټوبر میاشت کې یو بل سړی په بادغیس کې د زرګونو نندارچیانو پر وړاندې، چې طالب چارواکي هم په کې وو، اعدام شو.
تر دې وړاندې، په اپرېل میاشت کې په یوه ورځ څلور کې کسان په دریو بېلابېلو ولایتونو کې اعدام شوي وو.
بدني سزاګانې د طالبانو حکومت د ایډیالوژۍ مرکزي او مهمه برخه بلل کېږي څه چې افغانستان کې د ۱۹۹۲-۱۹۹۶ کورنیو جګړو پای ته رسولو کې طالب مشرانو اغېز لرونکې بللې.
اوس مهال د اعدام حکمونه د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده له لوري لاسلیکېږي چې ویل کېږي کندهار کې مېشت دی.











