د طالبانو حکومت: خوست کې د "قصاص حکم" د عام محضر اعدام په بڼه پلی شو
د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، د خوست په ولایتي لوبغالي کې پر یوه 'قاتل د قصاص حکم' پلی شو.
د طالبانو حکومت سترې محکمې پر اېکس یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، "نن( سه شنبه) د خوست ولایت مرکز ورزشي لوبغالي کې په یو تن قاتل د الله (جل جلاله) حکم (قصاص) تطبییق شو."
بي بي سي ته داعدام شوي سړي په اړه خوست کې یوه ځايي چارواکي ویلي "د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ د (سجنک) سیمې اوسېدونکي منګل د طلا خان زوی، چې اوس د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ کې اوسېده، د کلاشینکوف په وسیله د همدې ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالرحمن د ضابط زوی قصدا وژلی و."
د هغه په وینا دغه قضیه د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په ځانګړي امر وڅېړل شوه. هغه وايي "د مقتول کورنۍ ته د بخښنې او پخلاینې لپاره وړاندیز شوی و، د هغوی له نه منلو او انکار وروسته پر قاتل د قصاص د حکم د تطبیق امر ورکړل شو او سترې محکمې ته امر وشو چې دغه قصاص نن سه شنبه د خوست ولایت مرکز په ورزشي لوبغالي کې د عام ولس په یوه مجموعه کې تطبیق کړي".
د اعلامیې له مخې، د دې حکم د پلې کېدا او لیدلو لپاره د سترې محکمې ځینې قاضیان، سیمه ییز چارواکي او عام خلک ورغلي وو.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
خبرپاڼه وايي، د ادعا شوې وژنې په دې قضیه کې درې ګونو محاکمو او د طالبانو د مشرتابه مقام پر دوو نورو مجرمانو هم د قصاص د حکم د تطبیق امر کړی، "خو دا چې د مقتولینو ځینې وارثین له هېواده بهر دي، نو د شرعي احکامو له مخې پر دغو مجرمینو د قصاص حکم د مقتولینو د وارثینو تر حاضرېدو معطل شو".
د طالبانو حکومت چارواکو په دې تړاو خپرو کړو ویناو کې دا نه ده روښانه کړې چې، دغه سړي ته د درې ګونو محکمو پر مهال په څه ډول د قضايي 'الدفع' او ځان سپیناوي حق ورکړل شوی وو او دا چې مدافع وکیل یې درلوده که نه.
د سترګو لیدلی حال
یادونه: پام مو وي چې په دې متن کې داسې جزییات شته چې شاید تاسې خپه کړي.
بي بي سي ته یوه ځايي اوسېدونکي د هغو شېبو نکل کړی چې د اعدام دغه سزا په کې پلې شوه. موږ د دغه عیني شاهد خبرې د هغه له نوم یادولو پرته خپروو:
"لوبغالي ته لا وختي زرګونه کسان رسېدلي وو. لومړی د طالبانو حکومت چارواکو ویناوې وکړې. وروسته هغه سړی چې "قصاص" پرې پلی کېده په یوه پوځي امبولانس کې راوړل شو.
له پوځي امبولانسه سړی په داسې بڼه راښکته کړل شو چې سترګې یې تړلې وې. د دود په ډول د طالبانو حکومت د خوست والي، امنیه قومندان او یو شمېر نور چارواکي د "مقتول" کورنۍ ته ورغلل او ترې یې وغوښتل چې دا سړی وبخښي، له دوی سره هغه سړی چې مجرم بلل کېده هم مل و چې هغه مهال یې سترګې ور پرانیستې، خو کورنۍ د بخښنې غوښتنه ونه منله.
په لوبغالي کې هلته چې سړی اعدامېده یو پلاستیک وغوړول شو، پرې دپاسه کمپلې او شړۍ هوارې شوې.
د طالبانو حکومت عدلي پولیسو سړی لاس نیولی راوست، نژدې امبولانس ولاړ او روغتیايي کار کوونکي هم لیدل کېده.
د "مقتول" د کورنۍ څو ښځې هم راغلې وې، د کورنۍ ماشومان یې هم وو. ښايي عمر به یې پنځه او اتو کالو وو.
هغه مې نژدې وکتل چې د لسو او پنځلسو کلونو ماشومان هم راغلي وو.
دغه سړی یې پر دغه تیار شوي ځای پړمخې واچوه، لاسونه یې پرې تړلې وو. د "مقتول" د کورنۍ له غړو یو کس راغی، پر سر یې څادر اچولی و، کلاشینکوف ماشینګڼه یوه پولیس ورکړه، ما ته داسې وبرېښېده چې څلور ډزې یې پرې وکړې، خو زما په څنګ کې یوه تن ویل چې اووه ډزې وشوې. د ډزو پرمهال یې سترګې پرې پټې کړې وې.
د ډزو په وخت کې په لاډسپېکر کې د تکبیر غږونه وشول، له ډزو وروسته خاموشي وه. امبولانس ورته راغی او روغتیايي کارکوونکو مړی ژر پورته کړ. له دې وروسته خلک نور له لوبغالي ووتل.
دا زما لپاره نوې خبره وه چې وګورم څه کېږم. د ځینو کسانو لپاره دا نوې پېښه وه. زما لپاره هم نوې وه، یو ځل مې وویل چې نه ځم، خو کیسه نوې وه، نو ځکه لاړم.
هغه صحنه چې اوس ذهن ته راوړم، ډارېږم. صحنه وېرونکې او ډارونکې وه، آن د غرمې ډوډۍ مې نه شوای خوړلی او اوس مې هم پر دماغو بوج دی.
"اوس پښېمانه یم چې باید نه وای تللی. هغه ټولې صحنې مې ذهن کې تاوېږي او له دغې پېښې وروسته ښه حس نه لرم. که راتلونکې کې داسې څه کېږي، زما په ګډون به ډېر خلک ور نه شي".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې ویلي وو، تل د دې شونتیا وه چې "مجرم" په وروستۍ شېبه کې د "مقتول کورنۍ له خوا وبښل شي."
د خبریالانو په وینا، شاوخوا ټینګ امنیتي ګامونه پورته شوي وو او هر ځای کې د طالبانو حکومت سرتېري لیدل کېده.
خلکو ته له وړاندې ویل شوي چې کامرې او کامره لرونکي موبایلونه به له ځان سره نه وړي. ځايي خلکو بيبيسي ته ویلي، ټول هغه کسان چې لوبغالي ته ننوځي، په کلکه به پلټل کېږي او هېچا سره کامره لرونکي موبایل نه پرېږدي.
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز مخکې پر ایکس پاڼه اعلان کړی و چې دا حکم به سهار شاوخوا لس بجې پلی شي. هغه له خلکو غوښتي وو چې د اعدام ځای ته وسلې او موبایلونه له ځان سره یو نه سي، هغه غوښتنه چې هدف یې د پېښې د انځورونو له ثبت او د هغوی له پراخ خپرېدو د مخنیوي په توګه بیان شوې ده.
دغه لوبغالی د خوست ښار په سوېلي څنډه کې پروت دی.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱) پر مهال، ډاګیز اعدامونه عام وو، چې ډېر یې په لوبغالو او لویو دالانونو کې پلې کېدل.
په تېرو څه دپاسه څلورو کلونو چې د طالبانو حکومت بیا واکمن دی، وروستی اعدام یې د شمېر له مخې یوولسم و، د تېر اکټوبر په میاشت کې ترسره شو، چې یو سړی په بادغیس کې د زرګونو نندارچیانو پر وړاندې، چې طالب چارواکي هم په کې وو، اعدام شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر دې وړاندې، د اپرېل په میاشت کې په یوه ورځ څلور کې کسان په دریو بېلابېلو ولایتونو کې اعدام شوي وو.
طالب چارواکي د غلا، زنا او د الکولو څښلو په شمول د نورو جرمونو لپاره بدني سزا، چې په ټولیزه توګه دورې وهل دي، هم پلې کوي.
بدني سزاګانې د طالبانو حکومت د ایډیالوژۍ مرکزي او مهمه برخه بلل کېږي څه چې افغانستان کې د ۱۹۹۲-۱۹۹۶ کورنیو جګړو پای ته رسولو کې طالب مشرانو اغېز لرونکې بللې.
اوس مهال د اعدام حکمونه د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده له لوري لاسلیکېږي چې کندهار کې مېشت دی.
غبرګونونه
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنېټ بيبيسي سره خبرو کې د خوست په عامه اعدام اندېښنه څرګنده کړه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
هغه وویل: "له بدهمرغه طالبانو نن سهار په خوست ولایت کې یو سړی په عام محضر کې اعدام کړ؛ داسې پېښه چې د راپورونو له مخې ماشومان هم د لیدونکو په منځ کې حاضر وو."
بېنېټ زیاته کړه: "زه دغه اعدامونه په خورا قوي ټکو غندم. دا یو ظالمانه او غیر معمولي ډول سزا ده چې د نړيوالو قوانينو خلاف ده. زه له طالبانو غواړم چې سملاسي په افغانستان کې د اعدامونو پلي کول ودروي او پر دې سزا رسمي تعلیق اعلان کړي."
هغه وویل: "زه دغه اعدامونه په پرېکنده توګه غندم. دا مجازات غیر انساني، ظالمانه او د نړيوالو قوانينو خلاف دي. دا اعدام باید نه وای ترسره شوی او باید ژر تر ژره درول شوی وای."
بېنېټ پر خپله اکسپاڼه کې هم لیکلي چې د دې لړۍ دوام "ډېر د اندېښنې وړ" دی، په ځانګړي ډول کله چې دا حکمونه د داسې قضايي سیستم له لارې صادرېږي چې د هغه په وینا "نه خپلواک دی او نه د عادلانه محاکمې تضمینونه لري".
د بشري حقونو ډلو نورو ډلو لکه د بخښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) هم د طالبانو حکومت لخوا د بدني او اعدام سزاګانو کارول غندلي دي.
دغه ادارې په خپل کلني راپور کې، چې د اپرېل په میاشت کې خپور شو، ویلي چې افغانستان د هغو هېوادونو له شمېرې دی چې په کې د داسې اعدام حکمونه ورکړل شوي دي چې محاکمو یې "د نړیوالو عادلانه محاکمو معیارونه نه دي پوره کړي".













