طالبانو هلمند، روزګان او بدخشان کې د ښځو په ګډون لسګونه کسان په دورو وهلي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
افغانستان کې د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، هلمند، روزګان او بدخشان ولایتونو کې یې شاوخوا ۵۵ کسان په دورو وهلي چې یوشمېر یې ښځې دي.
د دغه محکمې له خوا په دې اړه بېلابېلو خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې د محکمو د حکمونو پر اساس ۲۳ کسان په رزګان کې، ۲۱ په بدخشان او ۱۲ نور هلمند کې په دورو وهل شوې دي.
خبرپاڼه لیکي، پر دغو کسانو د نامشروع اړیکو درلودو، لواطت، غلا له کوره د ښځو د تښتولو او نورو جرمونو په تور تعزیري سزا پلي شوه.
د رزګان د پېښې په اړه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي:"دغو مجرمینو ته چې له هر ډول زور او جبر پرته یې پر خپلو جرمونو اعتراف وکړ او د محاکمو پر پرېکړو راضي و، د محاکمو د مسولینو، ولایتي ادارو د مسولینو او کارکوونکو، علما کرامو، مجاهدینو او ګڼ شمېر عامو هېوادوالو په حضور کې تعزیري سزا تطبیق شوه."
بدخشان کې پر درو وهل شویو کسانو په تړاو خبرپاڼه کې راغلي: "د فیض آباد ښاري محکمې له خوا د دغو مجرمینو د دوسیې له غور او بیا کتنې وروسته هر مجرم د ۳۹ درو په وهلو محکوم شو او مجرمین هم د یادې محکمې پر پرېکړه رضایت څرګند کړی."

د عکس سرچینه، Socail media
دا سزاګانې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له هغه امر وروسته ورکول کېږي چې قاضیانو ته یې ويلي وو ، د ځینو جرمونو لپاره باید مجرمینو ته له شریعت سره سمې سزاګانې ورکړي.
د شرعي قوانینو په هکله د طالبانو له تعبیر سره سم په عام محضر کې د قصاص، سنګسار، او بدن غړو پرې کولو سزاګانې هم شاملې دي.
طالبانو له دې وړاندې ، فراه کې پر یوه سړي د "قصاص" حکم هم پلی کړی و، او د طالبانو د سترې محکمې یوه چارواکي هم هغه مهال بي بي سي ته منلې وه چې، دغه کس په "ډزو قصاص" شوی دی.
طالبانو په افغانستان کې د واک بيا ترلاسه کولو راهيسې د دورو وهلو او قصاص په څېر سزاګانې پلې کړې دي، چې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو غبرګونو سره مخ شوي دي.
د اروپا د پارلمان مشرې د طالبانو د مشر دا پرېکړه د طالبانو د تېر پړاو واکمنۍ ته ستنېدل بللي وه.
اروپايي پارلمان پر پاڼه هغه مهال هم ویلي و چې ".نړۍ به ژر په عام محضر کې د قصاصونو، سنګسارونو، دورو وهلو او د بدن د غړو پرې کولو شاهده وي".

د عکس سرچینه، Reuters
له دې څرګندونو څه موده مخکې فراه کې د قصاص پېښه وشوه.
د طالبانو له خوا دغه سزاګانې بيا نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او امريکا غندلي او له طالبانو يې غوښتي چې دغه سزاګانې ودروي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر یوه بیان کې دا غبرګونونه نا مسؤولانه او پاروونکي بللي وو.
نوموړي د درو وهلو په تړاو د نړیوالو په غبرګون کې ویلي و چې، ځینو لوېدیځو چارواکو په درو وهل ناانساني، ظالمانه او سپکوونکي بللي، دا د ده په وینا اسلام ته بې احترامي او د نړیوالو اصولو خلاف دي.
په دې وروستيو کې په لوګر، کندهار، کابل، لغمان، تخار او باميانو ولايتونو کې په عام محضر کې د ښځو په ګډون يو شمېر خلک په درو وهل شوي دي.









