حماس: د یرغمل شوې اسرائیلۍ 'شیري بیباس' جسد مو سره صلیب ته سپارلی

حماس وايي، غزه کې د وژل شوې اسرائیلۍ ښڅې شیري بیباس جسد یې د جمعې ماښام سره صلیب ته سپارلی دی.

هممهاله د اسرائیل دفاعي ځواکونه (ای‌ډي‌اېف) هم ویلي، چې په دې تړاو خپاره شوي رپوټونه ارزوي.

حماس لومړی ځل پنجشنبه (د فبرورۍ ۲۰مه) څلور جسدونه په غزه کې سره صلیب ته سپارلي او ویلي و چې یو پکې د شیري بیباس دی. خو وروسته په اسرائیل کې د عدلي طب څېړنو ومونده چې دا جسد د بیباس نه، بلکې د غزې د کومې اوسېدونکې دی.

اسرائیل تر دې پېښې وروسته حماس تورن کړ چې د اوربند له هوکړې یې سر غړولی دی.

د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، "له څلورو راګرځول شویو جسدونو څخه یو نه د شیري بیباس او نه هم د کوم بل اسرائیلي یرغمل اړوند دی. حماس د غزې د یوې اوسېدونکې جسد په تابوت کې ایښی او را استولی دی."

خو د حماس یوه ویاند اسماعیل الثوابته د جمعې پر ورځ پر اېکس خواله رسنۍ ولیکل: "داسې ښکاري چې د شیري بیباس جسد دې د اسرائیل د هوايي بریدونو پایله کې د نړېدلې تلخونې تر ویجاړیو لاندې د یوې بلې ښځې له جسد سره په تېروتنه بدل شوی وي."

حماس همدا راز رویټرز خبري اژانس ته ویلي، "په دې اړه به څېړنه وکړي چې څنګه غلط جسد اسرائیلو ته سپارل شوی دی."

مخکې څه شوي وو؟

اسرائیلو حماس له اوربنده پر سرغړونه تورن کړ او ویلي یې دی، په هغو څلورو جسدونو کې چې پنجشنبه غزه کې د سره‌صلیب له لارې ورسپارل شوي، د حماس د ادعا برعکس د شیري بیباس جسد نشته.

د اسرائیلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو ادعا کړې چې "حماس د شيري بیباس د جسد پرځای د غزې د کومې مېرمنې جسد په تابوت کې ورسپارلی" او دا چې له طبي څېړنو وروسته دا روښانه شوې چې د حماس له لوري ورسپارل شویو جسدونو کې د شیري بیباس مړی نشته.

د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو یوه ویاند نداو شوشاني د بي بي سي ۴ راډیو سره خبرو کې وویل " شیري بیباس مړه او که ژوندۍ وي باید ور ورسپارل شي.

د حماس یوه ویاند اسماعیل الثوابته پر ایکس پانه لیکلي د شیري بیباس د جسد پاتې شوني د اسرائیلو له هوايي بریدونو وروسته له نورو کسانو سره ویجاړۍ کې ګډوډ شوي.

حماس ۳۳ کلنه شیري،‌ د هغې مېړه یاردن بیباس او د دوی دوه ماشومان اریل او کفیر چې اوس به پنځه او دوه کلن وای، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اومې د برید پر مهال یرغمل کړي وو.

یاردن چې ۳۴ کلن دی، د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه خوشی شو.

خو حماس وویل چې شیري او ماشومان یې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.‌

د اسرائيل دفاعي ځواکونو (ای‌ډي‌اېف) تېره ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د حماس لخوا ورسپارل شوي جسدونه یې د هویت پېژندنې لپاره د یافا ابو کبیر عدلي طب انسټیټیوټ ته لېږدولي دي.

د اسرائیل پوځ وروسته د بیباس کورنۍ ته ویلي چې د دوی د دوو ماشومانو پېژندګلوی شوی خو درېیم جسد د دوی د مور اړوند نه دی.

دوی همدا راز د شیري بیباس د مړي او نورو یرغملو د ورګرځول کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د اسرائیل پوځ د اېکس په یوه پیغام کې لیکلي: "د پېژندګلوي پروسه کې مالومه شوه چې دا بل جسد د شیري بیباس اړوند نه دی او له بل یو یرغمل شوي سره هم سمون نه لري.‌ دا جسد د کوم ناپېژندل شوي ‌کس دی.‌"

دوی زیاته کړې چې "دا د حماس ترهګریز سازمان لخوا یوه بې‌نهایته جدي سرغړونه ده چې د اوربند هوکړې پر بنسټ‌ د مړو شویو یرغملو راګرځولو ته ژمن دی. زموږ غوښتنه دا ده چې حماس شیري او نور ټول یرغمل راستانه کړي."

د اسرائیل پوځ دا هم ویلي، چې د عدلي طب څېړنو ښودلې چې دواړه ماشومان "د ۲۰۲۳ کال نومبر کې د ترهګرو په لاس په بې‌رحمانه ډول وژل شوي دي".

حماس ویلي وو چې دا مور او ماشومان د اسرائیل په یوه عمدي هوايي‌ برید کې وژل شوي.

اسرائیل کې په درېیو بسونو کې چاودنې شوې

د اسرائيلو د تل ابیب ښار د سویل په بت‌یام کې په درېیو بسونو کې چاودنې شوې دي. اسرائیلي پولیسو دا یو مشکوک ترهګریز برید بللی.

پولیسو ویلي، په دوو نورو بسونو کې ایښودل شوي چاودېدونکي توکي نه دي چاودیدلي. دوی زیاته کړې چې ګڼ شمېر ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د مشکوکو کسانو لټون روان دی.

تر اوسه چا د دغو چاودنو مسوولیت نه دی منلی.

د اسرائیلي رسنیو د رپوټونو له مخې د دغه هېواد ترانسپورت وزیرې میري رېګېف تر دغو چاودنو وروسته په ټول هېواد کې د بسونو، اور ګاډو او کوچنیو ریل ګاډو تګ راتګ درولی، چې د نورو احتمالي چاودېدونکو توکو لپاره وپلټل شي.

په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د ترانسپورت وزیرې تر دې پېښې وروسته مراکش ته خپل سفر لنډ کړی او ژر به هېواد ته ستنه شي.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شويو تصویرونو کې لږترلږه یوه بس ښکاري چې په پارکینګ ولاړ دی، اور یې اخیستی او لوګي ترې پورته کېږي.

پولیس وايي،‌ تر دې دمه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د پولیسو ویانده اریح دورون وايي، افسران لا هم هڅه کوي چې په تل ابیب کې احتمالا نور ایښودل شوي بمونه ومومي.

هغې رسنیو ویلي: "زموږ ځواکونه لا هم سیمه پلټي." دورون زیاته کړې چې خلک باید له "هرې مشکوکې کڅوړې او وسیلې" سره محتاط اوسي.

نوموړې وايي: "که ترهګرو دا ساعتي وسایل غلط ساعت ته تنظیم کړي وي،‌ موږ به له شک پرته بختور یو. خو اوس له وخت مخکې ده چې دا وویل شي."

د ځايي رسنیو په وینا پر یوې ناچاودې وسیلې چې وزن یې ۵ کیلو ګرامه دی، "د تولکرم په غچ کې" پيغام لیکل شوی دی. د دغه پیغام اشاره ظاهرآ‌ د لوېدیزې غاړې په تولکرم ښار کې د اسرائیلي‌ ځواکونو وروستیو ترهګرۍ ضد عملیاتو ته ده.‌

خو د اسرائیل دفاع وزیر اسراییل کاټز بت‌یام کې دغو پېښو ته په غبرګون کې ویلي،‌ پوځ ته یې لارښوونه کړې چې د لویدیزې غاړې د کډوالو کمپونو کې د فعالیت "شدت لا زیات کړي".

هممهاله د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې ویلي،‌ چې له هغه سره د وضعیت په اړه تازه مالومات شریکېږي.‌