اسرائیلي ځواکونو په لوېدیزه غاړه کې پراخ پوځي عملیات کړي

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، لوېدیزه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو په هممهاله بریدونو کې لږترلږه ۹ کسان وژل شوي دي.

د وژل شویو اصلي شمېر ښايي لوړ وي، ځکه چې فلسطیني چارواکو مخکې د ۱۱ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

دوی ویلي وو چې له دې ډلې پنځه کسان د کډوالو پر الفارعه پنډغالي هوايي برید کې او شپږ نور جنین کې د ډرون په یوه برید او وسله والو نښتو کې وژل شوي‌ دي.‌

د اسرائیل امنیتي‌ ځواکونو ویلي، دوی په جنین او طولکرم د ترهې شنډولو لپاره د "ترهګرۍ ضد عملیات" ترسره کوي.

دا د اسرائیل لخوا پراخ عملیات ښکاري، ځکه چې هممهاله په لږترلږه څلورو فلسطیني ښارونو- جنین، طولکرم، نابلوس او طوباس کې ترسره شوي‌ دي.

باور دا دی چې دا له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۵م کال پورې له دویمې انتفاضې (د فلسطینیانو له دویم لوی پاڅون) راهیسې لومړی ځل دی چې څو فلسطیني ښارونه په دې ډول هممهاله په نښه کېږي.‌

له فلسطیني اړخه رپوټونه وايي، د جنین ښار د کډوالو کمپ کې له وسله والو نښتو سره د دغه ښار لویې لارې تړل شوې دي.

ویل کیږي اسرائیلي ځواکونو سهار لمر خاته مهال یوه ورڅېرمه کلي کې یو موټر په هوايي برید کې په نښه کړی دی.

همدا راز ویل شوي چې اسرائیلي ځواکونه جنین کې یوه روغتون ته ورننوتي او په طولکرم کې یې دوه نور روغتونونه کلابند کړي دي.

د رپوټونو له مخې په نابلوس کې بیا د اسرائیلو عملیات د کډوالو پر دوو پنډغالو متمرکز دي.

ډاکتران وايي طوباس ته نږدې فارعه پنډغالي کې امبولانسونه د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته ټپیانو ته د رسیدو هڅه کوي.

د اسرائيل بهرنیو چارو وزیر 'اسرائیل کاتز' ویلي، د دغه هېواد دفاعي ځواکونه (ای‌ډي‌اېف) "له تېرې شپې راهیسې د جنین او طولکرم د کډوالو کمپونو کې په بشپړ ځواک سره عملیات کوي چې دغلته د ایران د اسلامي ترهګرۍ جوړ شوي تاسیسات له مینځه یوسي".

ایران د حماس او د فلسطین اسلامي جهاد وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

ښاغلي کاتز دغه هېواد تورن کړ چې ګوندې غواړي په لویدیزه غاړه کې د اسرائیلو پر ضد یوه نوې جبهه پرانیزي.

د اسرائیل بهرنیو چارو وزیر وویل: "موږ باید له ګواښ سره هماغسې [پرېکنده] معامله وکړو،‌ چې په غزه کې یې له ترهګریزو زېربناو سره کوو - د فلسطیني اوسېدونکو د لنډمهاله اېستلو په ګډون او هر ډول ګامونو ته چې اړتیا وي."

د اسرائیلو پوځ د دغو پوخي عملیاتو ډېر جزییات نه دي‌ ورکړي، خو په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه، د کورني‌ امنیت اداره 'شین‌بت' او د اسرائیل د سرحدي پولیسو ځواک "په جینین او طولکرم کې د ترهګرۍ شنډولو لپاره د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کوي".