تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیل کې پر خلکو د موټر ورخېژولو برید کې یو سیلاني وژل شوی
اسرائیل کې روغتیا پالان وايي، پر خلکو د موټر خېژولو یوه مشکوکه پېښه کې یو ایټالوی سیلاني وژل شوی او اووه نور کسان ټپیان دي.
د ایټالیا بهرنیو چارو وزارت په وینا اسرائیلي چارواکو وژل شوی کس د ایټالوي وګړي الیساندرو پاریني په نامه یاد کړی دی.
په خپرو شویو تصویرونو کې د سمندر غاړې ته نژدې یوه لار کې یو اوښتی موټر او یو اسرائیلی پولیس په داسې حال کې لیدل کېږي چې ډزې کوي.
مشکوک بریدګر هم د امنیتي کسانو په ډزو وژل شوی دی.
ځايي پولیسو ویلي بریدګر یوسف ابو جابر نومېده او د کفر قاسم عرب-اسراییلي ښار اوسېدونکی و.
له دې مخکې د جمعې پر ورځ په لویدیځه غاړه کې دوې بریتانوي - اسرائیلي خویندې د ډزو په یوه پېښه کې وژل شوې او مور یې ټپي شوې وه.
د اسرائیل پولیسو په وینا له ځايي وخت سره سم ماخوستن نهه بجې او ۲۵ دقیقې وې، چې یوه ۴۵ کلن سړي کیا ډوله موټر د پلازمېنې ساحل ته نژدې پر خلکو وروخېژاوه او له چپه کېدو مخکې یې یو شمېر پلي روان کسان ټپیان کړل.
دوی وايي، د پېښې ځای ته نژدې یو پولیس افسر د ټکر غږ له اورېدو وروسته هلته ورغی، ویې لیدل چې مشکوک بریدګر ''وسلې ډوله یوه شي ته د رسېدو هڅه کوي '' او بیا یې ''له پښو وغورځاوه. ''
د اسرائیلي امبولانس ادارې مسوولینو په خبره د پېښې ځای کې له بریدګر پرته اته نور قربانیان وو، چې په وینا یې ټول سېلانیان وو. دغه مسوولین وايي، درې کسان یو څه زیات ټپیان شوي او څلور نور برسېرن ټپیان وو.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جیورجیا میلوني په یوه ټویټر پیغام کې دا یو ''ظالمانه '' برید بللی او د ښاغلي پاریني وژل کېدو له کبله یې ''سخت خپګان '' څرګند کړی دی.
بل لور د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دفتر وايي، لومړي وزیر د ترهګرۍ مخنیوي په پار له دې پېښې وروسته د پوځ او پولیسو احتیاط ډلګیو ته د حرکت امر کړی دی.
ښاغلی نتنیاهو دغه راز په لویدیځه غاړه کې د پېښې ځای ته هم ورغلی و.
په بیت المقدس کې پر الاقصی جومات د اسرائیلي پولیسو له چاپو وروسته تاوتریخوالی ډېر شوی دی. پر اسرائیل ګڼ راکټي بریدونه شوي او اسرائیلي ځواکونو په غزه او لبنان کې ځوابي هوايي بریدونه کړي.