پر افغانستان د ملګرو ملتونو د تازه رپوټ مهم ټکي

ملګرو ملتونو ویلي ښځې او نجونې له سیستماتیک جبر سره مخ دي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو ویلي افغانې ښځې او نجونې له سیستماتیک جبر سره مخ دي.

د ملګروملتونو تازه رپوټ کې چې پرون (جون ۱۹) خپور شوی دی ویل شوي چې د افغانستان بشري حالت د نړیوالې ټولنې له لوري د مرستو کمېدو له امله خورا ډېر اغېزمن شوی دی او ښايي د خلکو ژوند نور هم سخت کړي.

رپوټ کې د طالبانو حکومت محدودیتونه هغه څه بلل شوي چې د خلکو یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. د ملګرو ملتونو دې تازه رپوټ کې هغو اندېښنو ته هم اشاره شوې چې وايي د افغانستان روغتیايي او د عامه خدمتونو نور بنسټونه د کمزورۍ لوري ته تللي.

بشري حالت

رپوټ کې راغلي چې "د نړیوالو مرستندویه ټولنو د تمویل کمښت د دې لامل شوی دی چې روغتیایي بنسټونه وتړل شي، د نغدو پیسو پروګرامونه وځنډول شي، او د تغذیې او ساتنې خدمات کم شي."

رپوټ وايي په ۲۰۲۵ کال کې ۲۲ عشاریه نهه میلیون افغانان مرستو ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو موندونو کې ویل شوي، اقتصاد کمزوری او بې وزلي مخ په زیاتېدو ده"

د افغانستان اقتصاد په منځني ډول وده کړې، خو بې وزلي او بې کاري لا هم ډېره ده. د سوداګرۍ کسر ۴۸.۲٪ دی یعنې افغانستان بهرنیو هېوادونو ته لږ مواد لېږي خو ډېر ترې اخلي."

بشري حقونه

د ملګرو ملتونو دې تازه رپوټ کې د طالبانو حکومت پر ځینو بشري سرغړونو پړ بلل شوی او وايي"د پخوانیو چارواکو د ناقانونه وژنو، ربړونو او خپل سرو نیونو رپوټونه ورکول کېږي. د رسنیو او وینا ازادي محدوده ده، سیاسي خبرې او بحثونه منع شوي، او خبریالان نیول شوي دي."

رپوټ کې د طالبانو حکومت له لوري ډاګیزې سزاګانې هم د بشري سرغړونو په توګه یادې شوې دي: "عامه اعدامونه بیا پیل شوي، چې په نړیواله کچه یې غندنه وشوه."

نجونې او ښځې

ملګرو ملتونو ویلي ښځې او نجونې له سیستماتیک جبر سره مخ دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې افغانې نجونې د پرلپسې څلورم کال لپاره له شپږمو ټولګیو پورته او له لوړو زدکړو منع شوي دي. څه چې د افغان نجونو راتلونکی له تیاره حالت سره مخامخولی شي.

د نجونو پر زدکړو له محدودیتونو ورهاخوا ملګرو ملتونو د امربالمعروف قانون ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي: "د دغه قانون پلي کېدو له امله ښځې د تګ راتګ، کارموندنې او عامه ځایونو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي."

حکومتولي

رپوټ کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت ټولګډونی نه دی او دا چې لوړې څوکۍ یوازې نارینه او هغوی ته ورکړل شوي چې د طالبانو وفادار او پلوال کسان دي.

په سیمه ییزه کچه د طالبانو حکومت اړیکو ته په اشاره ویل شوي "د طالبانو چارواکو د قطر، روسیې، چین، پاکستان او نورو سره دوه اړخیزې خبرې اترې کړې دي. روسیې د طالبانو نوم د ترهګریز سازمان په توګه وځنډوه."

ملګرو ملتونو ویلي، هڅه یې دا ده چې د طالبانو له حکومت سره تعامل او د اړیکو ساتل دوام ومومي.

امنیت

د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې یادونه شوې چې د اسلامي دولت نومې ډله (داعش) پر ځينو موخو بریدونو کې بریالۍ شوې او د طالبانو حکومت مهم غړي یې په نښه کړي دي خو وايي د نا امنۍ پېښو پر هېواد د طالبانو حکومت ټولیزې ولکې ته کوم ګواښ نه دی پېښ کړی.

دې کلني رپوټ کې ویل شوي چې غلا غدۍ او جنايي پېښو کې اووه سلنه ډېروالی راغلی دی.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

نشه‌يي توکي

په دې رپوټ کې د نشه‌يي توکو د کوکنارو پر کرکیله د طالبانو بندیز اغېزناک بلل شوی خو ویل شوي چې د ځینو کیماوي توکو چې د نشه‌يي موادو پر ځای کارول کېږي تولید لوړ شوی" دی.

د طالبانو د بندیزونو له امله د اپینو قاچاق کم شوی، خو د متامفتامینو تولید له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۷۵٪ لوړ شوی."

ملګرو ملتونو ویلي، هغو کروندګرو چې له کوکنارو ګټه وټه کوله له دغه درکه یې عاید ۹۲ سلنه ټیټ شوی.

کډوال

راستنېدونکي او د کډوالو ناورین یوه بله ننګونه یاده شوې چې دا مهال افغانستان ورسره مخامخ دی.

رپوټ کې ویل شوي، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې له ۴۲۶،۰۰۰ ډېر افغانان له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کورونو، دندو او عامه خدمتونو د نشتوالي له امله لوی شمېر کسان له کړاو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو د راستنیدونکو د ملاتړ لپاره د ۳۵۰ میلیون ډالرو د ملاتړ بهیر پیل کړی.

رپوټ کې یادونه شوې چې ملګري ملتونه د نړیوال مالي ملاتړ د کمي له امله دغه هېواد کې د کارکونکو له کمښت او د چارو له محدودیت سره مخامخ شوي او غوښتنه کوي چې د ماین پاکۍ په څېر مهمو ادارو د فعالیت لپاره دې نړیوال بسپنه ورکونکي خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

دې رپوټ ته سم لاسي طالبانو غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو دا ډول رپوټونه یو اړخیز بللي دي.