یوناما: طالبان دې زموږ د ښځینه کارکوونکو ځورونه بنده کړي

يوناما

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) پر طالبانو غږ کړی چې د دې ادارې د ښځینه کارکوونکو ځورونه دې په سملاسي توګه بنده کړي.

یوناما د دوشنبې پر ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، په دې وروستیو کې د طالب چارواکو لخوا د دوی له ښځینه کارکوونکو سره د بد چلن پېښې زیاتې شوې دي، او ملګري ملتونه په دې اړه جدي اندېښنه لري.

اعلامیه کې یوې تازه پېښې ته هم اشاره شوې چې پکې ویل کېږي د ملګرو ملتونو درې تنه ښځینه کارکوونکې د طالبانو د امنیتي کسانو لخوا په موقت ډول ونیولې شوې او پوښتنې ګروېږنې ترې وشوې.

اعلامیه کې نه ده روښانه شوې چې دا پېښه د افغانستان په کومه برخه کې شوې او لامل یې څه و.

د طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي رسنيو ته په استول شوي پيغام کې ويلي، "د ملګرو ملتونو اړوند کومه ښځينه کارکوونکې نه ده ځورول شوې او نه هم توقيف شوې ده." خو نوموړي وايي، په کندهار کې د ښځينه وو له يوه ټولي امربالمعروف معلومات غوښتی، کله چې پوه شول د ملګرو متلونو کارکوونکې دي هغوی "منصرف شول او هېڅ کومه ستونزه نه ده رامنځ ته شوې."

یوناما ویلي، د ملګرو ملتونو کارکوونکي په ټول هېواد کې د ګرځېدو حق او مصؤنیت لري او طالبان باید دې برخه کې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د یوناما لخوا دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې همدا نن (دوشنبه) په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزولو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنېټ د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي په خپل یو کلن رپورټ کې ویلي چې د طالبانو له حاکمیت راهیسې د افغان مېرمنو او نجونو مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه ځپل شوي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بي بی سي ته ويلي "دغه راپور په واقعيتونو بنا نه دی. " دی وايي "د ښځو موضوع تر بحث لاندې ده او د شريعت له مخې به ښځو ته حقونو ورکول کېږي."