څنګه یوه درې کلنه نجلۍ او د هغې مور په ایجین سمندر کې ډوب شول؟

د عکس سرچینه، Family handout
- Author, روجا اسدي
- دنده, بي بي سي فارسي
شپږ کلنه ډینیز او درې کلنه ډېلسا له سوفه (کوچ) د خپل پلار غېږ ته ټوپ وهي.
د دوی مور نازنین ور نژدې شي، خپل مېړه ته غېږه ورکړي، وايي، "امین، موږ ډېر بختور یوو." "زموږ ماشومانو ته وګوره، څومره ښکلي دي."
د خوښۍ دا شېبه، چې په یوه کورنۍ ویډیو کې ثبت شوې، د کورنۍ له وروستیو پاتې یادونو یوه ده. نازنین او ډلسا تېره میاشت په ایجین سمندر کې ډوب شول.
دوی د شپې له لسګونو نورو کډوالو سره یوځای په یوه کوچنۍ کښتۍ کې سپاره شوي وو. په دې پېښه کې چې د یونان ساموس ټاپو ته نږدې وشوه، پنځو نورو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دوی کې یوه افغانه ښځه او د هغې دوې لوڼې، او یو افغان سړی او د هغه درې کلن زوی وو.
ډینیز هم په کښتۍ کې وه، خو ژوندۍ پاتې شوه. دې شپږ کلنې نجلۍ ولیدل چې مور او کوچنۍ خور یې تر څپو لاندې ډوب شول. دا لا هم نه پوهېږي چې څه ورپېښ شوي. پوښتنه کوي چې ډوب شوي به کله له سمندر راوځي.
له بي بي سي فارسي سره په یوه مرکه کې، دوه ژوندي پاتې شوي تور لګوي چې د ترکیې سمندر ساتونکو خلک اوبو ته "ټېل وهل". خو حکومت وايي "غیر منظم کډوال" د تېښتې د هڅې په پایله کې اوبو ته غورځېدلي وو.
د جنورۍ پر ۱۶مه څه پېښ شول؟

د عکس سرچینه، Family handout
ډینیز، ډېلسا او نازنین د هغو ۳۹ کسانو په ډله کې وو چې د جنورۍ پر ۱۶مه د ترکیې ازمیر ښار ته نږدې د ګوزیل کاملي له ساحل څخه د شپې مهال په یوه کوچنۍ کښتۍ کې سپاره شول.
د نازنین ورور مهران هم په کښتۍ کې و. وايي په کښتۍ کې سپرو کسانو هیله درلوده چې د یونان ساموس ټاپو ته ورسېږي. وايي، "سمندر ارام و، او هرڅه ښه روان وو. "
مهران وايي موبایل یې ورته ښوول چې له ساموس ټاپو یوازې پنځه دقیقې لرې وو چې سفر یې وېروونکی شو. د ځایي وخت شاوخوا ۱۰:۰۰ بجو، د ترکیې د ساحل ساتونکو د قوماندې کښتۍ څراغونه راڅرګند شول، د سایرن غږونه یې غږول.
یوې بلې ژوندۍ پاتې شوې، ناهید (نوم یې د هغې په غوښتنه بدل شوی دی) وویل کښتۍ چلوونکي ته چارواکو امر وکړ چې ودرېږي خو امر یې پرځای نکړ. بیا لویه کښتۍ پر کوچنۍ ورغله. سرعت یې چټک و.
ناهيد وايي، "ارابو یې اوبه سره وپاشلې. موږ په ډېر سرعت له یوې خوا بلې ته اوښتو. بيا يې پر لوړ سرعت دوره وکړه. څپې يې نورې هم پراخې شوې - زموږ کښتۍ خپل توازن له لاسه ورکړ".
"مرسته، مرسته"
کله چې اوبه کښتۍ ته راغلې، هغه سړي چې کښتۍ چلوله خپل لاسونه په تسلیمۍ سره پورته کړل. مهران وايي سپرلیو هم هماغسې وکړل. خلکو خپل ماشومان پر اوږو کړل او چیغې یې وهلې "مرسته، مرسته".
د مهران په یاد دي چې ساحل ساتونکو پر کښتۍ خپل تېز څراغونه روښانه کړل. هر څه یې سم لیدل. ناهید وايي د ساحل ساتونکو کښتۍ بیا پر کوچنۍ دوره وکړه. په زور څرخېده. دا هغه شېبه وه چې په کښتۍ کې سپاره کډوال سمندر ته ولوېدل.
مهران په ګډوډۍ کې د خپلې خور نازنین لاس نیولی و. هغې بیا د ډېلسا لاس نیولی و. ډینیز ته یې غږ کړ. ډینیز لا هم په کښتۍ کې وه. مهران غلی کېږي، احساسات یې راپارېدلي. وايي، نازنین او ډېلسا یې له لاس ووتل.
د ژغورنې عملیات

د عکس سرچینه، Family handout
مهران وايي د ساحل ساتونکو د دوی د ژغورنې لپاره سملاسي هڅې ونه کړې. ناهید هم همدا خبره کوي.
کله چې مهران او ناهید بالاخره له سمندر څخه راویستل شول، د دوی سږي له اوبو ډک شوي وو او د ترکیې په کوساداسي ولسوالۍ کې د جدي پاملرنې څانګې ته ولېږدول شول.
مهران وايي په یاد یې دي چې په روغتون کې له خوبه راپاڅېد. هرڅه یې را په زړه شول. وروسته یې د روغتون کارکوونکو لاسونه له کټ سره وتړل چې ارام یې کړي. وروسته ده غوښتل چې له هغه ځای ووځي.
کله چې د بي بي سي فارسي څانګې د کډوالو بیانونه د ترکیې ساحل ساتونکو مخې ته کېښودل، هغوی پر خپله وېبپاڼه لیکل شوې یوې مادې ته اشاره ورکړه. پکې وايي له هغه وروسته چې خبر شول غیرقانوني کډوال په کښتۍ کې له سمندر تېرېږي دوی یوه کښتۍ "سملاسي سیمې ته ولېږله".
دوی زیاتوي، "ځینې غیر منظم مهاجرین چې د پېښې ځای ته د لېږل شوې ساحل ساتونکې کښتۍ امر یې پر ځای نکړ، اوبو ته ولوېدل."
دغه حکومتي ادارې ویلي چې ورته ویل شوي، یو شمېر خلک ورک دي او د لټون او ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوه چورلکه، ډرون، بېړۍ او درې نورې کښتۍ لېږل شوې دي.
ساحل ساتونکو د بي بي سي فارسۍ نورو پوښتنو ته ځواب ونه وایه. په پوښتنو کې دا هم وې سپرلۍ څنګه اوبو ته ولوېدې؟ ایا د ساحل ساتونکو د کړنو په اړه د ژوندي پاتې شویو کسانو څرګندونې سمې وې، او یا د مساپرو له ټوپ وروسته د ژغورنې عملیات څومره وخت وروسته پیل شول.
د سمندري ترافیک او هوا پېژندنې سندونه
د بي بي سي یوه څېړنیز پروګرام ډلې د سمندري ترافیک وېبپاڼې د معلوماتو په کارولو سره دا هرڅه تحلیل کړي دي. دوی موندلې، هغه وخت چې د پېښې رپوټ ورکړل شو، سیمې ته ساحل ساتونکې کښتۍ نه وه لېږل شوې.
یو دلیل چې ښايي ځینې بېړۍ او کښتۍ په سمندري ترافیک کې ښکاره نشي، دوی رادار سیسټمونه بند وي.
د نورو دریو کښتیو له ډلې چې وروسته لېږل شوې وې، یوازې دوې یې په وېبپاڼه کې لېدل کېدی شي. په نقشه کې یوه بله کښتۍ لیدل کېده - چې "ټي سي پولیس KB 0901" نومېږي او د ګزمې کښتۍ ښکاري.
مهران او ناهيد دا هم وویل چې سمندر ارام و او قوي بادونه نه وو.
د بي بي سي د تائید ټیم هم د دې معلوماتو بیاکتنه وکړه.
د اوپن وېدر مپ (OpenWeatherMap او وېدر سورس WeatherSource شبکې ښيي چې هغه وخت، په ثانیه کې له څلورو تر شپږو مترو په سرعت سپک باد وو. وېژول کراسېنګ VisualCrossing بیا د باد سرعت په ثانیه کې ۱۱ متره ښوده.
دا د "منځني باد" په حد کې راځي او د نوېګېشن یا لار موندلو لپاره خوندي ګڼل کېږي.
بي بي سي د ژوندي پاتې شویو کسانو کیسې د کښتۍ له یوه تجربه لرونکي کپتان، راب مارسډن سره شریکې کړې. هغه وايي، "د عیني شاهدانو له توضیحاتو، داسې ښکاري چې د ترکیې ساحل ساتونکو په قصدي ډول کوچنۍ کښتۍ د څپو په رامنځته کولو سره چې کولی شي په اسانۍ سره یې ډوبه کړي له خطر سره مخامخ کړې وه."
"په بشپړه توګه فلج شوی"

د عکس سرچینه، Family handout
امين هغه روغتون ته لاړ چې د هغه ورور مهران په کې بستر شوی و. امین د قاچاق وړونکو د لوړو فیسونو له امله په کښتۍ کې نه و.
په هغه روغتون کې و چې د خپلې مېرمنې او لور له لاسه ورکولو خبر یې واورېد، او احساس یې کاوه چې "په بشپړه توګه فلج شوی".
د دوی جسدونه ازمیر ته واستول شول. ژوندۍ پاتې شوې لور یې، چې وروسته به ورسره یوځای شي، د ایدن ښار یوه پالنځي (یتیم خانې) ته لېږدول شوې وه.
مهران وايي د ساحل ساتونکو افسرانو له ډاکټر وغوښتل چې دی او نور په روغتون کې بستر شوي ژوندي پاتې کسان رخصت کړي. هغه وايي ډاکټر اعتراض وکړ، او بیا یې په دې شرط چې باید دې کسانو ته درمل ورکړل شي موافقه وکړه.
مهران وايي افسرانو نسخه واخیسته، خو ده ته یې ورنه کړه. دوی لومړی د کډوالو یوه کمپ ته ولېږدول شول، بیا بالاخره ازاد شول.
شکایتونه
مهران او امین د ساحل ساتونکو خدماتو او په کوساداسي کې محکمې ته شکایتونه کړي دي. امین دا هم وايي چې یوه ساحل ساتونکي، په غیر رسمي ډول، ورته وویل چې سمندر "تېز" و او دی یې "ملامت" کړ چې ولې یې خپله کورنۍ اوبو ته لېږله.
دا جوړه د بشري حقونو له سازمانونو چې له کډوالو سره کار کوي هم مرسته غواړي. د دوی د پناه غوښتنې قضیې هم ترکیې رد کړې دي. دوی وېره لري چې د پېښې په اړه په عامه توګه خبرې کول به د دې لامل شي چې دوی وشړل شي.
امین وايي یو دلیل چې دی لاهم ژوندی دی د ده ژوندې پاتې لور ډینیز ده.
د ده د ژوند ملګرې نازنین غوښتل چې لوڼې یې خوشحاله وي او ارام ژوند ولري. امین وايي دا ارمان یې په ایران یا ترکیه کې دوی شاوخوا نهه کاله پکې ژوند کړی نشوای پوره کېدی نو پرېکړه یې وکړه چې اروپا ته ولاړ شي.
اروپا ته سفر

د عکس سرچینه، Family handout
تر ۲۰۱۸ کال مخکې، ملګرو ملتونو په ترکیه کې د هغو پناه غوښتونکو قضیې اداره کولې چې په درېیم هېواد کې یې د بیامېشتېدنې غوښتنه کړې وه. دا سیسټم د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر پر ۱۰مه د ترکیې د کډوالۍ د مدیریت ریاست لخوا بدل شو.
له هغه وخت راهیسې، د ډېرو ایراني پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه بیا ارزول شوي او رد شوي دي. له دې بیا کتنې وروسته، دوی نشي کولی په ترکیه کې کار وکړي یا طبي پاملرنه ترلاسه کړي.
د اخراج له ګواښ سره مخامخ، خلک په ترکیه کې په غیرقانوني توګه کار کوي او اروپا ته د تګ پلان لري او لکه په دې قضیه کې چې مو ولوستل، د دې سفر لومړۍ مرحله له ترکیې څخه د ختیځ ایجین سمندر کې ساموس ټاپو یا نورو یوناني ټاپوګانو ته سفر شامل دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، لږترلږه ۲۰۵۸ کسان د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ له ترکیې په کوچنیو کښتیو کې په غیرقانوني ډول یونان ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي.
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې شاوخوا ۵۶ زره کسان په غیرقانوني ډول یونان ته داخل شوي دي. په ۲۰۱۶ کال کې د اروپايي شورا او ترکیې ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، ټول غیرقانوني مهاجرین او پناه غوښتونکي چې له ترکیې څخه یونان ته راځي او د پناه غوښتنې یې رد شوي باید بېرته ترکیې ته ستانه شي.
د دې تړون د یوې برخې په توګه، ترکیه له اروپايي ټولنې مالي مرسته ترلاسه کوي ترڅو د مهاجرت اداره وکړي او اروپا ته د غیرقانوني تېرېدو مخه ونیسي.







