په ۲۰۲۵ کال کې به کډوالي څومره بدله شي؟

a composite image of the us flag, a woman presenting her migration documents to an officer and walking migrants

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, اونور ایرم
    • دنده, د بي‌بي‌سي نړیواله څانګه

د نړۍ په کچه کډوالي هر کال په زیاتېدو ده او داسې هېڅ نښه نه برېښي چې په راتلونکي کې به خلک مهاجرت ته ډېر زړه ښه نه کړي.

خو په دې وروستۍ لسیزه کې د کډوالۍ په تکل وتلي خلک له ډېرو جدي خنډونو سره مخامخ شوي دي:

د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ډونلډ ټرمپ "دیوال جوړونه"، کووېډ وبا او په ترڅ کې یې سفري محدودیتونه او 'برېګزېټ' چې د بریتانیا او اروپا تر منځ د خلکو ازاد تګ راتګ یې پایته ورساوه.

پر دې سربېره، داسې ښکاري چې په نړۍ کې د کډوالۍ تر ټولو لویو دوو منزلونو کې به ۲۰۲۵ کال له مهمو سیاسي بدلونونو سره پیل شي: په امریکا کې ډونلډ ټرمپ په راروانه جنورۍ کې د ولسمشرۍ دویمه دوره پیلوي او په جرمني کې په فبرورۍ کې تر وخت مخکې ټاکنې کېږي چې ښايي هغه ګوندونه پکې بریالي شي چې د کډوالو ضد سختو تګلارو پلوي دي.

د ډسمبر ۱۸مه د کډوالۍ یا مهاجرت نړیواله ورځ ده؛ راځئ په همدې مناسبت وګورو چې په ۲۰۲۵ کې به ښايي نړیواله کډوالي له څه ډول بدلون سره مخامخ شي.

د نړیوالې کډوالۍ اوسنی بهیر څنګه روان دی؟

د تېرو دریو لسیزو په اوږدو کې د نړۍ په کچه کډوالي په چټکۍ سره زیاته شوې ده.

خو د هغو خلکو سلنه لا هم د غونډې نړۍ د وګړو شمېر ته په کتو کمه ده چې له خپل هېواده بل ته مهاجر کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌او‌اېم) کې د څېړنو او خپرونو څانګې مشره ماري مکالیف وايي، "موږ د تېرو ۲۵ کلونو د کډوالۍ کچې ته کتنه کړې، همدا راز مو د انسانانو د پرمختیا انډول هم ارزولی او راته جوته شوې چې د تاریخ په اوږدو کې د مخ پر ودې هېوادونو خلکو ته هغو ملکونو ته نړیوال مهاجرت تر ورځې بلې ته سخت شوی چې د منځنۍ او یا لوړې کچې اقتصاد لري او یا د بشر لپاره خورا پرمختللي هېوادونه دي."

اغلې مکا لیف زیاتوي، "دا یو ډېر روښانه تمایل ښيي. د مهاجرت لارو ته لاسرسی په پرلپسې او زیاتېدونکي ډول ستونزمن شوی دی." دا د بېلګې په توګه یادوي چې د کډوالۍ کچه د اروپايي هېوادونو تر منځ ډېره ترسترګو شوې، "تر ډېره کډوالي د شتمنو هېوادونو تر منځ شوې؛ له یوه شتمن هېواده، بل هغه ته خلک کډوال شوي دي."

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ برخې دا کارکوونکې وايي، د اروپا، ایکواس او میرکوسر غوندې د هغو سیمو تر منځ‌ هم د مهاجرت کچه لوړه ده چې خلک پکې په وړیا ډول له یوې سیمې بلې ته تګ راته کولای شي او زیاتوي چې د جنوبي اسیا او خلیج هېوادونو تر منځ هم د تګ راتګ لوی مهاجرتي دهلېز شته.

په ۲۰۲۲ کې د نړیوالو محصلانو کچه اووه میليونه وه چې دا په تېرو څه کم درو لسیزو کې درې برابره ډېروالی ښيي.‌

روسیې ته د سوریې مخکني ولسمشر بشارالاسد د تګ په لومړیو ورځو کې د ترکیې پر پوله د هغو سوريايانو ګڼ قطارونه جوړ وو چې بېرته خپل هېواد ته ستنېدل.

که څه هم د دې وړاندوینه سخته ده چې دا بهیر به همداسې روان وي او که نه، ځکه چې لا معلومه نه ده چې په سوریه کې به امنیتي وضعیت څه ډول بدل شي او هلته به حکومتولي څه رنګه وي.

د ټرمپ بېرته واکمنېدل مهاجرت څنګه اغېزمنولی شي؟

کډوالي د ډولنډ ټرمپ او د هغه د ډلې لپاره یوه ډېره مهمه کشاله ده.

امریکا د نړۍ په کچه د کډوالو تر ټولو مهم منزل یا هدف دی او مهاجرت د دغه هېواد د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې یوه د پام وړ موضوع وه.‌

د ټرمپ د ټاکنیزو سیالیو پر مهال چې یو شعار ډېر اورېدل کېده، هغه "دیوال ووهئ" و او هدف یې له مکسيکو سره پر پوله د ناقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره د یوه فزيکي خنډ جوړولو ژمنه وه.

ټرمپ که څه هم په خپله لومړنۍ دوره کې ونه توانېد چې د مکسیکو پر پوله رامنځته کړی خنډ لا وغځوي خو ځينې نور داسې ګامونه یې پورته کړل چې د کډوالۍ په مخنيوي کې یې ذباد شوې پایلې درلودې.

ده د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې له ولسمشر کېدو سره سم د اوو هېوادونو (ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سودان، سوریه او یمن) پر خلکو امریکا ته پر سفر بندیز ولګاوه چې تر ډېره اسلامي هېوادونه دي او دا تګلاره یې پر "مسلمانانو بندیز" وبلل شوه.

د ښاغلي ټرمپ له دغه اجرائيه امر سره د یادو هېوادونو شاوخوا ۲۰۰۰ وګړي سم‌لاسي هله ونیول شول چې الوتکې یې په امریکا کې کېناستې.

بله تګلاره یې امریکا ته د پچې اچونې یا لاټرۍ ویزې له لارې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د کار او ژوند لپاره ورتلونکو کډوالو مخه نیونه وه. ورپسې یې د خپلې دورې په وروستي کال د کورونا وبا پر مهال د کار لپاره د ورتلونکو کډوالو بهیر ودراوه چې ده "د امریکا د کار بازار خوندي کول" بلل.

خو دې پرېکړې د هغو لسګونه زره خلکو ژوند بدل کړ چې دا لاټري یې ګټلې وه او په امریکا کې د خپل نوي ژوند پیلولو لپاره یې تیاری کاوه.

ایرمک (مستعار نومې) ۲۷ کلنه ترکۍ ښځه وايي،‌ "ما په ۲۰۱۹ کې لاټري اخیستې وه. د ۲۰۲۰ په جون کې مې پچه راووته چې ما ګټلې وه. د همجنسخوښې او بې‌ دینه ښځې په توګه مې په ترکیه کې ځان خوندي نه احساساوه او نه مې غږ اوچتولی شو. امریکا مې په دې خوښېږي چې هلته د هر چا شخصي حریم ته درناوی شته او ما ګومان کاوه چې ژوند به پکې راته اسانه وي."

کله چې ایرمک له کډوالۍ منع شوه نو له ورته کیسې سره مخ ګڼو کسانو سره په ګډه یې پر دې پرېکړې د قانوني بیاکتنې غوښتنه وکړه خو په محکمه کې یې دوسیه ونه چلېده او د دې په ګډون امریکا ته د زرګونو کسانو د تلو چانس وسوځېد.

د ډونلډ ټرمپ ادارې یو بل ناندریز قانون عملي کړ چې د عامې روغتیا اقداماتو په معنا و او په ترڅ کې یې امریکايي چارواکو ته واک ورکاوه چې د دغه هېواد پر پولو پناه غوښتونکي امریکا ته له داخلېدو منع کړي.

د دغه قانون د پلي کېدو د اعلان له وخته د ۲۰۲۱ کال تر جنورۍ پورې چې ښاغلي ټرمپ سپينه ماڼۍ پرېښودله، نږدې ۴۰۰ زره کسان یا ونیول شول او یا له امریکا بېرته وایستل شول.

د ټرمپ له دویم ځل ولسمشر کېدو څه تمې کېدای شي؟

Donald Trump in front of a US flag

د عکس سرچینه، Getty Images

د ډونلډ‌ ټرمپ د دا ځل ټاکنیزو سیالیو یوه ژمنه دا وه چې ویل یې، په ډله‌ييز ډول به ناقانونه کډوال وشړي.

ښاغلي ټرمپ ویل، "دا یو چا ته د معیار ټاکلو مسئله نه ده،‌ بلکې موږ په ریښتیا هم بل هېڅ غوراوی نه لرو،" هغه همدا راز زیاته کړه چې غوښتل یې د دې کار عملي کولو لپاره په ملي کچه د بېړني حالت په اعلانولو سره له امریکايي ځواکونه کار واخلي.

د ټرمپ له لوري غوره شوي مرستیال ولسمشر جې‌ډي وانس ویلي چې ښايي د کډوالو د شړلو دا بهیر د یوه میلیون خلکو له ایستلو سره "پیل شي"، که څه هم کارپوهانو د دې چارې د عملي کېدا پر امکان شک څرګند کړی دی.‌

په امریکا کې دننه د نیول شوو او ایستل شوو کسانو شمېر د هغو پرتله چې پر پوله نیول شوي دي، په یوه لسیزه کې د کال تر ۱۰۰ زره کسانو کم شوی دی.

د امریکا د کډوالو شورا د پالیسۍ جوړونې برخې مشر ارون ریچلېن میلنېک بي‌بي‌سي ته ویلي، "په کال کې یوه میلیون ته د دې شمېر لوړل به پراخو سرچینو ته اړتیا ولري چې په لاس کې نه شته."

کارپوهان اټکل کوي چې که د یو میلیون او یا تر دې د ډېرو وګړو اخراج لپاره ګام اوچتېږي نو لسګونه څه چې ان سلګونه میلیارده ډالر ورته په کار دي.

پر دې برسېره، د کډوالۍ اړوند قضايي ارګانونه به هم د دې توان ونه لري چې د دومره لوی شمېر کسانو دوسیې داسې ژر وڅېړي او د ډله‌ييز اخراج هر بهیر له بېلابېلو قانوني ننګونو سره مخ کېدلی شي.

ټرمپ ښايي د قانوني کډوالۍ د کمولو لپاره پر دا ډول مهاجرتونو د محدودیتونو په لګولو کې ډېر بریالی شي، بالکل داسې لکه په خپله لومړۍ دوره کې یې چې د امریکا ویزې لاټرۍ ګټونکو باندې بندیز ولګاوه.

په جرمني کې به د ۲۰۲۵ کال فبرورۍ ټاکنې څه بدل کړي؟

CDU's leader Friedrich Merz in an election campaign event

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جرمني د سي‌ډي‌یو ګوند مشر ریدریش میرز ګوند تر ټاکنو وروسته د کډوالۍ ضد اې‌اېف‌ډي ګوند سره اېتلاف جوړ کړ.

د نړۍ د مهاجرت دویم تر ټول لوی منزل یا ځای جرمني کې د نوي حکومت لپاره د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې ټاکنې کېدونکې دي.

په وروستیو کلونو کې جرمني په دغه هېواد کې له بهره د کاري ځواک ګومارلو لپاره د کډوالۍ بهیر اسانه کړی خو که ښي اړخي او د کډوالۍ ضد ګوندونه واک ته ورسېږي نو دا تګلارې به بدلې نه شي؟

اوسني حکومت د کاریګرو د کمي پوره کولو لپاره په دغه هېواد کې د مهاجرت ځينې قوانین ساده او اسانه کړي خو د لومړي وزیر اولاف شولز سوسیال ډيموکرات ګوند اوسمهال په نظر‌پوښتنو کې تر عیسوي ډیموکرات ګوند (CDU/CSU) او ښي اړخي (AFD) حزب نه وروسته درېیم ځای لري چې د دغه هېواد په هرو پنځو کسانو کې یې یو ملاتړی دی.‌

د کډوالۍ په برخه کې د جرمني شورا د بهرنیو اړیکو مرکز مشره ویکتوریا ریتیګ وايي، "د نامنظمې کډوالۍ د سختولو موضوع په المان کې د ګوندونو د ټاکنیزو سیالیو برخه ده، په ځانګړي ډول د مخکښ ګوند (سي‌ډي‌یو/سي‌اېس‌یو)، د ښي اړخي (اې‌ اېف‌ ډي) او کیڼ اړخي (بي‌ اېس‌ ډبلیو) حزبونو لپاره."

خو د جرمني ګوندونه هلته د کارګر ځواک د کمښت له کبله پر منظمې کډوالۍ نیوکې نه کوي او له هرو لسو یې شپږ جرمنیان د دغو دریو ګوندونو پلوي دي.

اغلې ریتیګ پر دې باور ده چې، ‌"دا سیاسي فضا به په فبرورۍ کې تر راروانو ټاکنو وروسته د مهاجرت لپاره پر سختو پالیسو بدله شي او تر ډېره داسې برېښي چې د نوي حکومت مشري به د عیسویانو ډيموکرات ګوند یا (CDU/CSU) کوي."

د کډوالۍ ځینې نور منزلونه

a father and a daughter in an airport.

د عکس سرچینه، Getty Images

په داسې حال کې چې جرمني او امریکا ته ښايي مهاجرت ډېر پېچلی شي خو د کډوالۍ ځينې نورو ځایونو یا منزلونو کې د لا ډېرو اضافي خنډونو رامنځته کولو امکان نه ښکاري.

د اروپايي ټولنې او ایکوواس په څېر سیمو کې چې تر منځ‌ یې سيمه‌ييز مهاجرتونه کېږي او یا د کډوالۍ یوه بله مهمه لاره چې د جنوبي اسیا او خلیج هېوادونو تر منځ‌ ده،‌ ښايي بې خنډه او بې بدلونه پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌او‌اېم) کې د څېړنو او خپرونو څانګې مشره ماري مکالیف وايي، "د جنوبي اسیا او خلیجي هېوادونو تر منځ د کډوالۍ لوی دهلیز به چې تر ډېره د کاري ځواک مهاجرت ته ځانګړی دی، په خپل حال ځکه پاتې شي چې ورته اړتیا ده. کارګر کډوال د ګڼو خلیجي‌ هېوادونو لپاره ډېر مهم دي او هغوی هلته خورا مهم خدمتونه ترسروي. نو ځکه ما ته نه ښکاري چې هغه لار به کوم بدلون وکړي."

هغې همدا راز پر لیکه یا انلاین بڼه د ځينو ناسمو معلوماتو خپرېدو ستونزې ته هم اشاره وکړه چې ځينې ښۍ اړخې ډلې یې پر مهاجرتي سيسټمونونو د کډوالو د باور کمولو لپاره کاروي.

دا وايي، "زما لپاره د نړیوالې کډوالۍ په برخه کې تر ټولو لویه ستونزه پر مهاجرت د باور ختمولو لپاره د غلطو معلوماتو خپرول دي."

اغلې مکالیف همدا راز وايي، د دې تر څنګ چې د جګړو او طبعي افتونو له امله په پراخه کچه خلک بېځایه کېږي، نړیوال مهاجرت ته لېوالتیا د اټکل وړ او پایښت لرونکې ده او یوازې د وخت په تېرېدو سره په تګلارو یا پالیسیو کې بدلونونه اغېز پرې کولای شي.

دا زیاتوي، "موږ پوهېږو چې نړیواله کډوالي یوه استثنا ده، کنه نو ډېری خلک په هماغو هېوادونو کې پاتې کېدل او ژوند کول غواړي چې پکې زېږېدلي دي."