کرېکټ: د افغانستان په کوربتوب له بنګله دېش سره په متحده عرب اماراتو کې سیالۍ کېږي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان د دريو شل اوريزو او دریو یو ورځنیو نړيوالو لوبو لپاره د بنګله دېش کوربتوب کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دغه سيالۍ به د اکټوبر پر دوېمه په متحده عرب اماراتو کې پيل شي چې د همدې مياشتې تر ۱۴ نېټې به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ په شارجه کې ترسره کېږي چې لومړۍ لوبه د اکټوبر پر دویمه نېټه، دویمه لوبه د اکټوبر پر درېیمه نېټه او وروستۍ شل اوریزه لوبه د اکټوبر پر پنځمه نېټه ترسره کېږي.

د یو ورځنیو لوبلړۍ په ابوظبی کې پر اتمه نېټه پیلېږي چې دویمه لوبه یې پر ۱۱ مه او درېیمه لوبه یې پر ۱۴ نېټه کېدونکې ده.

ټاکل شوې له دغې لوبلړۍ وړاندې افغانستان او بنګله دېش د اسیا جام کې هم سره مخامخ شي.

ځینې هېوادونه له افغانستان سره لوبلړۍ نه ترسره کوي، داسې مهال د افغانستان کرېکټ بورډ دا سیالۍ یوه لاسته راوړنه بولي.

د یاد کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان ځدراڼ وايي، "موږ ویاړو چې د یوې سترې لوبلړۍ لپاره د بنګله دېش د ملي لوبډلې کوربه توب کوو. دا ګام د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره د لا ډېرو سیالیو د برابرولو او د غوره کرېکټ د وړاندې کولو په برخه کې زموږ د پرلپسې هڅو او ژمنتیا څرګندونه کوي."

افغانستان د اسیا جام لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۵ کال د شل اوريز اسيا جام لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور کړ چې په دې ۲۰ کسيزه نوملړ کې دری تنه احتياطي لوبغاړي هم شامل دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د اعلاميې له مخې د راشد خان په مشرۍ رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدارڼ، دروېش رسولي، صديق الله اتل، عظمت الله عمرزی، کريم جنت، محمد نبي، ګلبدين نايب، شرف الدين اشرف، محمد اسحاق، مجيب الرحمان ځدراڼ، اې اېم غضنفر، نور احمد لکڼوال، نوین الحق، فرید احمد او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي.

د يادو لوبغاړو په ګډون اوسمهال د افغانستان ۲۲ لوبغاړي په متحده عرب اماراتو کې پر تمرین بوخت دي.

د هند په کوربتوب د اسيا جام شل اوريزه سيالۍ د سپټمبر پر نهمه پيلېږي چې د همدې مياشتې تر ۲۸ نېټې به دوام وکړي. ټاکل شوې وه دغه سيالۍ په هند کې ترسره شي خو د پاکستان او هند تر منځ د وروستيو نښتو او ډېپلوماټيکو کړکېچونو له کبله متحده عرب اماراتو ته ولېږدول شوې.

د افغانستان تر څنګ يو شمېر نورو لوبډلو هم دغو سياليو ته د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.

د پاکستان کرېکټ بورډ له افغانستان او متحده عرب اماراتو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ او راتلونکي اسیا جام سیالیو لپاره د سلمان علی اغا په لوبډلمشرۍ د لوبغاړو ۱۷ کسیز نوملړ وړاندې په ډاګه کړې ده.

په اعلان شوي نوملړ کې د پاکستان دوه پخواني لوبډلمشران بابر اعظم او محمد رضوان او چټک بالر نسیم شاه نشته.

په پاتې لوبغاړو کې فخر زمان، شاهین شاہ افریدی، حارث روف، صایم ایوب، خوشدل شاہ، حسین طلعت، محمد نواز، محمد وسیم جونیئر، محمد حارث، ابرار احمد، فهیم اشرف، حسن علی، حسن نواز، صاحبزادہ فرحان، سلمان مرزا او سفیان مقیم ځای شوي دي.

د اسیا جام شل اوريزو سياليو کې ټولې اته لوبډلې برخه اخلي چې په هغوی کې د افغانستان په ګډون د يادې شورا پنځه بشپړ غړي بنګله دېش، هند، پاکستان او شري لنکا دي او تر څنګ به يې متحده عرب امارات، عمان او هانګ کانګ هم برخه وي.

په الف ګروپ کې د هند او پاکستان سربېره عمان او کوربه متحده عرب امارات شامل دي. په ب ګروپ کې افغانستان، شري لنکا، بنګله دېش او هانګ کانګ ګډون کوي.

د افغانستان لومړنۍ لوبه له هانګ کانګ سره د سپټمبر پر ۹ نېټه ده. دويمه لوبه يې له بنګله دېش سره پر۱۶ او درېیمه لوبه پر ۱۸ نېټه له شري لنکا سره ده.

له هر ګروپ به دوې دوې غوره لوبډلې بل پړاو ته لار مومي او له دوی څخه به دوې لوبډلې د سپټمبر پر ۲۸ په پايلوبه کې سره مخامخ شي.

په ټوله کې افغان لوبډله د شل اوریزو لوبو ښه لوبډله بلل کیږي او تر ډېره باور دا دی چې د متحده عربي اماراتو په ځانګړي ډول د شارجې په نړیوال لوبغالي کې لا ښه ځلېږي.

د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو لوبلړۍ

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوريزو سياليو لوبلړۍ د اګست پر ۲۹ پيلېدونکې ده.

افغانستان لا تراوسه دغې لوبلړۍ ته د لوبغاړو نوملړ نه دی په ډاګه کړی. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي په متحده عرب اماراتو کې پر تمرین بوخت ۲۲ کسيزه ډلې به د دغې لوبلړۍ لپاره لوبغاړي غوره کړي.

د دريو هېوادونو دغه لوبلړۍ د متحده عرب امارتو په کوربتوب ترسره کېږ چې هر هېواد به دوې دوې لوبې کوي او يوه سيالي به د پايلوبې وي.

د لوبو د مهالوېش له مخې لومړنۍ سيالي د افغانستان او پاکستان تر منځ ده چې تر ډېره به پام هم د دغو دواړو هېوادونو پر سياليو ورټول وي.

په وروستيو کلونو کې د دغو دواړه هېوادونو تر منځ د کرېکټ په ډګر کې سيالي او رقابت ډېر شوی او د دواړو هېوادونو ګڼ مينه وال په اماراتو کې هم اوسېږي.

د يادولو وړه ده، افغانستان په ۲۰۲۳ کال همدلته په شارجه کې له پاکستان څخه د شل اوريزو لوبو لړۍ ګټلې وه.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا، دغه لوبلړۍ به د اسيا جام لپاره په چمتووالي کې مثبت رول ولري.