د کرېکټ نړیوال جام کې د انګلنډ خلاف د افغانستان 'تاریخي بریا' ته غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, راصد ځواک
- دنده, بيبيسي
هند کې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې د ځواکمن انګلنډ خلاف د افغانستان تاریخي بریا په پراخه کچه ستایل شوې ده.
د کرېکټ نړۍ له ګڼو اوسنیو او پخوانیو ستورو رانیولې تر پېژندل شویو سیاسي او ټولنیزو څېرو افغانستان ته د دې سترې بریا مبارکي ویلې او د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله یې د ښې لوبې له کبله ستایلې ده.
انګلنډ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د تېر نړیوال جام اتل دی او افغانستان په سږني نړیوال جام کې د لسو شاملو لوبډلو په ډلبندۍ کې اتم ځای لري.
دا د کرېکټ یو ورځنیو لوبو دریم نړیوال جام دی چې افغانستان پکې لوبېږي.
د یادونې ده چې افغان لوبډلې تر دې مخکې د یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام په سیالیو کې یوازې یوه لوبه په ۲۰۱۵ کال له سکاټلنډ ګټلې وه.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ په نړۍ کې پر 'افسانوي' لوبغاړي پېژندل کېدونکي پخواني هندي توپ وهونکي سچڼ ټنډولکر د اېکس یا مخکیني ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې د رحمان الله ګربز له پیاوړې توپوهنې سره د افغانستان هر اړخیزه په زړه پورې هڅه.
د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او چټک توپ اچوونکي شعیب اختر لیکلي "د افغانستان لوبډله د اوسني عصر کرېکټ کوي. دا یې د توپ وهنې په لومړیو لسو اوورونو کې کتلی شئ. توپ اوچونه یې هم همداسې. ډېر څه ترې زده کېدای شي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1

د پوسټ X پای, 2

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ پېژندل شوي مبصر هرشا بهوګلي د اېکس یوه پیغام کې لیکلي "د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو ستره شیبه. او د دې یو ښه مثال چې تاسو څنګه کړاو منئ او مخ پر وړاندې ګورئ. افغانستان زموږ د وخت د کرېکټ تر ټولو د یادولو وړ کیسه ده."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
د هند د کرېکټ بل پخواني ملي لوبغاړي یوسف پټان ويلي "ډېر ښايي دا 'اپسېټ' وګڼي، خو زه وايم چې افغانستان د نړيوال جام اتل انګلنډ ته په ماتې ورکولو سره له هره اړخه د باکیفیته کرېکټ ښودنه وکړه. افغانستانه بریا دې درته مبارک وي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 4
د نړۍ لروبر د کرېکټ له دغو لوبغاړو، مبصرینو او مینوالو ورهاخوا د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم افغانانو ته د دې بریا مبارکي ویلې.
همدا راز د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د انګلنډ خلاف پر دې بریا د خوښۍ ښودلو ترڅنګ د افغانستان ملې لوبډلې لوبغاړو ته نورې بریاوې غوښتې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 5

د پوسټ X پای, 6

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین لیکلي "افغان اولس ته دې د انګلستان پر خلاف د کرېکټ بريا نيک مرغه وي. افغان کرېکټ لوبغاړو خپل انعامونه او فيس د هرات زلزله ځپلو ته بخښلي دى."
هغه زیاته کړې: "افغان کرېکټ لوبغاړو ته آفرين وايو چې دوی کله هم موقع پيدا کړې ده، نو یوازې کرکټ نه بلکې د ژوند په هره برخه کې یې د خپل ملت خدمت کړی دی."
پېژندل شوي افغان پانګوال او سوداګر میرویس عزیزي افغان لوبډلې ته د دې بریا د مبارکۍ تر څنګ لیکلي "زه دوی ته د افغانستان خلکو لپاره د هیلو او ویاړ احساس په راوړلو کې د لا بریالیتوبونو هیله کوم."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 7
که د تېرې ورځې له دې لوبې وروسته د روان نړیوال جام د نومرو جدول ته وکتل شي، نو انګلنډ د یوې لوبې په ګټلو سره پنځم او افغانستان بیا د دې سترې لوبې په ګټلو سره شپږم ځای خپل کړی.