تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ او طالبان: د ډالرو کمښت او د افغانیو په بیه کې بدلونونه
- Author, رویین رهنوش
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت د کنټرول لپاره په وروستي ګام کې امر کړی، هر کس ته چې د هوایي ډګرونو له لارې بهر ته ځي تر ۵۰۰۰ ډالرو او د ځمکې له لارې د ۵۰۰ ډالرو د لېږدولو اجازه ورکول کېږي.
په دې فرمان کې د سیمې له هېوادونو افغانستان ته د اسعارو راوړل هم منع شوي دي. او د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو او لرغونو اثارو د "قاچاق" د مخنیوي د څارنې مسؤلیت د طالبانو استخباراتي ادارو ته سپارل شوی دی.
د افغانستان اقتصاد له وارداتو سره تړلی دی او له بهرنیو مرستو پرته، د راکړې ورکړې بیې په ناڅاپي ډول بدلېدی شي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری چې ښایي له افغانستان سره دې د امریکا مرستې بندې شي، او دغه خبر په افغانستان کې د اسعارو بازار ته ټکان ورکړ.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانیو ارزښت څو ځله ښکته پورته شوی دی. له هغې ډلې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې د یوه ډالر بیه ان تر ۱۳۰ افغانیو هم ورسېده. تر هغه مخکې، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۳۰مه، یوه افغانۍ په ۹۴ افغانیو پلورل کېده. د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۳۰مه، یو ډالر شاوخوا ۸۹ افغانۍ و. خو د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۳۰مه افغانیو خپل ارزښت لوړ وساته او یو ډالر ۷۵ افغانۍ کېده. د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې، وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ له افغانستان سره د مرستو د کمولو خبرداری ورکړ، یو ډالر په ۸۵ افغانۍ بدلېده. دا بیه د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې ۶۵ افغانیو ته هم رسېدلې وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني مشر اذرخش حافظي د اسعارو د بیو بدلون په اړه بي بي سي ته وویل: "دا د اقتصادي ارواپوهنې له امله ده او پر ټولو اغېز لري. ټول خلک صرافیو ته ورځي چې خپلې پیسې په ډالرو بدلې کړي. د عرضې او تقاضا د قانون له مخې، کله چې تقاضا لوړه وي او عرضه کمه وي، د بیو د لوړېدو لامل کېږي."
د اقتصادي چارو کارپوه محمد شاکر یعقوبي په وینا: "حالت تل د نغدو پیسو او ډالرو د راکړې ورکړې بهیر زیاتوالی او کمښت له امله اغېزمن کېږي. له بلې خوا، افغانستان یو واردونکی هېواد دی او په واردونکو هېوادونو کې د پیسو د ثبات تمه نه کېږي. هغه هېوادونه چې اړتیاوې یې د وارداتو له لارې پوره کېږي د ډالرو مصرف پکې لوړ وي."
اوس مهال د افغانستان صادرات دوه میلیارده ډالره او واردات یې له اتو میلیاردو ډالرو لوړ بلل شوي دي.
افغانستان ته ډالر له کومه راځي؟
په تېر کې د افغانستان په بازارونو کې د ډالرو یوه برخه د نړیوالو له مرستو وه، چې د خصوصي بانکونو له لارې په افغانستان بانک کې تبادله او په افغانیو بدلېدل.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان بانک د تبادلې د بیو اداره کولو بله لار د ډالرو لیلام دی. دا معلومه نه ده چې په ټولیزه توګه تراوسه څومره ډالر لیلام شوي دي. خو وروستی ځل د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د افغانستان بانک لخوا ۲۷ میلیونه ډالر لیلام شول.
ښاغلی اذرخش حافظي وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانیو د نسبي ثبات څو لاملونه وو: "له مخکېني حکومتي سیسټمه ځینې زیرمې پاتې وې چې د افغانیو د ثبات لپاره کارول کېدې. څه موده طالبان نه پوهېدل چې دا سرچینې څنګه وکاروي او د ډالرو بیه هم تر ۱۳۵ افغانیو ورسېده."
د ښاغلي حافظي په وینا، هغه بهرنۍ مرستې چې په دې درېیو کلونو کې راغلې، د کسر د توازن پوره کولو او د افغانيو د ملاتړ لپاره مهمې وې. که څه هم دا په مستقیم ډول طالبانو ته نه رسېدلې. ویل کېږي هره اوړنۍ ۴۰ میلیونه ډالر افغانستان ته داخلېدل. بل لامل یې د کانونو خرڅلاو وو."
ښاغلی حافظي زیاتوي یو بل لامل هم شته چې لږ ورته پام شوی دی: "پټ اقتصاد چې د مخدره توکو او ناقانانونه پیسو له لارې د بهرنیو اسعارو د توازن کسر له منځه وړي."
د هغه په وینا: "بل لامل د هغو افغانانو مرستې دي چې په بهر کې ژوند کوي."
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پخواني مشر په وینا، په ۲۰۱۷ کال کې دا مرستې په کال کې ۱.۷ میلیارده ډالره وې او اوس شاوخوا ۲.۵ ملیارده ډالرو ته رسېدلې دي. ډیری پیسې له بهر څخه د صرافیانو له لارې لېږل کېږي. یوازې په کابل کې د شهزاده سرای د راکړې ورکړې سوداګریز مرکز ۴۵۰ هټۍ لري."
کورني عایدات هم یو له لاملونو ګڼل کېږي. د ښاغلي شاکر یعقوبي په وینا، "په تېرو وختونو کې، د نړیوالې ټولنې مرستې بازار ته ننوتلې. دا باید ومنو چې ځینې نړیوالې مرستې په افغانستان کې د پولي ثبات کنټرول لپاره وې. اوس مهال، د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو زیرمې له کورنیو عوایدو راځي. احتمالاً د ګمرکي عوایدو، کورنيو تولیداتو او هغو کوچنیو صادراتو څخه چې نړۍ ته یې لرو. خو دا اوږد مهاله نه دي، ځکه دا ظرفیتونه پیاوړي نه دي."
ټولې هغه پیسې چې له بېلابېلو لارو د افغانستان په بازارونو کې ښکته پورته کېږي، د وارداتو د پوره کولو لپاره، د نژدې اته میلیارده ډالرو اړتیا پوره کوي.
د هغو پیسو سربېره چې کډوال یې په افغانستان کې خپلو خپلوانو ته لېږي، اټکل دی چې اوس مهال د نړۍ له پنځوسو په ډېرو هېوادونو کې افغانان سوداګري کوي.
د افغانیو د ارزښت دوامداره بې ثباتي
په ۲۰۰۲ کال کې د جمهوري نظام له ټینګېدو وروسته، د هغه وخت موقت حکومت له افغانیو درې صفرونه لېرې کړل او د هر ډالر بیه یې ۴۵ افغانۍ وټاکله، له هماغه وخته، د اسعارو ارزښت ټېټېدل پیل شول.
خو د ښاغلي اذرخش حافظي په وینا، په هغه وخت کې، هره اوونۍ له ۳۰ تر ۷۰ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کېدل، چې د بازار له اړتیا ډیر وو او ډېری یې نورو هېوادونو ته قاچاقېدل. "خو په هغه وخت کې پرېمانه مرستې موجودې وې، چې د ملي پیوستون، د اوسېدونکو ژمنو( میثاق شهروندي)، او د ملګرو ملتونو د اوږدمهاله پراختیايي پروګرام په نوم پروژو ته هر کال میلیونونه ډالر ورتلل او هغه یې جبرانول."
تر دې وړاندې، د خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پر مهال، د یوه ډالر پر وړاندې بیه ۳۷ افغانۍ وه. خو د ډاکټر نجیب د واکمنۍ په پای کې، یو ډالر په ۹۱ افغانیو بدلېده. لامل یې دا و چې د ډاکټر نجیب له حکومت سره د روسیې مرستې بندې شوې او بالاخره د یو ډالر بیه ۱۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوه، چې ۱۰۰۰ سلنه منفي وده وه. د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، یو ډالر ارزښت سل زره افغانیو ته لوړ شو.
اوس مهال باور دا دی، چې افغانۍ قوي پشتوانه لري. په افغانستان کې خصوصي پانګونه شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي، او د کارپوهانو په وینا، که څه هم ګراني ده، خو دې کار د قحطۍ مخه نیولې ده. د بیو لوړوالی د پیسو له پاړسوب (انفلاسیون) سره تړلی دی او د بې وزلۍ له منځه وړلو او دندو رامنځ ته کولو په ګډون بېلابېلو اقداماتو او هڅو ته اړتیا لري.
په اقتصاد کې د ښځو ونډه
که څه هم ډېره نه وه، خو د هغو پیسو یوه برخه چې بازار ته راتله د ښځو د کار او له اداري عایده وه. زرګونو ښځو په بېلابېلو کورنیو، بهرنیو او نړیوالو ادارو کې کار کاوه، او دې چارې د اسعارو بازار ته ډېر ځواک ورکړی و.
ښځې لا هم د ناخالص کورني تولید په برخه کې فعالې دي. دوی په کرکیلې، باغدارۍ او د حاصلاتو په راټولو، څارويو ساتنې او پالنې، لاسي صنايعو او د غالۍ اوبدلو په برخو کې کار کوي. خو دا چارې تر ډېره په کلیوالي سیمو کې دي.
خو له اداري لارو د ښځو عایدات چې پر بازار یې اغېز درلود، طالبانو هغه یا بندې کړې او یا یې هم تر ټولو ټېټې کچې ته رسولې دي، د بېلګې په توګه د ښځو معاشونه پنځه زره افغانیو ته راټېټول.
ښاغلي حافظي په دې اړه وايي، "د ښځو هغه ځواک چې له منځه وړل شوی دی، د ټولنې پر اقتصاد چې مخ پر ځوړ روان دی، مخامخ اغېز لري."
"د راکړې ورکړې بیو ساتل ګران کار دی"
د یادولو ده چې له امریکا پرته، د اروپایي هېوادونو او جاپان او چین په څېر هېوادونو لخوا هم افغانستان ته ځینې مرستې ورکول کېږي. د ځینو څارونکو په باور امریکا به هم له افغانستان سره خپلې مرستې په بشپړ ډول بندې نه کړي. شعیب رحیم، چې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې یې په افغانستان کې یو څېړنیز مرکز جوړ کړی و، بي بي سي ته وویل: "په رسمي ډول دا نه دي ویل شوي چې مرستې به په بشپړ ډول بندې شي. زه فکر نه کوم چې امریکا به په دې شرایطو کې خپلې ټولې مرستې بندې کړي او افغانستان به له داسې حالت سره مخامخ شي چې له هغه بېرته ستنېدل به یې ستونزمن وي."
د هغه په اند، کورنی وضعیت هم مخ په ښه کېدو دي: "د افغانستان بانک د دې توان لري چې وضعیت سمبال کړي." دوی وخت ناوخته ډالر لیلاموي. افغانستان هم خپل صادرات ډېر کړي دي او د تازه او وچو میوو او سبزیو دودیز صادرات ډېر شوي دي."
په وروستیو کې، د ډونلډ ټرمپ له خبرداري وروسته د افغانیو د بیې له ټېټېدو سره، یو شمېر صرافانو خپلې هټۍ څو ورځې وتړلې، خو طالبانو پرې فشار راوړ چې بېرته خپل کار ته ستانه شي او هټۍ پرانیزي، چې دې کار د ډالرو پر وړاندې د افغانیو پر بیو اغېز درلود.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخوانی مشر وايي: "د ډالر بیې ساتل ګران کار دی."
ښاغلی یعقوبي په دې باور دی، چې د اقتصادي وضعیت د خرابېدو په حالت کې، د طالبانو پلان کار نه ورکوي، "په افغانستان کې دا پولي تګلاره ناکامه ده، یوازې هغه وخت بریالۍ کیدی شي چې دوی د راکړې ورکړې په نا رسمي بازارونو کې پر بیو کلک څار ولري. لیلام نشي کولی حل لار وي او له لاسه تللی ارزښت بېرته ترلاسه کړي. خپله حکومت هم پوهېږي چې د بهرنیو اسعارو زیرمې یې دومره ډېرې نه دي چې لیلام ته دوام ورکړي."
افغانستان ۹.۵ میلیارد ډالره ستراتیژیکې زیرمې هم لري چې د امریکا له خوا کنګل شوې دي. که څه هم دا پیسې ځنډول شوې دي، خو دا د افغانستان بانک لپاره یو ضمانت دی او د افغانیو د ارزښت لپاره حد ټاکي. له دې څخه، درې نیم میلیارده ډالر په سویس کې په امانت صندوق کې دي، او هر کال سود هم پرې ور اضافه کېږي.