تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ او طالبان: په افغانستان کې د امریکا "میلیاردونه" ډالر څنګه لګول کېږي؟
ډونلډ ټرمپ وايي، له افغانستان سره د امریکا د مرستو پیسې طالبانو ته رسېږي چې باید داسې نه وي. دې څرګندونو یې افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو احتمالي بندولو اندېښنې راپارولې دي. خو د طالبانو حکومت ښاغلي ټرمپ ته سپارښتنه کوي چې د "بایډن دوره هېره کړي."
امریکا لا هم افغانستان ته د نړیوالو مرستو کې تر ټولو ستره ونډه لري او د نړیوالو او کورنیو ادارو دوامداره فعالیتونه له دې پیسو سره تړلي دي. د طالبانو حکومت وايي، "له امریکا د مرستې تمه نه لري" او "هېڅکله" یې غوښتنه نه ده کړې.
په جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته په رسمي ډول له ننوتلو شاوخوا دوې اوونۍ مخکې، ډونلډ ټرمپ په فلوریډا کې په خپل استوګنځي کې یوې خبري غونډې ته وویل، "دا د باور وړ نه ده، موږ افغانستان ته، په حقیقت کې طالبانو ته په میلیونونو نه، میلیاردونه ډالر لېږو. د داسې څه ترسره کېدو ته باید اجازه ورنکړو."
د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) وايي، د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر راهیسې امریکا په افغانستان کې۲۱ اعشاریه ۶ میلیارده ډالر لګولي دي.
په ورته وخت کې "د اغېزمنتیا ادارې" ته د ټرمپ لخوا وړاندیز شوي نوماند ایلان مسک، پر اېکس لیکلي، "ایا موږ ریښتیا د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې طالبانو ته لیږو؟"
په داسې حال کې چې څارونکي وړاندوینه کوي، ټرمپ به له افغانستان سره د امریکا مرستې کمې یا بندې کړي، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۶ اعشاریه ۸ میلیونه خلکو سره د مرستې پلان لري چې دغه هېواد کې د اړمنو خلکو شاوخوا درې پر څلورمه برخه جوړوي او ۲.۴۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په وینا، په تېرو دریو کلونو کې افغانستان ته نهه اعشاریه اته میلیارده ډالر ورکول شوي او لګول شوي دي.
ایا امریکا افغانستان ته "میلیاردونه ډالر" لېږي؟
د سیګار ادارې په امریکا کې د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالر هم حساب کړي دي. دا پیسې د افغانستان بانک د کنګل شویو زیرمو نیمایي برخه ده چې په ۲۰۲۳ کال کې د جو بایډن په امر په سویس کې یوه بانک ته لېږدول شوې وې. پرته له هغه ۱۸ اعشاریه ۱ میلیارده ډالر کېږي.
د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې "متحدینو ته د ښه راغلاست" پروګرام له لارې د اېستلو په عملیاتو او په امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدنې لپاره، اته اعشاریه اووه میلیارده ډالر لګولي دي.
د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (یو اېس ای ډي) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د بشري مرستو بورډ (بي اېچ ای) پیسې "شاوخوا درې پر څلورمه برخه یې د ملګرو ملتونو ادارو او یو پر څلورمه برخه یې نړیوالو غیردولتي سازمانونو" ته ورکول کېږي.
د سیګار په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې امریکا له افغانستان سره د ۸۸۵ میلیون ډالرو ژمنه کړې وه، چې له هغې ډلې ۵۳۴ میلیونه ډالر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) ته او ۲۸۰ میلیون ډالر نړیوال خوراکي پروګرام ته ورکړل شوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې نړیوال صندوق او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته هم ۹۳ میلیونه ډالر ورکړي دي.
سیګار وايي، په تېرو دریو کلونو کې یې په افغانستان کې د بشري او پرمختیایي فعالینو "شاوخوا ۴۰ پروژې" تمویل کړې دي.
ټرمپ ته د طالبانو د حکومت سپارښتنه: بایډن هېر کړه
د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت اوسنی مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی چې د قطر په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو یو له لومړنیو مذاکره کوونکو و، سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د بیا راستنېدو په اړه یې کابل کې په یوه وینا کې په خوشبینۍ وویل ټرمپ، "پرېکړه کوونکی او... قاطع سړی" دی، "له امریکا زموږ تمې دا دي... چې خپل سیاست بدل کړي. د بایډن پروګرامونه هېر کړي او نوې پالیسۍ غوره کړي. د افغانستان او اسلامي امارت دروازه د دوی پر مخ خلاصه ده. که دوی زموږ ملګري کېږي، موږ به خامخا د دوستۍ لاس ورکړو. دښمن تل دښمن نه وي او دوست هم تل دوست نه وي."
هغه د ټرمپ له ادارې وغوښتل چې په کابل کې د امریکا سفارت بېرته پرانیزي، "پر افغانستان او زموږ په بانکونو بندیزونه پای ته ورسوي، زموږ امانت پیسې ازادې کړي، زموږ د مشرانو نومونه له تور لیسته وباسي."
خو د امریکا د استازو جرګې غړي ټیم بورجټ، ډونلډ ټرمپ ته په یوه لیک کې افغانستان ته د نغدو پیسو د سملاسي بندولو غوښتنه وکړه چې هره اوونۍ کابل ته رسېږي. "د امریکا دښمنانو ته د پیسو لېږل باید سمدلاسه بند شي."
ایا د امریکا پیسې طالبانو ته رسېږي؟
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، "حقیقت دا دی چې امریکا نه یوازې اسلامي امارت ته یوه روپۍ (یو غیران) هم نه دی ورکړی، بلکې د افغانانو میلیاردونه ډالر یې هم غصب او کنګل کړي دي." ښاغلی فطرت زیاتوي، "هغه پیسې چې امریکا یې موږ ته یادونه کوي هغه د امریکا لګښتونه دي، چې لویه برخه یې له افغانستان د خپلو ځواکونو پر وتلو، یا د هغو افغانانو په اېستلو او ځای پر ځای کولو لګول شوي چې له دوی سره له افغانستان څخه وتښتېدل."
خو د طالبانو حکومت وايي هڅه یې کړې، د بهرنیو مرستو پیسو لګول د خپلو لومړیتوبونو سره سم سمبال کړي.
سیګار په خپل د "۲۰۲۳ له خطره ډک" رپوټ کې ویلي، په تېرو دریو میاشتو کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو په کار کې د طالبانو د حکومت د لاسوهنې ۴۹۴ قضیو رپوټونه ورکړل شوي دي. د طالبانو حکومتي استازي د پروژو پلي کوونکو ادارو دفترونو ته د نا اعلان شويو لیدنو له لارې د دوی په کارونو کې لاسوهنه کوي.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نړیوالو او کورنیو سازمانونو د کارکوونکو له معاشونو مالیه اخلي. د اقتصاد وزارت د بودیجې او د لګښتونو په ګډون د سیمه ییزو او نړیوالو کارکوونکو د معاشونو او پروژو جزئیات لري.
ټیم بورجټ په خپل لیک کې لیکلي، کله یې چې دا پوښتنه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره شریکه کړه، هغه ځواب ورکړ، "غیر دولتي موسسو له بهرنیو مرستو لس میلیونه ډالر طالبانو ته ورکړي دي."
داسې راپورونه هم شته چې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هڅې کړې چې مرستې خپلو غړو ته ووېشي. د طالبانو غړو ګڼ شمېر نادولتي موسسې او شرکتونه ثبت کړي دي چې له لارې یې پروژې ترلاسه کولی شي.
باخبره سرچینې وايي، د طالبانو حکومت غواړي د ګمارنو او تدارکاتو په بهیر کې لاسوهنه وکړي، خو نړیوالو سازمانونو تر اوسه په اصولو کې له دې موضوع سره موافقه نه ده کړې. خو په ځینو برخو کې د طالبانو حکومت د ځینو کسانو د استخدام په مخنیوي کې بریالي شوي دي.
سیګار وايي، د طالبانو د لاسوهنې لپاره یوه عامه بهانه د پروژې پلي کولو لپاره د تفاهم یادښتونو لاسلیک کول دي، هغه چې د قانوني مقرراتو سره د ورته والي په پلمه د مرستو وېش اغېزمنولو لپاره زمینه برابروي.
د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پراختیا ادارې پلي کونکو ادارو ته واک ورکړی چې په ځانګړو شرایطو کې د تفاهم یادښت لاسلیک کړي.
تړونونه باید غیر الزامي وي او په غیر دولتي فعالیتونو کې د طالبانو لاسوهنه په کې شامله نه وي. دغه راز له نادولتي موسسو د پخواني افغان حکومت له قانون ور هاخوا نورې مالیې او فیسونه وانخیستل شي.
که پیسې بندې شي، میلیونونه ډالر هره اونۍ کابل ته رسېږي؟
د نغدو پیسو هغه کڅوړې چې هره اونۍ کابل ته ځي، ډېرې یې د امریکا پیسې دي.
د طالبانو ضد فعالانو په وار وار په ټولنیزو رسنیو کې کمپاینونه کړي دي او وايي، په تېرو درې نیمو کلونو کې میلیاردونه ډالر کابل ته رسېدلي او د طالبانو حکومت یې پیاوړی کړی دی.
راپورونه شته چې په وروستیو اوونیو کې د هغو پیسو مقدار چې افغانستان ته انتقالېږي، کم شوی دی او په یوه حالت کې دا مقدار په اوونۍ کې تر اووه لس میلیونه ډالرو رسېدلی دی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د دې خبرې د روښانولو په اړه په یوه بیانیه کې ویلي، دغه پیسې په یوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په یوه ځانګړي حساب کې زېرمه کېږي. "افغانستان ته راوړل شوې نغدې پیسې د افغانستان مرکزي بانک کې نه ساتل کېږي او نه هم د ملګرو ملتونو لخوا طالب چارواکو ته ورکول کېږي."
"دا ټولې پیسې مخامخ د ملګرو ملتونو ادارو او دغه راز په افغانستان کې پر یو څو محدودو د بشري مرستو پر شریکانو وېشل کېږي."
د بورجټ ټیم په لیک کې هم راغلي، "د نغدو پیسو دا کڅوړې (د طالبانو مرکزي بانک لخوا) لیلامېږي او تر هغه وروسته یې موندل تقریبا ناشوني دي."
که د ټرمپ اداره له افغانستان سره مرستې کمې کړي، په اونیزو پیسو کې به هم د پام وړ کمی راشي. دا به د اروپايي ټولنې په ګډون په نورو لویو بسپنه ورکوونکو پورې هم تړلې وي چې دا کمښت به پوره کړي کنه. دوی تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د مرستو بندول "سملاسي اغېز" لري
د اقتصادي چارو کارپوهانو په وینا، دا د افغانیو د ارزښت د راټیټېدو او د خلکو پر دسترخوان منفي اغېزه کوي. همدا اوس د هېواد نیمایي وګړي له لوږې سره مخ دی.
په واشنګټن کې د نړیوالې خوراکي پالیسۍ د څېړنې انسټیټیوټ اقتصادپوهه او څېړونکې صدیقه ذکي وايي، په تېرو دریو کلونو کې افغانستان کې"بهیر ښه" روان و. " په ۲۰۲۱ کال کې وړاندوینه شوې وه چې ۲۱ میلیونه خلک به (د ملګرو ملتونو خوړوسازمان د خوندیتوب طبقه بندۍ) کې شامل شي... اوس دا شمېر شاوخوا ۱۱ میلیون کسانو ته رسېدلې. معنا دا چې لس میلیونه کم شوي دي چې یوه لویه برخه یې د مرستو اغېزې بلل کېدای شي."
هغه وايي، "طبعي ده چې (نړیوالې) مرستې نه شي کولای د افغانستان د ستونزو ټول اړخونه حل کړي. د اقلیم له بدلونه نیولې، د کډوالو په زور تر شړلو، ګڼې ستونزې شته چې ورځ تر بلې ډېرېږي." خو بیا هم په افغانستان کې تر جګړې وروسته حالت د ډېرو هېوادونو پرتله "ښه" دی.
د طالبانو حکومت د افغانیو د ارزښت ساتل او د پیسو پړسوب ټیټ ساتل خپلې لویې اقتصادي لاس ته راوړنې ګڼي او دا مخامخ له هغو ډالرو سره تړلې دي چې هره اونۍ کابل ته رسېږي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پخوانی استاد ضیا شفايي وايي، د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستو "روږدی" دی او د امریکا د مرستو بندول به جدي "سملاسي" اغېزې ولري.
"د افغانستان بانک پولي سیاست جوړونکو د اسعارو د ارزښت د ساتلو لپاره تر ټولو اسانه او غوره لار دا وه چې د ډالرو لیلام ته مخه کړي چې د بهرنیو مرستو له لارې ورځي او په دې توګه یې افغانۍ ځواکمنې وساتلې."
د هغه په وینا د طالبانو حکومت "کافي زېرمې نه لري چې د بهرنیو اسعارو لیلام لوبې ته دوام ورکړي." د افغانیو د ارزښت ټیټېدلو د وارداتو وړتیا په څرګنده توګه کمه کړې او د خلکو پر دسترخوان یې منفي اغېز کړی دی.
په افغانستان کې نړیوال سازمانونه په دې پوهېږي چې "د عامه خدمتونو هغه چارې چې د حکومت دنده بلل کېږي دوی پر غاړه اخیستې ده." د بېلګې په توګه، د یوې سیمې خلک د طالبانو له چارواکو د یوه پٌل یا کلینیک د جوړولو غوښتنه کوي. د وزیرانو شورا یا د چارو اداره، د طالبانو د اقتصاد وزارت له لارې دا موضوع د مرستندویه سازمانونو د همغږۍ دفتر (اکبر) ته راجع کوي چې نا دولتي موسسې یې ترسره کړي."
د امریکا مرستې څومره اغېزمنې دي؟
د سیګار دفتر وايي، د خپلو پلټنو پر بنسټ اټکل کوي چې د پخوانۍ ادارې په دوو لسیزو کې، د (۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۹) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ۶۳ ملیارد ډالرو څخه "لږترلږه ۳۰ سلنه" یې ضایع شوي، ناوړه ګټه ترې اخیستل شوې او درغلۍ پکې شوې دي.
څارونکو د ټرمپ ادارې لخوا افغانستان ته د مرستو کمولو وړاندوینه کړې وه، خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا ډونالډ ټرمپ به په ریښتیا له افغانستان سره بشري مرستې کمې کړي یا د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو لپاره له اقتصادي ګواښه کار اخلي.
ځینې پراختیایي پروژې لکه روغتیايي مرکز ته د نري رنځ د تشخیص وسیلې چمتو کول یا په جوزجان کې بزګرانو ته د غنمو د تولید د ۵۰ سلنې ښه کولو لپاره روزنیز پروګرامونه پلي شوي دي.
د یو اېس ای ډي د رپوټ پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې یې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۷۴۰۰ روغتیايي مرکزونو او له پنځو کلونو کم عمره تر۳۵۰۰۰ ډېرو خوارځواکۍ ځپلو ماشومانو سره مرسته کړې او د نژدې ۸۹۰۰۰ نجونو او ۱۰۰۰ سیمه ییزو ښوونځیو لپاره یې د زده کړو پروژو مالي ملاتړ کړی دی.
امریکایي بنسټونه په افغانستان کې د پروژې د مخامخ څار وړتیا نه لري. د پروژو لاس په لاس کېدل د دې لامل شوي چې د امریکا د ژمنه شویو مرستو لویه برخه په اداري چارو او د شریکو ادارو د نړیوالو کارکوونکو په لوړو معاشونو ولګول شي. یوازې یو څو کورني سازمانونه لاهم کولی شي له یو اېس ای ډي مخامخ مالي ملاتړ ترلاسه کړي.
له پروژو با خبره سرچینې وايي، د طالبانو حکومت د پروژو د بودیجې اداري لګښتونه تر "۳۰ سلنې" کمولو غوښتونکي دي.
د اقتصاد وزارت نادولتي موسسو ته په یوه لیک کې ټینګار کړی چې د عامه پوهاوي "بې ګټې" پروژې دې نه لري او له دې مسلې سره تړلي پلانونه دې "نه بشپړوي" او باید "د بشري او زیربنایي خدماتو چارو" ته پام واړوي.