تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ځینې افغان کارپوهان د افغانیو ارزښت ټیټېدل د ټرمپ له وروستیو څرکندونو سره تړلی بولي
د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د تېر ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له وروستیو راهیسې د لوېدو په حال کې دی. اوس افغانستان په بازارونو کې یو ډالر له څه باندې ۷۵ افغانیو سره بدلېږي، چې مخکې شاوخوا ۶۸ افغانۍ و.
د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره د افغانستان بانک وايي، د ډالرو لیلام تر څنګ نورې (پولي تګلارې) هم لري. همدا نن (پنجشنبې) د افغانستان بانک اعلان کړی، شل میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب نوري بي بي سي ته وویل دوی د افغانۍ د ارزښت ساتلو ته ژمن دي"د افغانستان بانک خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې له موږ سره کافي امکانات شته او د معقولو پولي سیاستونو په پام کې نیولو او د بازار اړتیا ته په پام سره به ګامونه اوچتوي."
اقتصادي شنونکي د افغانیو ارزښت لوېدو لامل افغانستان ته د ډالرو پر لېږد د ډونلد ترمپ نیوکې او د امریکا کانګرس له خوا د داسې تګلارې غوښتنه بولي چې د طالبانو د مالي ملاتړ مخه ونیسي.
د مجید زابلي څېړنیز بنسټ مشر شعیب رحیم وايي، د ولسمشر ټرمپ او امریکا د سنا غړو بحثونو ته ورته خبرې خپله د اسعارو پر مارکېټ فشار راوړي، "کله چې مارکېټ کې یو خبر خپور شي، دا خپله پر مارکېټ فشار واردوي. د دې اغېز ښايي تر یوې لنډې مودې پورې وي. ځکه له افغانستان سره د مرستو زیاته برخه بشري مرستې دي او د ځانګړو چینلونو له لارې ملګرو ملتونو ته رسېږي. چې هغوی یې بیا پرې انکشافي پروژو تطبیقوي."
وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جو بایډن پر ادارې نیوکې کړې وه او ادعا یې کړې وه، چې له امریکا میلیارډونه ډالر "افغانستان کې طالبانو" ته لېږل کېږي.
د ولسي افغانانو پر ژوند د افغانیو د بیو اغېزې
د افغانۍ ارزښت له ټېټېدو سره هم مهاله د افغانستان په بازارونو کې د توکو بیې لوړیږي چې ان د اړتیا وړ لومړني پېرل هم د بې وزلو افغانو کورنیو له وسه نه وي. په تېرو کې یو شمېر افغان ښارونو کې ولسي خلکو بي بي سی ته ویلی و، د ډالرو په لوړېدو او د افغانۍ د ارزښت له ټیټېدو سره سم هټیوال د توکو په بیو کې بدلون راولي.
افغان سوداګر وايي، دوی چې تر ډېره توکي له بهره راوړي او په ډالرو یې پېري نو د پیسو د بیو ادلون بدلون خامخا د دوی پر بازارونو اغېز پرېباسي.
تېره ورځ د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ خبرداری ورکړی، د ډونلډ ټرمپ له لوري د ۹۰ ورځو لپاره له بهرنیو هېوادونو سره د مرستو ځنډولو حکم به د افغانستان پر بشري حالت خورا ناوړه اغېز پرېباسي.
د دغې نړیوالې ادارې مشر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، افغانستان کې چې لا له وړاندې د بشري مرستو د رسولو چارې ټکنۍ شوي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مرستو بندولو حکم به "ناوریني" پایلې ولري.
د یادونې ده چې د نړیوال بانک په وروستي رپوټ کې راغلي و، د افغانستان شاوخوا ۶۶ سنله وګړي د ژوندانه بنسټیزې اړتیاوې په ډېرې خوارۍ پوره کوي او دا چې دغه هېواد کې بې روزګاري هم تر ټولو لوړې کچه ته رسېدلې ده.
د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ارزښت پام وړ بایللی و، خو وروسته یې د بېلابېلو علتونو له امله نه یوازې ثبات پیدا کړ بلکې ارزښت کې یې هم یو څه ښه والی راغی.