تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي که خلک وس نه لري؟
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي،کابل
له بي بي سي سره په ټلیفوني اړیکو کې په افغانستان کې خلک شکایت لري چې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې دي او له چارواکو غواړي چې کنټرول یې کړي.
په کابل کې د بي بي سي خبریال پاینده څرګند د پلازمېنې په خیرخانه مېنه کې له یوې ښوونکې شفیقې سره خبرې کړې چې له هټیواله د خوراکي توکو د بیو پوښتنه کوي.
اغلې شفیقې چې نه یې غوښتل غږ یې ثبت شي، د "سېر یا من" خوراکي توکو د پېر توان نه درلود، بلکې په "کیلو او چارک" یې مواد وپېرل.
شفیقه دوکاندار ته غصه وه چې قیمتونه یې لوړ کړي خو هغه ورته ویل چې تر پروسږکاله ارزان شوي دي.
هټیوال ویل، " تېر کال، همدا یوه میاشت مخکې بیې ښې وې، پنځه لیټره غوړي سږ کال نږدې یو نیم سل افغانۍ لوړ شوي، په یوه بوجۍ وريژو کې هم همدمره لوړوالی راغلی، په ټوله کې بیې لوړې شوې دي."
د دې معلومولو لپاره مې د کابل ښاروالۍ د لومړنیو خوراکي توکو د تېر کال او اوس نرخنامې سره پرتله کړې چې ایا خلک د توکو د پېر وس نه لري او که په تېر یوه کال کې بیې لوړې شوې دي.
که څه هم له یوه تر بل ځایه، او د ځینو دوکاندارانو نرخونه به لږ ښکته پورته وي، خو تېر کال شاوخوا همدا مهال د لسو مهمو خوراکي توکو بیې داسې وې:
۱- د عامو اوړو د یو کیلو بیه ۳۵ افغانۍ وه او اوس ۳۰ افغانۍ ده.
۲- د اولې سېلې وریژو بیه یو کیلو په ۱۰۸ وه او اوس ۸۰ افغانۍ
۳- لوبیا کیلو په ۱۴۴ وه او اوس ۱۱۲ افغانۍ ده.
۴- نخود کیلو په ۱۰۶ وو او اوس په ۸۰ افغانۍ
۵- مۍ ۶۵ وې، او اوس ۶۶ افغانۍ دي.
۶- بوره کیلو په ۷۰ و او اوس ۵۱ افغانۍ
۷- د پخلي ۱۶ کیلويي مایع غوړ لیتر په ۹۲ و، او اوس ۸۶ افغانۍ
۸- د پسه غوښه کیلو په ۴۵۰ افغانۍ اوس هم ۴۵۰
۹- د چرګ غوښه کیلو په ۲۰۰ افغانۍ وه او اوس په ۲۱۰ ده.
۱۰- اوبلن ګاز کیلو په ۵۸ و او اوس ۴۸ افغانۍ خرڅېږي.
د دې لپاره چې پرتله کولو کې لا ښې پایلې ته ورسېږو، په ګاونډي هېواد پاکستان کې مو هم د ځینو عمده توکو بیو ته کتنه وکړه.
له اسلام اباده د بي بي سي خبریال افتخار خان په پاکستان کې د ځینو خوراکي توکو بیې رالېږلې چې په دې ډول دي:
۱- یو کیلو اوړه په ۱۰۰ کلدارو دي چې شاوخوا ۲۵ افغانۍ کېږي.
۲- یو کیلو اوله سېله وریژې ۲۸۰ کلدارې دي، چې شاوخوا ۷۰ افغانۍ کېږي.
۳- یو کیلو لوبیا ۴۶۰ کلدارې، چې شاوخوا ۱۱۰ افغانۍ کېږي.
۴- یو کیلو مۍ ۳۲۰ کلدارې چې شاوخوا ۸۰ افغانۍ کېږي.
۵- یو کیلو بوره ۱۵۰ کلدارې چې ۳۶ افغانۍ کېږي. (توپیر یې ډېر دی)
۶- یو کیلو غوړي ۴۲۰ کلدارې چې ۱۰۲ افغانۍ کېږي. (لږ توپیر لري)
۷- یو کیلو د چرګ غوښه ۷۰۰ کلدارې چې ۱۷۰ افغانۍ کېږي. (ډېر توپیر لري.)
نرخونه یا بیې څوک او څنګه ټاکي؟
په پورتنیو ۷ قلمه توکو کې، پرته له بورې، غوړو او د چرګ غوښې، د نورو خوراکي موادو په بیو کې ډېر توپیر نه شته.
نو دې ته به راشو چې دا شته نرخونه څنګه او څوک ټاکي؟
کابل ښاروالي چې په بازارونو کې د نرخونو د کنټرول مسؤلیت لري، ویاند یې نعمت الله بارکزی وايي، د نرخونو په ټاکلو کې ډېرې ادارې ښکېلې دي او نړیوال لاملونه هم لري.
د هغه په وینا: "دغه ټول مواد په نرخنامه کې شته، ټول وارد شوي توکي دي چې نړیوال وضعیت ډېر حساس او په افغانستان نیغ په نیغه اغیز لري. مثلا، تېل او یا غوړي چې په نړۍ کې د کړکېچونو له امله یې بیې لوړې شوې دي. خو دلته چې څه شی په بازارونو کې شته، بیې یې کمسیون ټاکي."
د ښاغلي بارکزي اشاره د احتکار مخنیوي او د قیمتونو کنټرول کمیسیون ته ده چې د کابل والي یې مشري کوي او د ښاروالۍ په ګډون د استخباراتو، محکمې، حوزو، د سوداګرۍ خونې او د خوراکي موادو اړوند ټولنو استازي یې غړي دي.
دوی هغه نرخونه ټاکي چې د عامو خلکو په وینا لوړ دي. نو ځینې خلک د کابل منډوي بازار ته ځي چې که هلته لږ ارزانه په لاس ورشي.
د کابل په باغ قاضي سیمه کې د خوراکي توکو یو تن عمده پلورونکی نويد وایي: " یوه خبره خو دا ده چې په نړیواله کچه هم بیې ختلې دي او دویم دا چې ګمرګي تعرفې هم لږې لوړې شوې دي. موږ په دې اړه له سوداګرۍ وزارت سره هم غږېدلي یو چې بیې لږې ټيټې کړي."
هغه خوراکي توکي چې د مالیې وزارت له خوا یې تعرفه لوړه شوې، له عمده اقلامو دي.
ښاغلی نوید یې په اړه وایي: " مالیې وزارت پر نولس توکو مالیه لوړه کړې؛ مثلا اوړه چې مخکې پرې پنځه سلنه مالیه وه اوس لس سلنه شوې، پر وریژو هم مالیه له دوه نیم سلنې، لس سلنې ته پورته شوې، پر لوبیا هم همدومره مالیه لوړه شوې ده."
په اوسنیو شرایطو کې چې ګڼ خلک اوزګار دي ولې باید د مالیې وزارت پر مهمو خوراکو توکو تعرفه دومره لوړه کړي؟
په باغ قاضي او منډوي کې یو شمېر سوداګر او عمده پلورونکي فکر کوي چې د پاکستان له خوا پر افغان صادراتو د مالیې لوړولو په ځواب کې دا اقدام شوی دی.
خو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل یې ردوي او وایي: "د تعرفې ښکته او پورته کېدل یوازې له جنس سره تعلق لري، د کوم هېواد سره تعلق نه لري چې موږ تصمیم ونیسو د یوه هېواد په جنس تعرفه لوړه کړو او پر بل یې ښکته کړو."
ښاغلی حقمل د تعرفې د لوړولو لامل د کورنيو تولیداتو ملاتړ بولي.
د هغه په وینا، د تعرفې په کمېټه کې د دوی تګلاره دا ده چې په ټوله کې تعرفه یوازې پر هغو موادو پورته کېږي چې ورته کرنیز او یا صنعتي تولید په کور دننه شته وي.
دغه وزارت وایي، د افغانستان هغه کارخونې یا کرنیزه برخه چې د افغانستان د بازارونو اړتیا پوره کړي نو بیا په هماغه وارېدېدونکو توکو تعرفه لوړیږي.
که داسې وانګېرو چې د کمیت له امله په افغانستان کې تر لاسه کېدونکي محصولات دغه تشه ډکولی شي، بیا هم د اقتصاد پوهانو په وینا د کېفییت څرنګوالی او پر وخت د تقاضا په بازار کې د بدیلو خوراکي توکو عرضه کول به یوه ننګونه وي.
سوداګر وايي چې د اوس لپاره اړ دي د لوړې تعرفې واله مال وارد کړي او د بازار غوښتنه د تعرفې په پام کې نیولو سره رفع کړي. نو هغه وخت به د شفیقې په شان ښوونکو ته لا ګرانه شي.
هغې ته د خوارکي توکو اوسنی نرخ هم ګران و او ویل یې چې که په یوه روپۍ هم شي چې پیسې نه وي څه به کوي.