تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغانستان کې له ټاکلې بیې په لوړ نرخ توکي نه شي پلورل کېدای"
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت پیغام کې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د نرخونو د لوړېدو د مخنیوي سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې سوداګر او پلورونکي باید د خوراکي او اړتیا وړ نورو توکو بیې د امکان تر حده ټېټې کړي.
د هغه په وینا، د روژې میاشت د خواخوږۍ پیغام لري او په کې په ګېډه ماړه انسانان د لوږو له حاله خبرېږي.
هغه پر ټولو خلکو غږ کړی چې په روژه کې د بې وسه او بې وزله خلکو لاسنیوي وکړي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت د ملا محمد حسن اخوند پیغام په ویډیويي بڼه لوستې چې په یوه برخه کې یې راغلي:
"حکومتي چارواکي، توانمند او پانګوال دې د فقیرو افغانانو مرسته وکړي، په تېره هغه هېوادوال چې په زلزلو او نورو طبیعي پېښو کې زیانمن شوي، همدارنګه راستانه شوي کډوال، د شهیدانو کورنۍ، کونډې او یتیمان باید له یاده ونه باسو.
د روژې په راسېدو سره یو شمېر فرصت طلبه خلک په بازارونو کې د خوارکي او اړتیا وړ توکو نرخونه ناڅاپي لوړوي، تجاران او پلورونکي باید نرخونه د امکان تر حده راټیټ کړي، چې د بې وسه هېوادوالو مرسته وشي، ټول مسؤول چارواکي باید د نرخونو د لوړېدو د مخنیوي په موخه جدي نظارت او اړین اقدامات وکړي".
هټیووالو ته نرخنامې
خو چارواکي وايي وار دمخه یې په روژه کې د بیو د کنټرول او ټیټ ساتلو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.
په دې لړ کې د کابل ښاروالۍ هټیوالو ته خبرداری ورکړی که له ټاکلو نرخونو نه په لوړه بیه توکي وپلوري سخت چلن به ورسره وشي.
د چارواکو وینا ده چې د بیو د څار لپاره یوه کمېټه هم جوړه شوې او له تېرو دوه نیمو کالو راهیسې هره اونۍ دوکاندارانو ته نرخنامې سپارل کېږي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي بي بي سي ته وویل چې نرخنامې د یوه کمېسیون لخوا ټولو اړخونو ته په پام سره جوړېږي.
ښاغلي بارکزي زیاته کړه چې د کابل ښار د هرې ناحیې لپاره د بیو د څار د یوې ځانګړې ډلې د جوړیدو ترڅنګ د تیلفون یوه شمېره هم فعاله ده چې هر څوک کولای شي د توکو له لوړو بیو ورته شکایت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روژې له پیل سره هممهاله یو شمېر خلک د اړینو توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي، وايي په بازارونو کې توکي پریمانه خو بیې یې لوړې دي.
دیني عالمان د روژې په میاشت کې له یو بل سره پر ښېګڼو ټینګار کوي او وايي چې د امکان ترحده باید د یو بل لاسنیوی وشي، خو په بازارونو کې بیا د روژې میاشت د سختې ګرانۍ موده یاېيږي چې بې وزله وګړي په کې له خوارو خوار وي، ډېرو ته په روژه کې د بیو لوړېدل د ناوړه سوداګرۍ یو دود برېښي او د سوداګرو او هټیوالو د خرڅلاو سیزن یا وخت یې بولي.
خو طالب چارواکي وايي هرکله او په تېره بیا د روژې په میاشت کې د بیو کنټرول او څارولو ته ژمن دي او پرې به نږدي چې له ټاکلو نرخو په لوړو بیو توکي وپلورل شي.