طالبان، سیاست او افغانستان؛ په ۲۰۲۳ کال کې څه تېر شول؟

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

پای ته رسېدونکی ۲۰۲۳ زېږدیز کال د افغانستان لپاره له سیاسي بحثونو، لیدنو کتنو، غونډو او د زاړه سیاسي روایت له تکراره ډک کال و. خو له دې ټولو سره سره، په دغه کال کې نه په کور دننه د طالبانو په حکومتولۍ، کابینې او سیاست کې کوم لوی بدلون راغی او نه هم په نړیوال ډګر کې دومره لوی پرمختګ راغی چې د طالبانو حکومت په کې په رسمیت وپېژندل شي.

د طالبانو د چارسمبالي حکومت مشروعیت او د نړیوالو له خوا یې پېژندل د ګڼو بحثونو سرټکي جوړوي.

سره له دې چې د سیمې هېوادونه، امریکا، اروپا او عربي هېوادونه د طالبانو له حکومت سره په ملګرتیا کې مشترکې ګټې لري، له ترهګرۍ او مخدره توکو سره په مبارزه، په اقتصادي پراختیا او له کډوالۍ د مخنیوي په برخه کې د طالبانو حکومت همکاري یې په ګټه تمامېدای شي خو په رسمیت پېژندنې ته یې زړه نه ښه کوي. طالبانو چې په لومړي سر کې ټول واک ترلاسه کړ نو قطر، ترکیه، روسیه، چین او پاکستان لومړني هېوادونه ول چې د تودو اړیکو پالل یې پیل کړل او ګمان کېده چې ځینې به یې په رسمیت هم وپېژني. خو په افغانستان کې د درس او تحصیل او بشري حقونو په اړه نړیوالو اندېښنو ټولو هېوادونو ته سره کرښه وکاږله.

په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د سیاسي تحولاتو مرور مو، په همدې مودې کې د وقايع، رپوټونو او بحثونو پر بنسټ کړی دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کورنی او نړیوال مشروعیت

د کورني او نړیوال مشروعیت بحث به د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په خبرو پیل کړو چې تر اوسه د حکومت مهمې لاسته راوړنې رانغاړي.

ښاغلی مجاهد وايي، "اسلامي امارت له راتګ سره یوه لویه لاس‌ته راوړنه دا وه چې یو بهرنی اشغال او بهرني ځواکونه چې دلته مسلط وو، هغه له افغانستانه ووتل. دویمه دا چې له دې سره دلته یوه لویه جګړه پای ته ورسېده چې څلوېښت کاله یې دوام کړی و، هر کور او هر افغان یې ځورولی و. درېیمه دا چې یو واحد مرکزي حکومت منځ ته راغی چې د ډېرو فتنو مخه یې ونیوله."

دا چې آیا په کور دننه د طالبانو حکومت خپل مشروعیت له څه بولي هم د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې مطرح شوې پوښتنه وه او ښاغلی مجاهد یې په ځواب کې وايي، "دې ولس که له موږ سره فاصله درلودلی او زموږ حمایت یې نه کولای نو بیا موږ هم په دومره لوی قوت کې نه شوای کولای چې دا هېواد اداره کړو، موږ هغه نظامونه لیدلي چې ولسي حمایت یې نه درلود"

خو د پخواني نظام د ولسې جرګې غړې شینکۍ کړوخېل که یو خوا د طالبانو اوسنی چارسمبالی حکومت مشروع نه بولي نو بلخوا وايي چې د اوسنۍ تګلارې له دوام سره د راتلونکې لپاره هم د نظام مشروع کول یوه ننګونه ده.

اغلې کړوخېل زیاتوي، "د افغانستان خلکو ته باید غږ ونیول شي، ولس سره باید مشوره وشي، ځکه چې دلته قومونه دي، شوراګان، مشران او ځوانان دي او دلته د افغانستان ملت پیاوړې مېرمنې دي."

د نړیوال مشروعیت مسله، د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۲۶مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش له خوا د امنیت شورا ته په وړاندې شوي رپوټ کې د افغان ښځو او نجونو د زدکړې په ګډون د بشري حقونو نقض او ځینو نورو مواردو ته په کتو، فیصله شوې چې د طالبانو حکومت د اوس لپاره په رسمیت نه پېژني. خو تعامل به ورسره کوي او ګډه نړیواله تګلاره به یې پر وړاندې لري.

د طالبانوحکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په بهرني سیاست کې خپله تګلاره او په ګاونډ او نړۍ کې له نورو هېوادونو سره د مناسباتو جوړول یو بریالیتوب بولي.

ښاغلی متقي وايي، "عام ذهنیت دا دی چې افغانستان په رسمیت نه دی پېژندل شوی، زه اوس هم دا نه رسمیت د تېر رژیم په رسمیت نه ورکوم. تېر رژيم دې له پاکستان سره په جنجال و، له ایران سره په جنجال، د مرکزي اسیا هېوادو سره په جنجال، په میاشتو میاشتو لارې بندې، نرخونه کله اسمان ته رسېدل، کله مځکې ته راټیټدل، نن الحمدالله په تېر کال کې له ټولو شپږو ګاونډیو هېوادو سره زموږ اړیکې مثبتې دي. یوه لاره مو هم نه ده بنده شوې. که بنده شوې وي په درو څلورو ورځو کې یې غم خوړل شوی، فوراً خلاصه شوې، همدغه به رسمیت وي."

ښاغلی متقي د سترو هېوادونو لکه چین او روسیې د سفارتونو پرانستوالی له مفهوم ډک ارزوي او وايي، "موږ خپله په دې ټولو هېوادو کې رسمي استازي او نوي ډېپلوماتان لېږلي دي، تجارت مو ورسره روان دی، راشه درشه مو شته. خو همدغه دي نو، رسمیت خو وي ‌د همدې لپاره چې سړی له چا سره تجارت ولري، ستا ویزه ومني، دې تا پاسپورټ ومني، دې تا سفارت ومني او ته د ده سفارت ومنې. او پاتې شول هغه پنځوس ملکه چې دا شل کاله له موږ سره جنګېدلي دي، له هغوی به دا تمه نه کوو چې په موږ دې ګلان وشیندي."

خو په ناروې کې د پخواني نظام سفیره شکریه بارکزۍ مشروعیت د خلکو او حکومت ترمنځ د واک په وېش کې ویني.

اغلې بارکزۍ وايي، "مشروعیت له خلکو ترلاسه کېږي. دغه مشروعیت واک رامنځ ته کوي، هغه ځواک چې د خلکو او حکومت تر منځ وېشل کېږي، څه چې طالبان یې له کمښت سره مخ دي."

د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد کابل ته تللې وه او د طالبانو له ځینو حکومتي چارواکو سره یې ناستې ترسره کړې. تر ستنېدو وروسته یې وویل، آن د ډېرو محافظه کارو طالب مشرانو لپاره هم په نړیواله کچه د دوی په رسمیت پېژندنه مهمه خبره ده. دې ویلي ول چې په هرې ناستې کې به چارواکو همدا خبره مطرح کوله، نو که تمه وي چې طالبان د بشري حقونو مراعاتولو ته ژمن شي باید په رسمیت پېژندنه د فشار وسیلې په توګه وکارول شي.

چارسمبالی حکومت، مقررۍ او د مولوي هبت الله آخوندزاده فرمانونه

په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانوحکومت لا هم چارسمبالی پاتې شو او په کابینه کې لوی بدلون رانغی. فرانسه مېشتی سیاسي کارپوه ډاکتر روستار ترکی د واک انحصار د طالبانو د حکومت یوه عمده نیمګرتیا بولي.

ښاغلی ترکی زیاتوي، "ټول کلیدي پوستونه د طالبانو د تحریک د غړو په لاس کې دي او دغه انحصاري قوت په سیاسي لحاظ هم په افغانستان کې دننه او هم د باندې د طالبانو حکومت پر وړاندې نیوکې رامنځ‌ته کړې دي"

خو دا چې ولې حکومت له سرپرستۍ نه وځي، ښاغلی مجاهد وایي، ‌"نیمګړتیاوې باید پوره شي چې موږ په نوي نظام باندې بدل شو. هغه نیمګړتیاوې د قانون په برخه کې هم شته او د شوراګانو په برخه کې هم شته، د ولسي حضور په برخه کې هم شته چې باید هم تعریف شي او هم بحث پرې وشي او هم میکانېزم ورته جوړ شي."

په تېر ۲۰۲۳ کال کې هم لوېدیځو هېوادونو ګڼ مسلکي او په سیستم بلد افغانان خپلو هېوادونو ته ولېږدول، بل لور ته په طالبانو کې د مسلکي خلکو نه شتون، کار اهل کار ته سپارل ګران کړي دي. څه موده وړاندې د طالبانو د خوړو او درملو اداره چې یوه له مهمو هغو بلل کېږي، وویل چې د مسلکي کسانو او متخصصینو له جدي کمښت سره مخامخ ده.

په نورو برخو کې چې عام خلک هم په کې کار کولی شي، ځینې خلک طالبان په دې تورنوي چې غیر طالب کسانو ته په اسانه کار نه ورکوي. په همدې اړه د طالبانو مشر مولوي هبت الله آخوندزاده فرمان صادر کړی و چې لوړپوړي چارواکي نه شي کولی خپل خپلوان په خپلې ادارې کې مقرر کړي.

د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر سراج الدین حقاني بیا امنیتي ادارو ته ویلي ول چې د "ډېرې تېزۍ او توندۍ" پر ځای له خلکو سره "له ښو اخلاقو" کار واخلي او له "نظامه یې زړه توري نه کړي."

د نورو فرمانونو ترڅنګ ښاغلي آخوندزاده ښځو ته د میراث حق د ورکړې په اړه هم فرمان ورکړی و چې د ښه پلي کېدو ډېر معلومات یې نه شته، خو هغه فرمان چې نړۍ یې هم ښه تطبیق ستايي پر کوکنارو د بندیز دی. دغه فرمان په ۲۰۲۳ کال کې داسې پلی شو چې په افغانستان کې یې د کوکنارو کرکیله ۹۵ سلنه کمه کړه.

په حکومت کې دننه، د نجونو پر سبق له بندیز پرته، پر کومې بلې مسلې په حکومت کې دننه مخالفت برملا نه شو.

په ۲۰۲۳ کال کې هم ځینې لوړپوړي چارواکي د نجونو د زدکړو په ملاتړ وغږېدل او د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي تر وار وار تکرار وروسته یو ځل بیا له خپلو مشرانو وغوښتل چې بندیز لېرې کړي. ده د نجونو له زدکړو سره مخالفت د ځینو کسانو شخصي "خواهشات" وبلل.

په خصوصي ناستو کې هم ځینو طالب چارواکو د نجونو پر زدکړو د بندیز مخالفت کړی او دا یې د ټولو په مشوره نه بلکې د مشرتابه پرېکړه بللې.

ملګري ملتونه، سفارتونه او د افغانستان استازولي

د طالبانو حکومت او ملګري ملتونه او په نړۍ کې د افغانستان استازولي په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان اړوند مسلو لویه برخه وه.

نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان یوازینی استازی دی. دی د اوسني واکمن حکومت استازیتوب نه کوي بلکې ځان د هغه حکومت استازی بولي چې نور نه شته.

پاکستاني پلاوي یو ځل په عمومي اسمبلۍ کې ښاغلی فایق په اصطلاح "هېڅ‌کاره" وباله چې د ښاغلي فایق له توند ځواب سره مخ شو او ده د پاکستان پر ضد هغه خبرې وکړې چې د پخواني او اوسني حکومت مشترک شکایتونه بلل کېږي، په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې بد ګاونډیتوب.

د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته ویلي وو چې په عمومي اسمبلۍ کې یې د افغانستان د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ټول شرایط بشپړ کړي دي. خو ملګري ملتونو تر اوسه هم د پخواني نظام سفیر نصیراحمد فایق لېرې نه کړ او د طالبانو له خوا ورپېژندل شوی په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر سهېل شاهین یې ونه مانه.

ملګري ملتونه وايي په نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان د استازي نه شتون تاوان عام وګړي پرې کوي، ځکه چې د ګڼ شمېر سیمه‌ییزو او نړیوالو لومړیتوبونو ترلاسه کولو کې یې توان محدودوي.

د افغان وګړو سفر محدود شوی او سوداګري له کلکو ننګونو سره مخامخ ده.

همدا خبره ښاغلی شاهین هم کوي او له ملګرو ملتونو د لومړي اقدام تمه لري.

دی وايي، "کوم بندیزونه چې د فشار په توګه استعمالېږي له هغه نه د افغانستان ولس کړېږي"

ګڼ افغان سفارتونه په ۲۰۲۳ کال کې هم لکه ښاغلی فایق چې په ملګرو ملتونو کې دی ، ځانونه پخواني نظام پورې اړوند بولي.

له ځینو حقوقي او مالي ستونزو سره تر مخامخ کېدو وروسته یو شمېر سفارتونه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره جوړ جاړي ته ورسېدل. لکه په هند کې افغان سفارت چې اوس فعال دی خو د طالبانو نه بلکې ملي بیرغ پرې رپېږي.

هندي چارواکي په دې اړه خبرې په شمار کوي.

دوه میاشتې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په لندن او ویانا کې د افغانستان سفارتونه د باور وړ نه دي.‌ وزارت یې لامل دا بللی و چې دغه سفارتونه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره همغږي نه لري.

تر دغه وړاندې د اسپانیا پلازمېنه ماډریډ کې د افغانستان سفارت ویلي ول چې کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دی.

په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان بهر ژوند کوي، د سفارتونو شنډوالی هم دوی شدیداً اغېزمنوي او هم لویه ضایعه ده.

ټولګډونی حکومت او سیاسي مخالفې ډلې

د ټولګډوني حکومت جوړولو د وړاندیز پر وړاندې د طالبانو نه بدلېدونکي دریځ او همدارنګه د بشري حقونو او په تېره بیا د ښځو او نجونو پر کار او زدکړو د بندیز دوام، په کور دننه د همه شمول حکومت خبره پیکه کړې. خو په واشنګټڼ، مسکو او ویانا کې د طالبانو حکومت ځینې سیاسي مخالفین د طالبانو حکومت پرځول غواړي.

په ۲۰۲۳ کال کې په روسیې او اتریش کې د سیاسي مخالفینو تر ټولو لویې ناستې ترسره شوې چې په کې ځینې له دې ناهیلي ول چې طالبان دې د دوی غوښتنو ته غوږ ونیسي، نو وسله وال مخالفت یې غوره باله.

د طالبانو مخالفین له دې شدید ډار لري چې نه شي دغه اوسنی حکومت په رسمیت وپېژندل شي او مشروعیت ومومي. نو ځکه په دوامداره توګه له نړیوالې ټولنې غواړي چې په رسمیت یې ونه پېژني.

داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه د طالبانو د سیاسي مخالفینو او د پخواني نظام د کسانو د هر هغه وړاندیز ملا نه تړي چې وسله په کې ښکېله وي.

ملګرو ملتونو په خپل وروستي رپوټ کې د افغانانو او نړیوالې ټولې واحد نظر ته اشاره کړې چې نه غواړي افغانستان بیا د وسله والې جګړې شاهد وي.

د چارو څارونکي وايي، بین الافغاني مذاکرې باید بیا پیل شي. ځکه چې تجربې ښودلې چې د نورو ګوښه کول ښې پایلې نه لري. همدارنګه له ګاونډیانو سره اوسنیو نازکو حالاتو ته په کتو د لاسوهنې لپاره پلمه پیدا کېږي.

اوسنی تعامل تر څو؟

د ملګرو ملتونو وروستی رپوټ کاږي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اوسنی تعامل کارنده نه دی.

د دغه سازمان په وینا نه د افغانانو له بشري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړتیاو سره مرسته کوي او نه هم د ګاونډیانو په ګډون د ملګرو ملتونو برخوالو هېوادونو اندېښنو ته ځواب وایي.

ملګري ملتونه وړاندیز کوي چې د تعامل داسې یوې تګلارې ته اړتیا شته چې د تېرو هڅو تجربه او پوهه ولري، د افغانانو پر اړتیاو تمرکز ولري او په افغانستان کې اوسني سیاسي واقعیتونه په پام کې ونیسي.

ملګرو ملتونو د روان کال په ترڅ کې څو څو ځلې په خپلو ارزونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو حالت ناوړه وباله، په تېره بیا د ښځو او نجونو پر وړاندې مخ په ډېرېدونکی دوه ګونی چلند چې د دوی په وینا ورځ تر بلې یې له عام ورځني ژونده څنډې ته کوي.

د کال پای

د ۲۰۲۳ کال په وروستیو ورځو کې، د اسلامي نړۍ د علمانو د اتحادیې د لوړ پوړي پلاوي په ګډون د سیمې او نړۍ ځینو چارواکو کابل ته سفرونه وکړل.

بهرني سیلانیان او یوټیوبران له افغانستانه ښې خاطرې له ځانه سره وړي او اټکل دی چې په ۲۰۲۴ کال کې به لا ډېر بهرني سیلانیان افغانستان ته ولاړ شي.

له ګاونډیانو سره اړیکي نسبي ثبات ته رسېدلي خو له پاکستان سره هغومره ترینګلې شوي لکه د پخواني نظام.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د غږیزو مرکو لړۍ پیل کړې او د افغانستان پر مسلو، پرته له دې چې پر چا ولګېږي، "حللار موندونکي نظرونه" څرګندوي.

په دوحه کې په یوې سترې ناستې کې د افغان ښځو د ناوړه وضعیت پر بدلولو ټینګار وشو خو د طالبانو حکومت چې اختیار یې لري په کې حضور نه درلود.

افغانستان ته الوتنې ډېرې شوي خو د طالب چارواکو سفرونه محدود دي.

ځینې مهم مشران یې لا اوس هم د بندیزونو په لست کې دي. تازه د بشري حقونو د ورځې په مناسبت امریکا د طالبانو حکومت د امر بالمعروف پر وزیر خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ پر مشر فريد الدين محمود تازه بنديزونه ولګول.

لامل یې د نجونو او ښځو له پوهنې سره مخالفت او د افغانانو د بشري حقونو تروړنه کې ښکېلتیا بللې ده.

طالبان له نړیوالې ټولنې غواړې چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. نړۍ بیا وايي چې اوسني حاکمان دې د خپلو خلکو بشري حق وپېژني.

نو په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې سیاسي وضعیت د شطرنج په لوبه کې د سټېل مېت هغه حالت ته رسېدلی ښکاري چې د یو چا وار وي خو نه مات شوی وي او نه هم کومې خوا ته خوځېدای شي.