"افغانستان کې له ټاکلې بیې په لوړ نرخ توکي نه شي پلورل کېدای"

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت پیغام کې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د نرخونو د لوړېدو د مخنیوي سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې سوداګر او پلورونکي باید د خوراکي او اړتیا وړ نورو توکو بیې د امکان تر حده ټېټې کړي.

د هغه په وینا، د روژې میاشت د خواخوږۍ پیغام لري او په کې په ګېډه ماړه انسانان د لوږو له حاله خبرېږي.

هغه پر ټولو خلکو غږ کړی چې په روژه کې د بې وسه او بې وزله خلکو لاسنیوي وکړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت د ملا محمد حسن اخوند پیغام په ویډیويي بڼه لوستې چې په یوه برخه کې یې راغلي:

"حکومتي چارواکي،‌ توانمند او پانګوال دې د فقیرو افغانانو مرسته وکړي، په تېره هغه هېوادوال چې په زلزلو او نورو طبیعي پېښو کې زیانمن شوي، همدارنګه راستانه شوي کډوال، د شهیدانو کورنۍ، کونډې او یتیمان باید له یاده ونه باسو.

د روژې په راسېدو سره یو شمېر فرصت طلبه خلک په بازارونو کې د خوارکي او اړتیا وړ توکو نرخونه ناڅاپي لوړوي، تجاران او پلورونکي باید نرخونه د امکان تر حده راټیټ کړي، چې د بې وسه هېوادوالو مرسته وشي، ټول مسؤول چارواکي باید د نرخونو د لوړېدو د مخنیوي په موخه جدي نظارت او اړین اقدامات وکړي".

هټیووالو ته نرخنامې

دې YouTube پوسټ نه تېرشئ
ایا له Google YouTube نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده په YouTube کې منځپانګه ښايي خبرتیاوې ولري.

د ‍پوسټ YouTube پای

خو چارواکي وايي وار دمخه یې په روژه کې د بیو د کنټرول او ټیټ ساتلو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.

په دې لړ کې د کابل ښاروالۍ هټیوالو ته خبرداری ورکړی که له ټاکلو نرخونو نه په لوړه بیه توکي وپلوري سخت چلن به ورسره وشي.

د چارواکو وینا ده چې د بیو د څار لپاره یوه کمېټه هم جوړه شوې او له تېرو دوه نیمو کالو راهیسې هره اونۍ دوکاندارانو ته نرخنامې سپارل کېږي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي بي بي سي ته وویل چې نرخنامې د یوه کمېسیون لخوا ټولو اړخونو ته په پام سره جوړېږي.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه چې د کابل ښار د هرې ناحیې لپاره د بیو د څار د یوې ځانګړې ډلې د جوړیدو ترڅنګ د تیلفون یوه شمېره هم فعاله ده چې هر څوک کولای شي د توکو له لوړو بیو ورته شکایت وکړي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې د روژې له پیل سره هممهاله یو شمېر خلک د اړینو توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي، وايي په بازارونو کې توکي پریمانه خو بیې یې لوړې دي.

دیني عالمان د روژې په میاشت کې له یو بل سره پر ښېګڼو ټینګار کوي او وايي چې د امکان ترحده باید د یو بل لاسنیوی وشي، خو په بازارونو کې بیا د روژې میاشت د سختې ګرانۍ موده یاېيږي چې بې وزله وګړي په کې له خوارو خوار وي، ډېرو ته په روژه کې د بیو لوړېدل د ناوړه سوداګرۍ یو دود برېښي او د سوداګرو او هټیوالو د خرڅلاو سیزن یا وخت یې بولي.

خو طالب چارواکي وايي هرکله او په تېره بیا د روژې په میاشت کې د بیو کنټرول او څارولو ته ژمن دي او پرې به نږدي چې له ټاکلو نرخو په لوړو بیو توکي وپلورل شي.