افغانستان کې درې‌نیم میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخېدونکي دي

کابل کې د اندرا ګاندي روغتون کې یو ناروغ ماشوم او مور یې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کابل کې د اندرا ګاندي روغتون کې یو ناروغ ماشوم او مور یې

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام 'ډبلیو‌اېف‌پي' ویلي، په دې هېواد کې درې‌نیم میلیونه ماشومان په روان کال کې له خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې په وینا یې لامل یې د خوړو له اړخه له افغان ماشومانو سره د نړیوالو مرستو او تمویل کمېدل دي.

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مرستیاله مشرې ویلي، دوی اوسمهال په افغانستان کې د ماشومانو له شدیدې خوارځواکۍ او د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

موټینټا چیموکا پر ټوېټر یوه وېډیويي پیغام کې ویلي: "موږ اوسمهال په افغانستان کې د ماشومانو د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ یو چې دا په هېواد کې د خوړو د کمښت تاریخ کې لوی کړکېچ دی. سږ کال به درې‌نیم میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ شي".

ډبلیو‌اېف‌پي وايي، په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ له کبله په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته کېږي او هغو میندو چې د راتلونکي نسل خپلو ماشومانو ته یې باید پۍ ورکړې وای، خپله هم په خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو دغه نړیواله اداره وايي، دا یوازې شمېرې نه دي، بلکې دا د وخت پر وړاندې سیالي ده چې موږ یې د درولو توان لرلی شو.

"له کافي بسپنې سره، موږ دا توان لرو چې د ماشومانو او د هغوی د مېندو خوارځواکي راکمه کړو. دا کار یوازې یوه ورځ کې نه کېږي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره اوږدمهال ته اړتیا لري".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د خوړو نړیوال سازمان په وینا، دوی تېر کال له څه باندې نهه میلیون افغانانو سره د ژوند ژغورلو برخه کې مرسته کړې ده.

دغې ادارې د تېرې مارچ میاشتې وروستیو کې هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان کې له درې میلیون ډېر تنکي ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخېدونکي دي.

د خوړو په برخه کې دغه اداره وايي، د افغانستان د نفوس نژدې درېیمه برخه (تر ۱۵ میلیونه وګړي) د ژوندي پاتېدو لپاره بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري. په هرو څلورو کورنیو کې درې یې باید د بنسټیزو خوړو د اخیستلو لپاره پیسې پور کړي.

د افغانستان لپاره د نړیوال خوراکي پروګرام د تغذیې مشرې مونا شیخ ویلي: "خلک په خورا سخت وضعیت کې دي."

"موږ زښتې ډېرې ښځې او ماشومان وینو چې کلینیکونو ته راځي. په دوی کې ګڼې یې ځوانې مېندې دي."

مونا شیخ

د عکس سرچینه، @WFP_Afghanistan

د عکس تشریح، مونا شیخ:‌ "خلک په خورا سخت وضعیت کې دي." "موږ زښت ډېرې ښځې او ماشومان وینو چې کلینیکونو ته راځي. په دوی کې ګڼې یې ځوانې میندې دي."

د ډبلیو‌اېف‌پي خوراکي مرسته تر ډېره هغو ښځو لپاره وروستۍ مرستې دي، چې د خپلو ماشومانو لپاره د بنسټیزو مغذي او اړینو خوړو پېرلو پخ برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

خو له محدودیتونو سربېره، دا د افغانستان په ټولنه کې ښځې لا نورې ګواښي او اړې کېږي چې خپلو ماشومانو ته د تغذیې لپاره ناممکنې پرېکړې وکړي.

مغذي هغو خوراکي توکو ته ویل کېږي چې د بدن لپاره ضروري مواد لري او د انرژۍ، ودې او صحي فعالیتونو لپاره مهم دي، لکه ویټامینونه، منرالونه، پروټینونه، غوړي او کاربوهایډریټونه.

اغلې شیخ زیاتوي: "هر کال، زموږ له اټکل ډېرې ښځې وینو چې روغتونونو ته راځي. که مېندې د تغذیې کمی ولري، ماشومان یې هم زیانمنېږي."

"تېر کال، ډبلیو‌اېف‌پي د افغانستان په ټولو فعالیتونو کې نژدې ۱۰ میلیونه ښځو او ماشومانو ته رسیدګي کړې، چې په دې کې د یو میلیون مېندو او یو عشاریه څلور میلیون ماشومانو، چې ۸۲۹,۰۰۰ یې نجونې وې، د مغذي رژیم درملنه شاملېده خو لا زیاتې هڅې ته اړتیا ده. د ښځو په مشرۍ کورنۍ دوه ثلثه نه شي کولی اړین خواړه برابر کړي، چې دا د نارینه مشرتابه کورنیو پرتله ۲۰ سلنه زیات دی".

نوموړې زیاتوي، په روان ۲۰۲۵ کال کې، تمه کېږي چې په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ځوان ماشومان د تغذیې کمی ولري.

دا خورا لویه ستونزه ده. موږ په تېرو څلورو کلونو کې داسې څه نه دي لیدلي.

سربېره پر دې، ۱،۲ میلیونه مېندوارې او پۍ ورکوونکې مېرمنې د تغذیې کمی لري او بېړني درملنې او تغذیې ملاتړ ته اړتیا لري.

په سالنګ ولسوالۍ کې، یوه ښځه چې د ډبلیواېف‌پي مرسته ترلاسه کوي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په سالنګ ولسوالۍ کې، یوه ښځه چې د ډبلیواېف‌پي مرسته ترلاسه کوي

مونا شیخ زیاتوي: "کله چې ماشوم یا ښځه د تغذیې کمی ولري، موږ باید مرسته ورسره وکړو، که نه نو دا وضعیت د تغذیې پر شدید کمښت بدلېږي چې ژوند ته ګواښ پېښوي. د منځنۍ درجې د تغذیې کمي لرونکو ماشومانو لپاره د مرګ خطر خورا لوړ دی - د هغو ماشومانو پرتله چې د تغذیې کمی نه لري درې برابره لوړ دی.

په افغانستان کې ښځې او ماشومان په ځانګړې توګه د د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخېږي خو د مالي مرستو کمښت په دې مانا کېدی شي چې ډبلیو‌اېف‌پي یوازې له دوو کلونو د ټیټ عمره ماشومانو لاسنیوی کولی شي، چې په وینا یې تی ورکوونکې مېندې د تغذیې د کمښت مخنیوي لپاره یوازې نیمه اندازه خواړه ترلاسه کولی شي.

افغانستان غوندې هېواد کې د روغتیايي رضاکارانو رول مهم دی.

دا یو غرنی هېواد دی، که څه هم روغتیايي بنسټونه او مرکزونه شته، خو د ترانسپورتي اسانتیاوو د کمښت له کبله ښځو او ماشومانو ته ګرانه ده چې روغتیايي ‌مرکزونو ته پر وخت ورسېږي.

ډبلیو‌‌اېف‌پي وايي، دوی اوس په دې کړکېچن حالت کې یوازې د شپږو میلینو خلکو لپاره بېړنۍ خوراکي مرستې چمتو کولی شي