د ځانګړو ځواکونو لوړ پوړي جنرال بریتانیا ته د افغان 'جنګي جرمونو' د شاهدانو د ورتګ د مخنیوي څارنه کوله

Gen Sir Gwyn Jenkins, in military uniform with medals on his chest, standing in front of the Commando Memorial in Locharber in the Scottish Highlands

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، جنرال سر ګواین جنکېنز په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو مشري په داسې وخت کې کوله چې ادعا شوي جنګي جرمونه ترسره کېدل.
    • Author, هنه اوګراډې او جوئل ګونټر او روري ټېنمن
    • دنده, بي بي سي پانوراما

د بي بي سي پانوراما په ډاګه کړې چې په بريتانيا کې د مېشتېدو لپاره د افغان کومانډو ځواکونو د سلګونو غوښتنليکونو پروسه د يوه لوړ پوړي جنرال لخوا چې وړاندې په افغانستان کې د بريتانوي ځانګړو ځواکونو (اېس اې اېس) د جنګي جرمونو د شواهدو راپور نه و ورکړی، څارل کېده.

دغو کومانډو ځواکونو په افغانستان کې د بريتانوي ځانګړو ځواکونو سره يو ځای دنده ترسره کړې وه.

جنرال سر ګواين جنکېنز هغه مهال په افغانستان کې د بريتانوي ځانګړو ځواکونو قومانده پر غاړه لرله چې ادعا شوي جرمونه ترسره شوي وو. نوموړي وروسته د ځانګړو ځواکونو يو افسر چې په افغانستان کې يې دنده ترسره کړې وه په بريتانيا کې د مېشتېدو لپاره د افغان کمانډويانو د غوښتنليکونو د کتنې مسئول وګوماره.

وروسته د هغو کسانو زرګونه غوښتنليکونه چې د "ټرېپلز" په نامه ځواکونو سربېره يې له افغان ځانګړو ځواکونو سره د دندې ترسره کولو معتبر شواهد لرل رد شول.

د دغو کسانو د غوښتنو ردېدل جنجالي شوي، ځکه هغه مهال په بريتانيا کې د يوه قاضي په مشرۍ عامه پلټنه پيل شوې وه چې د بريتانوي ځانګړو ځواکونو د جنګي جنايتونو تورونه څېړي، دا هغه عمليات وو چې ټرېپلز هم په کې شامل و.

که دغه کمانډويان بريتانيا ته راغلي وی، ښايي په دغو پلټنو کې يې شاهدي ورکړې وی. دغه پلټنه د بهر مېشتو بهرنيو وګړو د شاهدۍ اخيستو قانوني صلاحيت نه لري.

د پخوانيو همکارانو د کورنيو غړو او وکيلانو په وینا ځينې هغه کسان چې بريتانيا کې يې د مېشتېدو غوښتنه رد شوې وروسته د طالبانو له خوا شکنجه او وژل شوي دي.

د بريتانيا دفاع وزارت کې د داخلي برېښناليکونو او شاهديو له مخې چې د بي بي سي پانوراما ترلاسه کړې د بريتانیا د ځانګړو ځواکونو افسر د بيا مېشتېدنې د ملکي کارکوونکو څارنه کوله او هغوی ته يې امر کاوه چې د افغان ټرېپلز سرتېرو غوښتنليکونه د هغو دلايلو پر بنسټ چې سرچينو بې اساسه بللي يو پر بل پسې رد کړي.

يوې لوړ پوړې حکومتي سرچينې چې د دې قضيو په اړه معلومات لري بي بي سي ته ويلي، د ځانګړو ځواکونو افسر هېڅکله له لارښوونې پرته عمل نه دی کړی او زياته کړې يې ده چې هر څه د ګيوين جنکېنز په اجازه ترسره شوي دي."

A still image from video showing Afghan special forces in camouflage aiming their weapons during what appears to be a military exercise
د عکس تشریح، د ټرېپلز په نامه کومانډويانو له بريتانوي ځواکونو سره يو ځای جګړه کوله

هغه مهال په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۱ کلونو کې جنرال جنکېنز د بريتانوي ځانګړو ځواکونو قومندان و. نوموړی اوس د دفاع وزير جان هېلې يو لوړ پوړی ستراتېژيک سلاکار دی او ويل کېږي چې د بريتانيا د شاهي سمندري ځواک مشرۍ لپاره يو مخکښ نوماند بلل کېږي.

د بي بي سي پانوراما پروګرام له مخې جنرال جنکېنز په افغانستان کې د بريتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا د غير قانوني وژنو له تورونو خبر و خو د دې په اړه يې پوځي پوليسو ته خبر نه و ور کړی، سره له دې چې دا يې قانوني مکلفيت و او دغه غير قانوني مشکوکې وژنې روانې وې.

د بي بي سي پانوراما اوس د هغو پخوانيو سرتېرو شاهدۍ اورېدلې چې د بريتانيا په ځانګړو ځواکونو کې يې دنده ترسره کړې.

جنرال جنکېنز د دې راپور په اړه د غبرګون ښودلو لپاره د بي بي سې غوښتنې ته ځواب نه ورنکړ. د بريتانيا د دفاع وزارت د هغه په استازيتوب په يوه بيان کې وويل، هېڅ داسې شواهد نشته چې ادارې دې هڅه کړې وي چې پخواني افغان ځواکونه د شاهدۍ له ورکولو منع کړي. اعلاميه زیاتوي، "هر څوک کولی شي شاهدي ورکړي... که هغه د نړۍ په هر ګوټ کې وي."

د دفاع وزارت دا هم وايي، دوی "په دې ژمنه کلک ولاړ دي چې بريتانيا ته د مستحقو افغانانو د لېږد او بيا مېشتېدو ژمنه پوره کړي."

په بيان کې دا هم ويل شوي چې "د بيا مېشتېدنې هره غوښتنه به د "ارپ" پروګرام او د کډوالۍ د مقرراتو له مخې د خپلو ځانګړو معيارونو پر بنسټ اروزل کېږي."

د ټرېپلز په نامه د افغان کمانډويانو د غوښتنليکونو ردېدل د "ارپ" پروګرام د کارکوونکو له خوا يې مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوستی، ځکه ډېری غوښتنليکونو کې له بريتانوي ځانګړو ځواکونو سره د خدمت قوي شواهد شامل وو.

د يو تن غوښتنليک په داسې حال کې رد شوی چې له جنرال جنکېنز سره يې د دندې پر مهال عکسونه هم سپارلي وو.

د حکومت له بيا کتنې وروسته په سلګونو رد شوي غوښتنلیکه بېرته منل شوي دي.

د پانوراما له خوا ترلاسه شوي لیک له مخې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د کابينې غړو تر منځ اندېښنې راپورته شوې وې چې ولې د بریتانيا ځانګړي ځواکونه د ټرېپلز غوښتنليکونو د رد يا وېټو حق لري.

هغه مهال د پخوانيو سرتېرو وزير جاني مرسر د بريتانيا محافظه کار ګوند لوړ پوړو غړو ته په يوه لیک ويلي وو چې په دې بهير کې د بريتانوي ځانګړو ځواکونو رول "ډېر نامناسب" او "له ګټو سره په ښکاره تضاد کې دی چې بايد ټولو ته روښانه وي."

نوموړي زياته کړې وه، د دې ليک استولو ته ځکه مجبور شو چې داسې شواهد يې ترلاسه کړي "د دغو ځانګړو ځواکونو پنځه غړي هغه مهال ووژل شول چې د مېشتېدو غوښتنليکونه يې رد شوي وو."

Image of five men in the foreground - four of whom have blurred faces. The fifth man on the right, is in UK military uniform - and has his hands upon his head, apparently adjusting his green beret.
د عکس تشریح، افغان کومانډو (چې مخ يې بلر شوی) په افغانستان کې له جنرال جنکېنز سره

ښاغلي مرسر چې د پارلمان له غړيتوبه مخکې په افغانستان کې د اېس بي اېس ځانګړو ځواکونو سره دنده تر سره کړې، خبرداری ورکړی و چې په دې پروسه کې د بريتانوي ځواکونو رول د "افغانستان د پلټنې ډلې له خوا د افشا کېدو ډېر احتمال لري" او دا کولی شي "د ټولو هغو چارواکو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي چې په دې پروسه کې ښکېل وو."

د ټرېپلز په نامه ټولي د بريتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا جوړ شوي، روزنه يې شوې شوي او تمويل کېدل. دوی د طالبانو پر وړاندې په عملياتو کې د بريتانوي ځانګړو ځواکونو ملاتړ کاوه.

کله چې په ۲۰۲۱ کال طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ دا ځواکونه د غچ اخيستنې له جدي ګواښ سره مخ شول او د دې وړ ګڼل کېدل چې بریتانیا کې د بيا مېشتېدو لپاره غوښتنه وکړي.

خو د بريتانيا د دفاع وزارت د هغو اسنادو له مخې چې پانوراما ترلاسه کړي، د افغانستان د بيا مېشتېدنې او مرستې پروګرام (ارپ) لاندې په زرګونو غوښتنلیکونه چې د بريتانوي ځانګړو ځواکونو سره د همکارۍ معتبر شواهد هم په کې و رد شوي دي.

Gen Jenkins and David Cameron walk and talk in Afghanistan.
د عکس تشریح، جنرال جنکېنز او د بريتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کېمرون په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې - هغه وخت ګوین جنکېنز د ښاغلي کامرون پوځي مرستیال و

د بي بي سي پاناراما پروګرام لومړی ځل تېر کال دا افشا کړه چې دا په خپله بريتانوي ځانګړي ځواکونه وو چې د ټرېپلز ځواکونو غوښتنې يې رد کړې وې، هغه ځواکونه چې دوی ته يې روزنه ورکړي او دوی يې تر څنګ دنده تر سره کړې وه.

د افغان ځانګړو ځواکونو پخواني قومندان جمعه خان جویا بي بي سي ته وويل، "موږ اورېدلي چې زموږ د ټرېپلز ځینې سرتېري د طالبانو له خوا وژل شوي دي. ځينې يې د طالبانو په زندانونو کې دي. نور يې د طالبانو له خوا معيوب شوي دي. د هغوی لاسونه، پښې او سرونه مات شوي دي".

ښاغلي جويا بي بي سي ته وويل، هغه په دې باور دی چې د ځانګړو ځواکونو په اړه عامه پلټنه "يوازېنی دليل" دی چې د افغان ځانګړو ځواکونو غوښتنې ويټو يا رد شوې دي.

A head and shoulders portrait of Jumakhan Joya, a man with neat black hair and black half-rimmed glasses, wearing a dark jacketed and a checked shirt over a white T-shirt, with the background out of focus
د عکس تشریح، د افغان ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان جمعه خان جویا وايي، د ټرېپلز يو شمېر غړي بندیان شوي یا وژل شوي دي.

د افغان ځانګړو ځواکونو د غوښتنليکونو ردېدلو او د طالبانو غچ اخيستونکو بريدونو راپورونو د بريتانوي ځانګړو ځواکونو ځينې پخواني غړي غوسه کړي دي. د ځانګړو ځواکونو يوه پخواني افسر پانوراما ته وويل، "هغه څه چې پېښ شوي وحشتناک دي. دا خيانت دی او موږ ټول پرې شرمېږو."

د وسله والو ځواکونو د څارنوالۍ پخواني مشر بروس هولډ د بي بي سي پانوراما ته د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د ټرېپلز غوښتنلیکونو رد شوي څنګه ارزوي؟ وويل، حکومت بايد پوه وی چې ځواک "ډېر اړوند شواهد لري، که چېرې په بريتانيا کې وی لاسرسی به ورته خورا اسانه و."

نوموړی زياتوي، "زه د دې لپاره مناسب دليل نه شم موندلی چې ولې بايد خلک له دې حق څخه محروم کړو چې په دې هېواد کې ژوند وکړي، داسې حق چې نورو ته ور کړل شوی، يوازې د دې له کبله چې دوی ښايي داسې معلومات ولري چې ځانګړي ځواکونه به پرې وشرمېږي. که دا دليل وي نو دا عمل د منلو وړ نه دی او په هېڅ ډول يې ملاتړ نشي کېدلی."

د ملګرو ملتونو غبرګون

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بنټ د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د پخوانيو غړو له لوري په افغانستان کې د خپل هېواد د ځواکونو پر جنګي جرمونو د اعتراف کولو وروسته د دې عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

"د بي بي سي پینوراما لخوا نور حیرانونکي افشاګانې "د انګلستان پخواني ځانګړي ځواکونه د همکارانو لخوا د 'جنګي جرمونو' په اړه چوپتیا ماتوي" د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د هر اړخیز حساب ورکولو او عدالت اړتیا په ګوته کوي".

ښاغلي بنټ دا خبره وروسته له هغه کړې چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو بي بي سي ته ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پرمهال دغه دا "جنګي جنایتونه" برملا شول.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو د حکومت غبرګون

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د افغان 'جنګي جرمونو' د راپور په اړه غبرګون کې ویلي، "د افغانستان په کلیو کې د بریتانوي ځواکونو د جنګي جرمونو اعترافات د افغانانو د هغو خبرو او راپورونو پخلی او تایید کوي چې د شل کلن اشغال پرمهال د ملکي تلفاتو او جنګي جنایتونو په اړه خپاره شوي وو".

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پیغام کې ویلي، دا یو حقیقت و چې "په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو بېلابېل جنګي جنایتونه ترسره کړي وو او تېر شل کاله د امریکا او ناټو په مشرۍ بهرني ځواکونه هره ورځ د افغانانو په وژلو او شکنجه کولو بوخت وو".

ښاغلی فطرت وايي، اوس د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو دا وروستي اعترافونه دا ثابتوي چې په افغانستان کې د یرغلګرو ځواکونو له خوا ترسره شوي جنایتونه او وحشت تر هغه ډېر زیات دی چې رسنیز شوي دي.