د بريتانيا دفاع وزارت د افغان ژباړونکو د معلوماتو ډاګيزه کولو له امله ناغه شوی

بريتانوي سرتېري

د بریتانیا د معلوماتو خپلواک کمېسیون د دغه هېواد دفاع وزارت د افغان ژباړونکو د اړوندو معلوماتو د ډاګیزولو له امله ۳۵۰ زره پونډه (شاوخوا ۴۴۳ زره ډالره) ناغه کړی دی.

دغو ۲۶۵ ژباړونکو په افغانستان کې له برتانیايي ځواکونو سره کار کړی و، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا هلته پاتې وو او معلومات یې د بریتانیا دفاع وزارت په تېروتنه ډاګیز کړي وو.

د افغان ژباړونکو دا معلومات په تېروتنه د برېښناليک له لارې ۲۴۵ کسانو ته لېږل شوي وو. دې مهال د بریتانيا دفاع وزارت هڅه کوله هغه افغان ژباړونکي بریتانيا ته بوځي چې له دوی سره يې هلته کار کړی و.

د بريتانيا د معلوماتو د خپلواک کميسيون مشر جان اېډورډ وايي، د دفاع وزارت دا تېروتنه د هغو کسانو په اړه بې پروايي وه چې د ده په وينا بريتانيا يې ډېره پوروړې ده. دا کميسيون د خلکو اړوند معلوماتو د خوندي ساتلو دنده لري.

نوموړي دا يوه لويه تېروتنه بللې او ويلي يې دي چې د دفاع وزارت د دې ژباړونکو د امنيت برخه کې ناغېړي کړې ده نو ځکه ۳۵۰ زره پونډه جريمه شو.

ښاغلي اېډورډ زیاته کړې چې په پيل کې يو ميليون جريمه په پام کې نيول شوې وه خو دا چې دفاع وزارت دې تېروتنې ته پام شو، احتياطي تدابير يې ونيول او د تېروتنې زيان يې محدود کړ، جريمه يې ۷۰۰ زرو ته راټيته کړه خو وروسته د دې لپاره چې پر خلکو یې اغېز کم شي، جريمه يې ۳۵۰ زرو ته راکمه کړه.

د ۲۰۲۱ کال سپټمبر کې بي بي سي له دې تېروتنې پرده پورته کړې وه.

د بریتانيا د فاع پخوانی وزير
د عکس تشریح، د بریتانيا د دفاع پخوانی وزيربېن والس

بریتانيا ته د افغان ژباړونکو د راوستلو د چارو تنظيموونکو په تېروتنه د دې پر ځای چې ايمېل هر يوه تن ته بېل بېل ولېږي، اړونده معلومات يې ټولو هغو ۲۴۵ کسانو ته لېږلي وو چې افغانستان کې د بريتانيا له حکومتي ادارو سره يې کار کړی و. خو ټول ژباړونکي نه وو.

ايمېل کې په افغانستان کې د پاتې ژباړونکو ادرسونه، انځورونه او د ټليفون شمېرې وې.

د داسې معلوماتو په ډاګه کول او په هغسې يوه وضعيت کې چې هغه مهال افغانستان کې و، لويه امنيتي تېروتنه بلل کېږي.

هغه مهال يوه افغان ژباړونکي بي بي سي ته ويلي وو چې ممکنه وه دې تېروتنې افغانستان کې د پاتې ژباړونکو ژوند له خطر سره مخ کړی وی. دی وایي ژباړونکي هم دې تېروتنې ته نه و متوجه شوي ټولو ته يې خپل ځوابي ايمېل استولی و او هغه امنيتي ګواښونه چې دوی ورسره مخامخ و بيان کړي وو.

د دې تېروتنې په ډاګه کېدو وروسته د هغه مهال د دفاع وزير د پارلمان غړو ته په دې اړه معلومات ورکړل او له افغان ژباړونکو يې بښنه وغوښته.