د برتانیا دفاع وزارت د افغان ژباړونکو د معلوماتو افشا کېدل "انساني تېروتنه" بللې

د عکس سرچینه، AFP / Getty
د بريتانيا د دفاع وزارت ويلي د هغو افغان ژباړونکو د برېښناليک ادرسونه چې د بريتانوي ځواکونو لپاره يې کار کاوه او افشا شوي وو له امله يې چا ته د زيان رسېدو په اړه معلومات نه لري.
د دفاع وزارت وروسته له هغه پلټنه پيل کړه چې د څه باندې درې سوه کسانو برېښناليکونه چې غوښتل يې بريتانيا ته ولاړ شي په تېروتنې سره د دغه وزارت په برېښنا ليک کې استول شوي وو.
پلټنې چې اوس بشپړې شوې دا "انساني تېروتنه" بوللې. څېړنو موندلې چې د کارکوونکو ښې روزنې کولی شوی د دې تېروتنې مخه ونيسي.
د بريتانيا د کارګر ګوند د دفاع د اپوزېسيون وزير جان هيلی ويلي چې د "دفاع وزير بايد د دغسې تېروتنو مخه ونيسي". نوموړي زياته کړې چې "دا په تېرو نهو مياشتو کې د استخباراتو پنځمه جدي سرغړونه ده او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د دفاع وزير خپل کور تنظيم کړي".
د بريتانيا د دفاع وزير بېن والس په يوه بيان کې ويلي "څه باندې اووه زره هغه کسان او کورنۍ يې چې په افغانستان کې يې د بريتانوي حکومت لپاره کار کړی په برياليتوب سره په بريتانيا کې مېشت شوي او په افغانستان کې د پاتې کسانو د ايستلو لپاره جدي هڅې روانې دي".
بريتانيا د هغو افغانانو لپاره د ايستلو پروګرام پیل کړی و چې د بريتانيا لپاره يې کار کړی و او د طالبانو له خوا د دوی د کار له امله له ګواښ سره مخ وو.
ښاغلي والېس ويلي چې د "عملیاتو د فشار او د کار د چټکوالي له امله د کافي روزنې لپاره وخت نه وو. دا د دې سبب شو چې د ټيم ځينو غړو کافي تجربه او روزنه نه وه ترلاسه کړې. پلټنو ښودلې چې د دغو کسانو کړنې قصدي نه وې او هغو کسانو چې تېروتنې يې کړې نورو څانګو ته لېږدول شوي دي".





