د بریتانیا دفاع وزیر د افغان ژباړونکو ایمېل ادرسونو افشا کېدو په اړه د څیړنې امر کړی

British soldier in Afghanistan

د عکس سرچینه، AFP / Getty

د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس د هغو افغان ژباړونکو د شخصي برېښنالیک ادرسونو د افشا کېدو په اړه د څیړنې امر کړی چې له بریتانوي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

په یوه برېښنالیک کې په تېروتنه هغه څه باندې ۲۵۰ ژباړونکي شامل کړل شوي وو چې بریتانیا ته تګ غواړي او ډېری یې اوس پټ دي.

له دوی غوښتل شوي وو چې د خپل وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

په ځینو برېښنا لیک ادرسونو کې تصویرونه هم وو چې ټولو کسانو کولای شول چې هم تصویرونه، هم د نورو کسانو نومونه او ایمیل ادرسونه وګوري.

دا برېښڼا لیک د بریتانیا په دفاع وزارت کې د افغان ژباړونکو د لېږدولو د مرستندویه څانګې له خوا استول شوی و.

دا څانګه له هغه مهال راهیسې چې طالبانو د افغانستان کنترول خپل کړی له هغو افغان ژباړونکو سره په اړیکه کې ده چې نه دي توانېدلي له افغانستانه ووځي.

په استول شوي ایمېل کې افغان ژباړونکو ته دا هم ویل شوي وو چې دا څانګه خپل ټول وس کوي چې له افغانستانه یې وباسي او سپارښتنه ورته شوې وه چې که له خپل اوسنیو ځایونو نه نورو سیمو ته تګ ورته خطر پېښوي نو ځانونه او د کورنۍ غړي دې له خطر سره نه مخامخوي.

د بریتانیا دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې له دې امله بښنه غوښتې ده.

د افغان ژباړونکو ترمنځ د یوه کس پام وراوښتی و چې استول شوی برېښنالیک څه باندې ۲۵۰ هغو کسانو ته استول شوی چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی و.

ځینو افغان ژباړونکو له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي: ''دا تېروتنه کولای شي د ځینو افغان ژباړونکو د ژوند په بیه تمامه شي، په ځانګړي توګه د هغو چې لا هم په افغانستان کې دي. ''

افغانستان، بریتانوي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نژدې ۲۸۵۰ ژباړنو افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره دنده تر سره کړې

د ځینو نورو ژباړونکو پام بیا دې ته نه و اوښتی چې د دفاع وزارت له خوا استول شوی ایمېل څه باندې ۲۵۰ کسانو ته استول شوی او هغوی ایمېل ته په ځواب کې ویلي وو چې په خطرناک وضعیت کې دي.

د ځینو کسانو په ایمېل پروفایلونو کې د هغوی تصویرونه او د اړیکې شمېرې هم وې.

د بریتانیا دفاع وزارت نیم ساعته وروسته ټولو هغو کسانو ته چې په پخواني ایمېل کې کاپي شوي وو بل ایمېل واستاوه چې عنوان یې و ''عاجل '' او ترینه غوښتنه شوې وه چې پخوانی ورغلی ایمېل ډیلیټ یا له مینځه یوسي او خبرداری ورکړل شوی و چې کېدای شي ایمېل ته یې با چا لاسرسی پیدا کړی وي.

دغه راز ژباړونکو ته سپارښتنه شوې وه چې خپل ایمېل ادرسونه بدل کړي.