اسرائیل کې محکمې د پراخو لاریونونو په ترڅ کې د عمومي کاري اعتصاب ختمولو امر کړی دی

د عکس سرچینه، Reuters
په اسرائیل کې یوې محکمې له هغه وروسته د عمومي کاري اعتصاب پای ته رسولو امر کړی. محکمې له حکومته غوښتي چې اسرائیل حکومت باید د حماس له لوري د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو لپاره یو جوړ جاړی وکړي.
پلازمېنه تل ابیب کې د کار اړوند مسائلو پرېکړه کوونکې محکمې امر کړی، چې عمومي کاري اعتصاب باید له ځايي وخت سره سم دوې نیمې بجې پای ته ورسېږي.
د یادونې ده، چې اعتصاب کوونکو له دې زیات وخت لپاره د عمومي کاري پلان اعتصاب درلود.
د دغه اعتصاب له کبله په ټول اسرائیل کې کاروبارونه، ښوونځي او ټرانسپورټ اغېزمن شوي دي او د بین ګوریون نړیوال هوايي ډګر یو شمېر الوتنې هم لغو شوې دي.
پر یکشنبه چې اسرائیلي پوځیانو په غزه کې د شپږ یرغمل شویو کسانو مړي وموندل، لسګونه زره اسرائیلیان لارو، کوڅو ته ووتل او احتجاجي لاریونونه یې وکړل.
دا اعتصاب او احتجاجونه یې پر حکومت د فشار راوړلو لپاره دي، چې د پاتې یرغمل کسانو د خوشې کولو لپاره حماس سره جوړجاړی وکړي.
احتجاجیانو د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تورن کړی، چې د یرغمل کسانو په تړاو یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅې نه کوي.
اسرائیل کې یوې ډېرې بانفوذه ټولنې 'هیستادروت' هم د مظاهرو دې غورځنګ د ملاتړ لپاره د دوشنبې پر ورځ د ټوليز کاربنديز غوښتنه کړې وه.
د اسرائیلي سیاسي اپوزېسیون مشر یائیر لاپید هم په هغو کسانو کې شامل و، چې پر حکومت یې د عملي اقدام لپاره د فشار زیاتولو په موخه د اعتصاب ملاتړ اعلان کړی و.
د اسرائیلو حکومت د اپوزیسون دغه اقدام پر وړاندې توند غبرګون ښودلی و. د تل ابیب ښاروال هم اعلان کړی چې د دې اعتصاب کې به برخه واخلي.

د عکس سرچینه، Reuters
لا هم څرګنه نه ده چې دا اعتصاب به څومره پراخ وي، ځکه څو ښارونو او ښاروالانو اعلان کړی چې اعتصاب کې به برخه واخلي.
له دې وړاندې اسرائیلي پوځ اعلان کړی و چې، د شنبې پر ورځ یې د غزې په جنوبي ښار کې په یوه تونل کې یې د شپږو کسانو مړي موندلي دي.
د اسرائیل عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، دا کسان ''له نژدې واټنه د ټوپک په ډزو'' وژل شوي دي.
خو حماس یې ردوي او وايي، دا کسان په هوايي برید کې وژل شوي دي. د دې یرغمل شویو کسانو وژنې په پراخه کچه د عامو خلکو غوسه رپارولې.
د یکشنبې ورځې احتجاجونه تر ډېره سوله ییز و، خو ځینې احتجاج کوونکي د پولیسو له لیکې ووتل او د تل ابیب لویه لاره یې بنده کړه.
په اسرائیل کې د بي بي سي خبریاله الیس کوډې په خپل رپوټ کې وايي ډیرو احتجاج کوونکو ځان سره د اسرائیلو بیرغونه لېږدول و، دې کې ډېری کسان داسې و، چې د یرغمل کسانو راخوشي کولو غوښتنې شعارونه یې پر کمیسونو ټومبلي و.
دې احتجاجونو غزه کې د بشري هڅو مخه نیولې. داسې حال کې چې ملګري ملتونو غزه کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین پیل کړي.
دغه سازمان پرون یکشنبه اعلان کړی و چې د ۶۴۰ زره کسانو واکسین لومړۍ ورځ یې بریالۍ وه.
اسرائیل له هغه وروسته په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، چې حماس د اسرائیل پر سویلي برخه د تېر اکتوبر میاشتې پر ۷مه نېټه برید وکړل، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ یې د یرغمل په توګه له ځان سره یوړل.
مالومونه نه ده چې څومره یرغمل کسان په غزه کې پاتې دي.











