د ایران راسک او چابهار کې وسله والې نښتې؛ ۱۱ سرتېري او ۱۵ بریدګر وژل شوي

ایران

د عکس سرچینه، پاد

په ایران کې چارواکي وايي، جېش العدل ډلې وسله والو د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان په راسک او چابهار ولسوالیو کې هممهاله پر دریو پوځي مرکزونو بریدونه کړي، چې لږ تر لږه ۱۱ پوځیان او ۱۵ بریدګر پکې وژل شوي دي.

ایرنا دولتي خبري اژانس د پوځي‌ چارواکو په حواله لیکلي چې اوس په دغو سیمو کې وضعیت عادي دی.‌

ایرنا د سیمه ییزو چارواکو په حوله لیکلي چې په وژل شویو کې ۲ د فراجا، ۲ سرحدي او ۷ د بسیج او سپاه پاسداران سرتېري دي.‌

د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان محمد پاکپور ویلي "په دغو عملیاتو کې ۷ ترهګرو برخه اخیستې وه چې پنځه تنه یې د ودانۍ دننه وژل شوي او ځانمرګو بریدونو کې کارېدونکي واسکټونه یې چاودلي دي."

د سیستان بلوچستان سیمې امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي د ایران دولتي ټلویزیون سره خبرو کې د دې بریدونو تائید تر څنګ ویلي، په دواړو سیمو کې اوس هم نښتې روانې دي.

د مهر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، په دې نښتو کې د چابهار سیمې پولیسو ۱۱ مرکز افسر عباسعلی میر وژل کېدو رپوټ ورکړ او یو ساعت وروسته یې وویل، چې د همدې مرکز یو بل افسر مسلم کریمي هم وژل شوی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې دا کسان د هغو وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دي او که نه، چې له دې مخکې یې د بلوچستان او سیستان امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي د وژل کېدو تائید کړی و.

ایران

د عکس سرچینه، Tasnim

د عکس تشریح، مسلم کریمي (ښی) او عباسعلي میر چې چابهار کې د تېرې شپې نښتو کې وژل شوي

د مهر اژانس په رپوټ کې ویل شوي، درې بریدونه هممهاله شوي او د حال وش خبري شبکې رپوټ کې بیا راغلي چې وسله والو په سرباز نومي ښارک کې وسله والو د سپاه پاسدران ځواک پر مرکز برید کړی دی.

ښاغلي مرحمتي خبر نومې شبکې ته ویلي، ''ترهګرو غوښتل د سپاه (سپاه پاسداران ځواک) مرکز ته ننوځي، خو په وینا یې مخه یې نیول شوې او ''په دې سیمه کې اوس هم نښتې روانې دي.''

بل لور د (رسانک نیوز) په اعلامیه کې د جېش العدل وسله والې ډلې له قوله ویل شوي، چې د دې ډلې وسله والو پر هغو نظامي کسانو برید کړی، چې ''په پوځي مرکزونو کې پر جګړه بوختو پوځیانو ته یې مرسته رسوله.''

دغې ډلې ادعا کړې، چې ''د چابهار امام علي روغتون ته نژدې برید کې د دښمن ځواک لسګونه کسان وژل شوي دي.''

جېش العدل څوک دي؟

جیش العدل

د عکس سرچینه، JEYSH ALADL

جېش العدل د ایران حکومت مخالفه وسله واله ډله ده. دا ډله ځان د ''عدالت او برابرۍ ځواک'' بولي، دغه راز ادعا کوي چې په ځانګړې توګه د سیستان او بلوچستان سیمو کې د سنیانو له حقونو دفاع کوي.

دغې ډلې د ایران له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د یو شمېر خونړیو نښتو مسوولیت منلی او د ځینو چارواکو وژنې او د ایراني پوله ساتو ځواکونو د ځینو کسانو تښتول هم د دې ډلې په فعالیتونو کې شامل دي.

ایراني چارواکو په دا وروستیو کې ویلي و، په پاکستان کې یې د دې ډلې پر مرکزونو بریدونه کړي، چې په ځواب کې پاکستان هم د سیستان او بلوچستان په ځینو سیمو کې د ''ترهګرو پر پټنځایونو'' د بریدونو ادعا وکړه.

ایران حکومت رسماً جېش العدل یو ترهګره ډله بولي، چې په وینا یې د سعودي عرب او امریکايي څارګرو ادارو ملاتړ ورسره دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هم د جاپان او نیوزلنډ په ګډون د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامله ده، چې جېش العدل یوه ترهګره ډله بولي.