ایران او پاکستان ولې یو پر بل بریدونه وکړل او د تاوتریخوالي دا لړۍ به تر کومه ځایه ورسېږي؟

    • Author, روحان احمد
    • دنده, بي بي سي -اسلام اباد
پاکستان-ایران بېرغونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د مشکوکو وسله والو پر پټنځایونو د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې اوس لږ تر لږه د نهه کسانو مړینه تائید شوې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ اتلسم سهار دا بریدونه په ایران کې پر ځانګړو کمپونو خورا مربوط پوځي بریدونه بللي دي. پاکستان دغه راز وايي، چې دا بریالي بریدونه یې د استخباراتي معلومات پر بنسټ د ''ترهګرو پر پټنځایونو کړي دي.''

پاکستان دا بریدونه په خپله خاوره کې د جېش العدل نومې سخت دریځې ډلې پر پټنځایونو د ایراني ځواکونو له توغندیز او ډرون بریدونو وروسته کړي دي. ایران ځواکونو له دې یوه ورځ مخکې د پاکستان بلوچستان په سیمه کې بریدونه کړي وو.

پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې په هغه برید کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونې ټپیانې شوې. پاکستان د ایراني ځواکونو د برید په غبرګون کې له تهرانه خپل سفیر بېرته پاکستان ته وغوښت او دا بریدونه یې پر خپله خاوره تېری وباله.

خو د یوه بل پر خاوره له بریدونو سره سره دواړو هېوادونو ویلي، چې هدف یې مقابل لوری نه و، بلکې دواړو لوریو پر هغو بلوڅو وسله والو ډلو بریدونه کړي، چې د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې مېشت دی.

د سیمې نقشه

د پاکستان د بریدونو په هکله څومره معلومات لرو؟

پاکستاني پوځي ویلي، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د ایران په سیستان، بلوچستان کې د بلوچستان ازادۍ پوځ (بي ایل اې) او بلوڅ ازادۍ جبهې (بي ایل ایف) پر مرکزونو بریدونه کړي دي. پاکستان پر دې ډلو تور پورې کوي، چې په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه کوي. پاکستان پوځ وايي، په دې عملیاتو کې یې چاودېدونکي ډرون، توغندي، راکټونه کارولي او ''سخت احتیاط'' یې کړی، چې د پراخ ویجاړي مخه ونیول شي.

د پاکستان په اعلامیه کې د یو شمېر ''ترهګرو'' نومونه یې یاد شوي، چې په وینا یې مرکزونه یې کنټرولول او دغه راز ویل شوي، چې پاکستان پوځ هر وخت د خپل هېواد دفاع لپاره چمتو دی.

د ایران سیستان، بلوچستان ایالت د والي امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي بیا وايي، پاکستاني بریدونه د پنجشنبې پر ګهیځ څلور بجې او پنځه دقیقې ایراني ښار سراوان ته نژدې پر یوه کلي شوي دي. دغه ځای د پاکستان پولې ته نژدې دی او د ایران له پلازمېنې تهرانه ۱۸۰۰ لېرې سویل ختیځ کې موقعیت لري.

د بلوچستان ازادۍ پوځ، بلوڅ ازادۍ جبهه او جېش العدل څوک دي؟

له کیڼ لوري ډاکتر الله نظر بلوچ او بشیر زېب

د عکس سرچینه، BLA

د عکس تشریح، له کیڼ لوري ډاکتر الله نظر بلوچ او بشیر زېب

لسیزې کېږي چې په پاکستان کې د بلوڅانو یو شمېر وسله والې ډلې فعالیت کوي. دې ډلو پر پاکستاني پولیسو، پوځیانو او مهمو ځایونو د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په دې ډلو کې د ډاکتر الله نظر بلوچ په مشرۍ بي ایل ایف او بي ایل اې دي، چې مشري یې بشیر زېب کوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د دې ډلو وسله وال په ایران کې دېره دي.

د پنجشنبې له پاکستاني بریدونو وروسته بي ایل ایف یوه اعلامیه کې وویل، چې دوی په ایران کې هېڅ مرکز نه لري او نه هم د دوی کوم ملګری په دې بریدونو کې ټپي شوی دی.

د بي ایل ایف په هکله ویل کېږي، چې د بلوچستان په مکران سیمه کې فعال دي او په دا وروستیو کې یې پر پاکستاني ځواکونو د یو شمېر بریدونو مسوولیت هم منلی دی. دې ممنوع بلل شوې ډلې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوه پوسته برید وکړ او ۱۰ پاکستاني سرتېري یې ووژل.

پر بي ایل ایف داسې تورونه هم شته، چې بلوچستان ته له نورو سیمو پر راغلیو کارګرو او ځینو ځايي اوسېدونکو یې هم بریدونه کړي. بي ایل اې وسله واله ډله بیا په ۱۹۷۰مو کلونو کې هغه مهال منځته راغله چې بلوچستان کې له پاکستانه د خپلواکي اخیستو لپاره شخړه پیل شوه.

هغه مهال پاکستان کې د هغه مهال لومړي وزیر ‌‌ذوالفقار علي بوټو حکومت و.

کله چې د پاکستان پوځي دکتاتور جنرال ضیاالحق د کودتا له لارې حکومت تر لاسه کړ، له بلوڅ بېلتونپالو سره له مذاکراتو وروسته په بلوچستان کې د بېلتونپالو او په ځانګړې توګه د بي ایل اې فعالیتونه په موقت ډول پای ته ورسېدل. خو به بلوچستان کې د پاکستان مخکیني ولسمشر جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال یو ځل بیا شخړې هغه مهال زور واخیست چې ملتپال بلوڅ مشر نواب خیر بخش مري د عالي محکمې یوه قاضي د وژنې په تور ونیول شو.

د ۲۰۰۰م کال په شاوخوا کې بلوچستان کې پر حکومتي تاسیساتو بریدونه ډېر او وروسته د صوبې نورو سیمو ته هم وغځېدل. د هغو ډېری بریدونو مسوولیت بي ایل اې وسله والو پر غاړه اخیست او په ۲۰۰۶ کال کې پاکستان حکومت دا ډله د ممنوع تنظیمونو په لیست کې شامله کړه.

بي ایل اې د چین او پاکستان له اقتصادي دهلېز پروژې سره هم مخالفت کوي او په وروستیو بریدونو کې یې په پاکستان کې چینايي هدفونه هم د ځانمرګو بریدونو له لارې په نښه کړي دي. دې ډلې په ۲۰۱۸ کال کې د داسې لومړني برید مسوولیت ومانه. د دالبندین سیمې په هغه برید کې د سیندک سرو زرو او مسو د کان چینايي کارګرو یو بس ګاډی په نښه شوی و، خو برید کې یوازې ځانمرګي بریدګر وژل شوی و.

همدې ډلې په ۲۰۱۸ کال کې په کراچۍ ښار کې د چین پر کونسلګرۍ د برید مسوولیت هم پر غاړه واخیست. هغه برید درې ځانمرګو بریدګرو کړی و او په برید کې یې څلور نور کسان هم ووژل.

جېش العدل بیا د ایران حکومت مخالفه وسله واله ډله ده. دغه ډله چې ځان د ایران په سیستان، بلوچستان ایالت کې ''د سني مسلمانانو د حقونو مدافع'' بولي په پاکستان کې د ایران د بریدونه هدف و. جېش العدل ډلې په تېر کې پر ایراني ځواکونو د یو شمېر بریدونو مسوولیت منلی دی.

ایران حکومت پر دې ډله تور پورې کوي، چې د امریکا او اسرائیل ملاتړ ورسره دی.

امریکايي استخبارات بیا وايي، دې ډلې د ایران پر مخکیني ولسمشر محمود احمدي نژاد د ۲۰۰۵ کال یوه برید کې لاس درلود.

۲۰۰۹ کال کې ایران حکومت د دې وسله والې ډلې مشر عبدالمالک ریګي پر ایراني ځواکونو د بمي بریدونو په تور ونیو. ایران پر نوموړي تور پورې کړی و، چې د امریکا او بریتانیا جاسوس دی. په ۲۰۱۰ کال ایران حکومت عبدالمالک ریګي اعدام کړ.

محمد عباسي چې پخوانی پاکستانی دیپلومات دی او هغه مهال په ایران کې پر دنده ګومارل شوی و، وايي، پاکستان د عبدالمالک ریګي په نیولو کې مهم رول درلود.

اوس ولې دا هر څه کېږي؟

پاکستان

د عکس سرچینه، Reuters

د چارو شنونکی سید محمد علي بي بي سي ته وویل، چې اوسمهال ایران په کور دننه او د حماس، حزب الله او حوثیانو په څېر متحدینو لخوا تر فشار لاندې دی، چې باید عملیات وکړي. د ده له نظره ایران په عراق، سوریه او بیا پاکستان کې ځکه بریدونه وکړل، چې له کورنیو مسائلو او د منځني ختیځ له وضعیته پام بل لور ته واړوي. د چارو دا شنونکی وايي، پر هماغه شپه د ایراني او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته شوې، خو بیا ایران له دلیل پرته بریدونه وکړل، چې پاکستان ورته غبرګون څرګند کړ.

په واشنګټن کې د نویو کرښو او ستراتيژۍ انسټیټوټ کامران بخاري بیا وايي، ''پاکستان ځکه غبرګون وښود، چې ایران ته اجازه ور نه کړي، چې هغسې چلن ورسره وکړي، چې معمولاً یې له عراق سره کوي.''

د قائد اعظم پوهنتون نړیوالو اړیکو پروفیسر قندیل عباس پر دې موضوع د خبرو په ترڅ کې بي بي سي ته وویل، د ایران- پاکستان د پولې په سیمو کې داسې سیمې شته چې په کې مېشت وسله وال سخت دریځي او بېلتونپال د دواړو هېوادونو لپاره ستونزې جوړوي.

د پروفیسر عباس په خبره دواړو هېوادونو له یوه بل سره په سلا، مشوره د وسله والو پر ضد اقدامات کړي، خو د دواړو هېوادونو چارواکو دغسې رپوټونه نه خو تائید کړی او نه یې هم رد کړي دي.

دی وايي، دواړو هېوادونو تر ۲۰۱۳ کال پورې د وسله والو له فعالیتونو، کاچاق او مخدره توکو له کاروبار سره، سره د خپلې نژدې ۱۰۰۰ کیلومتره اوږدې پولې په شاوخوا کې هېڅ پوځیان نه وو ځای پر ځای کړي. د نوموړي په وینا دواړه پاکستان او ایران جېش العدل ډله چې ایران پرې برید کړی، یو ګواښ بولي چې له اوسني وضعیته د ځان لپاره ګټه اخلي.

له دې وروسته به څه کېږي؟

بېرغونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د چارو هغه شنونکي چې د پاکستان او ایران دواړو وضعیت له نژدې څاري وايي، د دې دواړو هېوادونو تر منځ تازه ترینګلتیا به پر سیمه ناوړه اغېز وکړي. په واشنګټن کې د چارو شنونکي ډاکتر بخاري بي بي سي ته وویل: ''د دواړو هېوادونو تر منځ لومړی پړاو ختم شو، اوس به وکتل شي، چې ایران د پاکستان بریدونو ته څه ډول غبرګون ښيي.'' خو نوموړی تمه ښيي چې بریدونو کې به وقفه راشي.

نوموړی وايي، د ایرانیانو پر ځای په ایراني خاوره کې د پاکستان مخالفینو په نښه کولو سره ښايي پاکستان غواړي په داسې نظر ورته وکتل شي، چې هدف یې پارول یا د تاوتریخوالي ډېرول نه دي، خو دی د شخړو زیاتېدل هم نه ردوي.

بل لور په پاکستان کې د چارو یو شنونکی او خبریال باقر سجاد بیا په دې باور دی، چې په راتلونکي کې به تاوتریخوالی ډېر شي. نوموړي بي بي سي ته وویل: ''داسې نه ښکاري چې په ایران کې به پر وسله والو د پاکستان له ځوابي بریدونو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی ناڅاپه کم شي.''

دی وايي: ''په ایران کې به سخت دریځي پاکستان ته په ځواب ورکولو ټینګار وکړي. دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ بې باوري ډېره شی او په بلوچستان کې د پاکستان او ایران تر منځ د شخړو یوې نوې څپې راتلو امکان هم شته، چې په سیمه وار له مخه پېچلی وضعیت به لا پسې وپیچي.''