تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو هرات کې هغه صرافۍ تړلې چې قانوني جواز نه لري
د افغانستان په لوېدیځ هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو لسګونه صرافۍ او د اسعارو تر ټولو لوی بازار خراسان مارکېټ تړلی دی. د دوی د تړل کېدو لامل د قانوني جواز نه لرل ښودل شوی دی.
د طالبانو تر حکومت لاندې د افغانستان بانک له هر صراف غوښتي چې شپږ میلیونه او شپږ سوه زره افغانۍ د ضمانت په توګه بانک ته ورکړي او په ورته وخت کې باید ۶۶ میلیونه افغانۍ هم د خپلې پانګونې په توګه وښيي.
له هرات وړاندې په کابل او کندهار کې هم طالبانو سلګونه صرافۍ تړلې دي او د هغوی کړي اعتراض لا تر اوسه کوم ځای نه دی نیولی.
د صرافانو د ټولنې مرستیال عبدالرحمن ځیرک بيبيسي ته په هرات کې د صرافیو د بندېدو په اړه وویل: "د شیخ صاحب امیرالمؤمنین د فرمان په تعقیب او بیا د افغانستان بانک د صادرشوي مکتوب او حکم پر اساس چې ټول صرافان باید جواز ولري، وړاندې دا پروسه په کابل کې تطبیق شوه بیا کندهار او هلمند او نن د هرات د صرافۍ مارکېټونو ته نوبت راورسېد. ټول خراسان مارکېټ یې نه دی تړلی، یوازې هغه دوکانونه (صرافۍ) یې تړلې دي چې قانوني جوازونه یې نه لرل یا یې د افغانستان بانک جواز نه و اخیستی."
ښاغلی ځیرک زیاتوي، د افغانستان بانک اعلان کړی و چې ټولو صرافیو ته جوازونه ورکوي، خو هغه چا چې وس یې نه درلود ټاکل شوې پیسې ورکړي، جوازونه وانخیستل.
دی وايي، وړاندې د صرافیو لپاره ټاکل شوې پانګونه ۳۰ میلیونه افغانۍ وه او اوس ۶۶ میلیونه افغانۍ ده، څوک یې چې توان نه لري او جواز نه شي اخیستی، دوکانونه یې تړل کېږي.
عبدالرحمن ځیرک زیاتوي، د افغانستان بانک غواړي د پیسو راکړې ورکړې بازار کې هغه دوکانونه فعالیت وکړي چې قانوني جواز ولري او جواز یې یوازې د افغانستان بانک له لوري ترلاسه کړی وي، خو د افغانستان بانک یوه اسانتیا هم اعلان کړې چې یو صراف کولی شي کابل کې د فعالیت جواز ولري خو په هرات یا د افغانستان په هر بل ولایت کې هم نمایندګي پرانیستلی شي چې ډېری صرافان له دې سهولته ګټه اخلي.
د صرافانو د ټولنې مرستیال وايي، حکومت باید کاروباري خلکو او صرافانو ته اسانتیاوې برابرې کړي. دی وايي څو ځله یې د افغانستان بانک له چارواکو سره خبرې او بحث درلود، خو هغوی د طالبانو د مشر او وزیرانو شورا فرمان کې د بدلون له راوستلو عاجز وو.
د ۲۰۲۲ کال مې میاشت کې د افغانستان د صرافانو ټولنې په ټول افغانستان کې خپل فعالیتونه له دې کبله درولي او کاربندیز یې پیل کړی و، چې د طالبانو حکومت ولې دوی ته د کاري جواز ورکولو کې خپل شرطونه نه نرموي.
افغانستان کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د وروستۍ طرحې له مخې د صرافۍ لپاره د نوي جواز اخیستلو شرایط دا وو چې پنځه میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه د افغانستان بانک ته ورکړي او د کار وبار لپاره باید ۵۰ میلیون افغانۍ ولري.
د طالبانود لومړي وزیر دفتر هغه مهال ویلي وو، یاده طرحه د افغانستان بانک چمتو کړې او د طالبانو د حکومت اقتصادي کمېسیون تأیید کړې.
د طالبانو حکومت د دغې طرحې موخه د صرافانو د کار تنظیم، د جواز لرل او له افغانستانه بهر ته د پیسو د قاچاق مخنیوی بللی دی.
خو صرافان بیا ټینګار کوي چې د نوې طرحې شرایط سخت دي او "اوسمهال د پلې کېدو نه دي."
د صرافیو تړل د کاروباریانو په ګډون د عامو خلکو پر اقتصادي وضعیت هم اغېز کوي؛ ځکه چې ځینې خلک د افغانستان په داخل او بهرنیو هېوادونو کې له خپلو عزیزانو د صرافیو له لارې پیسې ترلاسه کوي.