تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان صرافان: که ستونزې مو حل نشي خپلې پانګې له افغانستانه باسو
د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي دوی د اوس لپاره خپله پانګه په افغانستان کې ساتلې، خو که ستونزې ورته جوړېږې نو دوی به اړ شي چې خپلې پانګې له هېواده وباسي.
افغان صرافان وروسته له هغه دا اندېښنه څرګندوي چې د افغانستان بانک له ټولو صرافانو وغوښتل چې د حوالو په برخه کې د روڼتیا لپاره دې خپلې چارې د پولي خدمتونو شرکتونو له لارې ترسره کړي. خو صرافان د حکومت له دې ګام سره مخالفت ښیي او په غبرګون کې یې خپل ټول فعالیتونه درولي او له تېرو درېیو ورځو اعتراض کوي.
د افغانستان ولسي جرګې پر حکومت غږ وکړ چې د صرافانو ستونزې جدي وګڼي او د حل لارې لپاره یې ګامونه اوچت کړي.
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې مشر میر افغان صاپي بي بي سي ته وویل، دوی به تر هغه خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې ستونزه یې حل شي، او که بیا هم پام نه ورته کیږي نو پر نورو لارو چارو به غور کوي.
ښاغلي صاپي دغه ستونزه د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم مطرح کړه او وايي د دغه راز نویو تګلارو په رامنځته کېدو سره ښايي ځینې صرافان خپلې پانګې له افغانستانه وباسي.
خو د افغانستان بانک وايي ټولې صرافۍ دې خپلې چارې د پولي خدمتونو پر شرکتونو واوړي. دوی د دې کار موخه د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو پوره کول، د صرافیو قانوني کول او د مالیاتو راټولول بولي.
د افغانستان بانک د رسنيو برخې مشر عصمت الله کهسار بي بي سي ته وويل، "پوښتنه دا ده چې څنګه د دومره اسانتياو په رامنځ ته کولو سره چې افغانستان بانک په پام کې نيولي بيا هم صرافان مظاهره کوي او يا هم خلک راټولوي او د دې پروسې پر وړاندې غږ پورته کوي. تر ټولو مهمه يې دا ده چې د صرافانو د ټولنۍ رهبرۍ د خپلو صرافيو لپاره شرکتي جوازونه ترلاسه کړي دی".
د نوموړي په وينا "له هرې لارې د دې ډول پروسې سبوتاژل کول د ملي ګټو په خلاف دي".
د صرافانو اعتراض او هټیو تړلو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د کاروباري خلکو پر ژوند اغېز کړی دی. د کندز ښار یو هټیوال وايي د صرافیانو په تړلو سره د دوی کارونه هم پڅ شوي دي.
په افغانستان کې زیاتره خلک په دې باور دي چې دا مهال تر ډېره پانګې او پیسې د صرافانو سره دي، او که دوی خپلې پانګې له افغانستانه باسي نو ښايي د دغه هېواد اقتصاد یو بل زیان واوړي.
د افغانستان بانک وايي د انفرادي شرکتونو پرتله یې د شرکتي جواز د تر لاسه کولو ګڼې اسانتیاوي رامنځته کړي دي. خو صرافان لا دغه کار ته نه دي تیار شوي.