کورونا وېروس؛ نغدې پیسې څرنګه له مېکروبونو پاکې ساتل کېږي؟

    • Author, کامران ملک
    • دنده, د اسلامي بانکدارۍ او مالیاتو د برخې ماسټر

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس په تړاو روان وضعیت د ژوند پر ټولو اړخونو اغېز کړی. وګړي دې ته اړ شوي چې په خپله ناسته ولاړه، تګ را تګ او نورو برخو کې بدلون را ولي او احتیاط وکړي.

احتیاط ځکه اړین دی چې کورونا وېرس له اوسپنې نيولې تر پلاستيک او د انسانانو بوټانو پورې نښلي او ناروغي‌ رامنځته کولی شي. نغدې پيسې هم په هغو اړتیاو کې راځي چې وګړي يې په خپل ورځني ژوند کې خورا ډېرې کاروي.‌

نو پوښتنه دا ده چې څرنګه کولای شو چې خپلې نغدې پیسې له دې مرګوني ویروس وژغورو؟

پلټنې ښیې چې نغدې پیسې یا بانکي نوټونه په بېلابېلو مېکروبونو یا وېروسونو ککړ وي، چې د کورونا وېروس هم کیدای شي؛ د نغدو پیسو او نوټونو عمر له څلور تر ۱۵ کلونو پورې دی او په دې موده کې دوی پرېمانه مېکروبونه په ځان پورې ور ټولولی شي.

د کاغذي پیسو کارېدنه له نورو توکو ځکه ډیر خطرناک کار دی چې په ځینو کلتورونو یا سیمو کې خلک د پیسو شمیرلو لپاره د خولې پر لاړو ګوته لمدوي‌ او هماغه ککړه ګوته بېرته پر خپله ژبه را تېروي.‌

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې باید په لاس کې د پیسو له نیولو وروسته خپل لاسونه ژر په صابون یا نورو داسی مایع ومینځو چې په پیسو شته مکروبونه وژلی شي.

پر لاسونو د کورونا یا نور تنفسي وېروسونه یوازې هغه مهال د ناروغۍ لامل کېږي کله چې له لاسونو خولې ته، پوزې ته او یا سترګو ته او بیا له همدې لارې زموږ تنفسي‌ سیستم ته داخل شي.‌

د ککړو بانکي‌ نوټونو د پاکولو او له دوی د احتمالي ‌ګواښ کمولو لپاره د چین مرکزي بانک د نورو بانکونو او مرکزي دولت سره په مشوره په فبروۍ میاشت کې درې اساسي لارې وړاندې کړې.‌

دوی غوښتل چې په بازار یا دوران کې نغدې پیسې او هغه کاغذونه چې د مالي راکړې- ورکړې لپاره کارېږي، له هر ډول مېکروبونو یا وېروسونو پاک شي.‌

یوازې د نوټونو مینځلو موضوع مطرح نه ده، بلکې دا هم مهمه ده چې په دې مېکروبونو خپل ککړ شوي‌ لاسونه څرنګه پاک کړو.

دا درې وړاندیزونه په لاندې ډول دي:

لومړی وړاندیز

د نغدو پیسو له کارولو وروسته باید خپل لاسونه د شل ثانیو لپاره په صابون یا بله مېکروب وژونکې مایع ومینځئ.

دا هم باید په یاد ولرئ چې د پیسو له کارولو وروسته خپل لاسونه خولې، پوزې، سترګو یا مخ ته نږدې نه کړئ، ځکه دغه وېروس له لمس وروسته ژر لېږدېږي.

دویم وړاندیز

د چین حکومت پرېکړه وکړه چې ټول بانکي نوټونه باید په منظم ډول ۱۵ دقیقې له اوزون او یو ساعت له الټراوایلیټ وړانګو تیر شي. یادې وړانګې د دې توان لري چې پیسې له ګڼو ویروسونو او مېکروبونو پاکې کړي.

بله پرېکړه یې دا وه چې په بسونو، بازارنو او روغتونونو کې کارېدلي نوټونه باید په اونۍ کې دوه ځله پاک کړي او بیا په ځانګړي ډول د روغتونونو پیسې وسوځول شي، ځکه یادو پیسو کې د ویروس د خپریدلو چانس زیات وي.

خو که دا کار هم ونه شي نو بیا دې دا پیسې په ځانګړي ځای کې وساتل شي او بازار ته یوازې هله عرضه شي چې په بشپړه توګه له مېکروبونو پاکې شوې وي.

د دې ترڅنګ د چین دولت هره ورځ ۱۲ تنه کارکوونکي په هره سیمه کې یوازې د دې لپاره ګومارلي چې په بسونو یا اورګاډو کې د سفر ټکټونه هم باید له یو ځل کارولو وروسته له وېروس پاک کړي.

تراوسه د چین د شانګهای چارواکو له سل زرو زیات ټکټونه له وېروس پاک کړي او بیرته یې کارېدو ته چمتو کړي.

درېیم واړندیز

د چین حکومت همدا راز نغدې پیسې له ۷ ورځو تر ۱۴ ورځو پورې د ۳۰ درجو نه په زیاته تودوخه کې ساتي او له هغه وروسته یې بیا بازار ته عرضه کوي چې خلک ترې کار واخلي.‌

په دې کار سره هم پر نغدو پیسو یا نوټونو شته مېکروبونه وژل کېږي او له دې پیسو انسانانو ته د پېښ خطر کچه هم راکمېږي.

نو په ټول کې ویلای شو چې نغدې پیسې کېدای شي چې د کورونا مرګوني وېروس د لېږد لامل شي، خو که له کارولو وروسته یې خپل لاسونه پاک ومینځو او د دستکش یا لاسموغان استعمال کړو نو خطر به تر ډېره کم شوی‌ وي.‌

په لویه کچه دا خطر هله کمېدلی شي چې افغان حکومت او د افغانستان بانک په دې هکله کوټلي ګامونه واخلي او خلک له دې مرګوني وېروس خوندي‌ وساتي.

افغان حکومت او عامو وګړو ته سپارښتنې:

لومړۍ سپارښتنه:

د افغانستان بانک کولای شي چې نوې پیسې چاپ کړي او که نوي بانک نوټونه په زیرمو کې ولري هغه بازار ته ور کړي.

دا پیسې به له مېکروبونو پاکې وي او حکومت یې د صرافانو په مرسته بازار ته وړاندې کولی شي.‌

د دې ترڅنګ دولت له هغو ساحو چې وضعیت پکې پیچلی وي نغدې پیسې راټولې او که اسانتیا یې ولري،‌ د پورته یادو وړاندیزونو له مخې پاکې کړي.‌

دویمه سپارښتنه:

افغان حکومت کولای شي چې خلکو ته داسې کوچنۍ پلاستیکي کڅوړې ورکړي چې د ویروس ضد مواد پکې کارول شوي ‌وي.

دا کڅوړې د بانکونو، دولتي ادارو او صرافانو له لارې وېشل کېدلی شي او خلک به خپلې پیسې پکې ساتي او له لاسموغانو سره یې کارولی شي.

درېیمه سپارښتنه:

حکومت باید بانکونه دې ته وهڅوي چې خلکو ته د بانکي کارډونو اسانتیاوې په اسانه او هڅوونکي شکل چمتو کړي. له دې سره به د نغدو پیسو کارول پخپله را کم شي.‌

دا تګلاره کیدای شي تر ټولو ګټوره او اسانه تمامه شي. اوسمهال د افغانستان بانک د افغانستان تادیاتو سیستم په نامه یوه اداره رامنځته کړې چې هڅه کوي ټولې مالي ادارې دې ته وهڅوي چې بریښنایی تادیاتو په برخه کې خلکو ته اسانتیاوې چمتو کړي.

څلورمه سپارښتنه:

حکومت دې بانکونو، مالي اداراو، صرافانو، روغتونونو، بازارونو، د خوراکي‌ توکو پلورنځیو کې یوه خاصه سپري یا کیمیاوي مواد کارونې ته کېږدي چې د وېروسونو د وژلو توان ولري او د پیسو کیفیت خراب نه کړي.‌

حکومت په ازمېښتي‌ ډول کولی شي چې په لومړي ګام کې په یوه داسې اداره کې دا چاره پیل کړي چې د نغدو پیسو راکړه ورکړه پکې ډېره وي.

پنځمه سپارښتنه:

عام وګړي دې خپله خریداري او راکړه ورکړه له محدودو دوکانونو او پرچون پلورونکو نه وکړي چې د ویروس د لېږد خطر کم شي.

د دې ترڅنګ کله چې د سفر پر وخت کرایه ورکوي یا ماتې پیسې بېرته اخلي نو باید لاسونه په وېروس ضد موادو ومینځي چې پاک شي.

په ټول کې ویلای شو چې نغدی پیسې کېدای شي چې د کورونا مرګوني وېروس د لېږد لامل شي، خو که له کارولو وروسته یې خپل لاسونه پاک ومینځو او لاسموغان استعمال کړو نو خطر به تر ډېره کم شوی‌ وي.

کیدای شي دغه د پالیسۍ جوړونې لپاره پورته سپارښتنې په لنډمهال کې اسانه نه وي خو په اوږدمهال کې زموږ هېواد له یو جدي روغتیایي بحرانه ژغورلی شي.

‌‌

د لیکوال په اړه

کامران ملک د اسلام اباد له نړیوال اسلامي پوهنتون د اسلامي بانکدارۍ او مالیاتو برخه کې ماسټري لري او دا مهال په کابل کې د ادارې او تجارت برخو کې استاد دی. په دې لیکنه کې ټول نظرونه او ورکړل شوې شمېرې په لیکوال پورې اړه لري.