له افغانستانه د پيسو قاچاق په اړه اندېښنې

افغان حکومت له کابل هوايي ډګره د پيسو قاچاق په اړه د افغانستان پر بیا رغونې د ځانګړي څارونکي یا سیګار تازه راپور ته غبرګون کې ويلي، دوی هم په دې اړه اندېښمن دي.

سيګار خپل راپور کې ويلي له حامد کرزي هوايي ډګره ميليونونه ډالر نورو هېوادونو ته په قاچاقي ډول ايستل کېږي.

افغان هوايي چلن اداره چې تر ډېره د هوايي ډګرونو چارې تنظيموي وايي روان کال يې د میلیونونو ډالرو او سرو زرو تر څنګ پنځلس امنیتي کارکوونکي له قاچاقیانو سره د ښکېلتيا په تور نیولي دي.

سیګار خپل راپور کې ویلي، کابل هوايي ډګر کې له پرمختګونو سره سره د نغدو پیسو د قاچاق مخنيوي کې لا کار ته اړتیا ده.