تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې صرافانو د کاري جواز لپاره د طالبانو د شرطونو پر ضد کار بندیز اعلان کړی
د افغانستان د صرافانو سراسري شورا ویلي، تر هغې چې طالبان دوی ته د کاري جواز ورکولو برخه کې خپل شرطونه نرم نه کړي او دواړه خواوې یوې هوکړې ته نه وي رسېدلې، دوی به خپل دفترونه بند ساتي او فعالیتونه یې درولې دي.
رپوټونه وایي چې د یکشنبې پر ورځ له کندهار پرته د پلازمېنې کابل په ګډون ګڼو ولایتونو کې صرافانو خپل دفترونه بند ساتلي وو.
د دې کار بندیز سره سم په دغه هېواد کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه پورته او یو امریکايي ډالر په ۹۰ افغانیو تبادله کېږي.
یعني د تېرو دوو ورځو پرتله دوې افغانۍ د ډالرو په بیه کې زیاتوالي راغلی دی.
خو د افغانستان بانک چارواکي بیا وایي په ټول افغانستان کې صرافۍ او د پولي خدمتونو مرکزونه پرانیستي او د یو شمېر کسانو له خوا د صرافیو بندیدل یې د هغوی شخصي ستونزه بللې ده.
په ورته مهال د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې د دوي د کاربندیز وروسته امنیتي کسان سرای ته ورغلي او یو شمېر صرافانو ته یې تیلفونونه کړي که بېرته يې خپل دوکانونه نه پرانیستل نو شرکتونه به یې وتړل شي .
افغانستان کې د طالبانو د چارسمبالي حکومت د وروستۍ طرحي له مخې د صرافۍ لپاره د نوي جواز اخیستلو شرایط دا دي چې پنځه میلیون افغانۍ د ضمانت په توګه د افغانستان بانک ته ورکړي او د کار وبار لپاره باید ۵۰ میلیون افغانۍ ولري.
خو ښاغلي ځيرک بي بي سي سره خبرو کې وویل چې صرافان په یادو شرایطو سره د جواز اخیستلو توان نلري او له همدې امله یې لاس په اعتصاب پوري کړی دی.
د صرافانو سرتاسري ټولنه وايي، تر هغه چې د صرافانو د شرکتي جوازونو ستونزې نه وي هوارې شوې، خپل د پولي خدمتونو مرکزونه او صرافۍ به همداسې بند ساتي او د راکړې ورکړې ټول فعالیتونه به ودروي.
یو شمېر صرافان وایي د هېواد د مرکز او ولايتونو صرافانو ډېرې هڅې وکړې څو د یوه واحد نظر په پام کې نیولو سره د خپلو شرکتي جوازونو ستونزې حل کړي او عریضې یې اړوندو چارواکو ته سپارلې دي خو لا تراوسه کومه حل لاره ورته نه ده موندل شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو د څانګې مخکیني مشر آذرخش حافظي وایې هغه افغانان چې له هېواده بهر کار کوي، هر کال ۱،۷ میلیارډ ډالره د حوالۍ له لاره له خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره افغانستان ته لېږي.
په ورته وخت کې افغانستان کې د سون او خوراکي توکو بیې هم ختلي او سوداګر یې لامل د ډالرو د بيې پورته ختل یادوي .
بل لور ملګري ملتونه وايي، د کارګرو کډوالو دغه حوالې په نړيواله کچه تېرو شلو کلونو کې پنځه برابره ډېرې شوې دي.
په افغانستان کې د پولي خدمتونو د فعالیتونو بندېدل ښایې د هغه افغانانو ستونزي لا پراخي کړي، چي دمګړي په کور دننه بې روزګاره او ټوله تکیه یې له بهره د خپلو دوستانو پر مرسته باندي ده .