تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د وردګو په جلرېز کې د سېلابونو له کبله د یوې کورنۍ د مړو بوږنوونکي شمېرې
د افغانستان په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول وردګو کې د وروستیو سېلابونو څخه د زیانمنو کسانو نوې بوږنوونکي شمېرې خپرېږي.
په دې لړ کې بي بي سي ته داسې نوملړ ور رسېدلی چې د سېلابونو له کبله د وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ څخه د ۲۱ کسانو مړینه ښيي.
د دې دولتي رپوټ له مخې، په جلرېز کې وروستیو سېلابونو ۲۴ کسان مړه کړي چې له ډلې یې ۲۱ تنه د یوې کورنۍ او پاتې درې د بلې کورنۍ غړي وو.
په دغه مړو شویو کې ۱۱ تنه یې ښځې او نجونې دي.
د وژل شویو کسانو په اړه ویل کېږي چې پکې د بېلابېل عمر کسان دي او رپوټ ښيي چې لږ تر لږه له شپږو کلونو ټېټ لس ماشومان هم اوبو وژلي دي.
د روانې اونۍ په پيل (شنبې، یکشنبې) ورځو دغو زیانرسوونکو سېلابونو له کبله تر اوسه تر لږه د ۵۰ کسانو د مړینې او لسګونو نورو ټپي کېدو پخلی شوی.
د سېلابونو په لومړۍ ورځ له وردګو د ۲۶ تنو د وژل کېدو، ۴۴ ژوبلېدو او ۳۶ نورو کسانو د نادرکه کېدو رپوټ ورکړل شوی و.
په همدې ورځ د کابل پغمان ولسوالۍ کې هم د سېلابونو له کبله د اتو تنو مړینه تایید شوې وه.
له دې خونړیو سېلابونو وروسته د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی هم وړمه ورځ د وردګو جلرېز ولسوالۍ ته سفر وکړ او له زیانمنو کورنیو سره یې د بېړنۍ مرستې لارښوونه کړې ده.
د رپوټونو له مخې، دغو سېلابونو د استوګنې ګڼ شمېر کورونه هم ویجاړ کړي او ډېری کرنیزې ځمکې یې هم له منځه وړي دي.
په ورته مهال د ژغورنې نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د نورو سېلابونو د لوړ کچ خطر خبرداری ورکړی او وايي وروستیو سېلاب ځپلو ته د خپلو مرستو چارې باید ګړندۍ شي.
آي آر سي ویلي، یوازې په کابل، وردګو او لوګر ولایتونو کې ۱۲۰۰ کورنۍ وار له مخه بې ځایه شوې دي.
د طالبانو په حکومت کې پېښو ته د چمتووالي ادارې ویلي، په تېره شاوخوا یوه اونۍ کې د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې نژدې پنځوس کسان وژل شوي او پراخ مالي زیانونه هم اوښتي.
بله خوا، د طالبانو په حکومت کې د برېښنا او اوبو وزارت په راتلونکو ورځو کې هم د سختو بارانونو، سېلابونو او د سیندونو اوبو کچې لوړېدو اټکل کړی او د سېندونو غاړو له اوسېدونکو یې غوښتي چې خوندي سیمو ته ولاړ شي.