تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې سېلابونه؛ مرستندویان وايي، ۱۲۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې
د ژغورنې نړېوالې کمېټې په افغانستان کې د نورو سېلابونو د لوړ کچ خطر خبرداری ورکړی او وايي وروستیو سېلاب ځپلو ته د خپلو مرستو چارې هم ګړندۍ کوي.
آي آر سي ویلي، یوازې په کابل، میدان وردک او لوګر ولایتونو کې ۱۲۰۰ کورنۍ وار له مخه بې ځایه شوې.
د طالبانو په حکومت کې پېښو ته د چمتووالي ادارې ویلي، په تېره شاوخوا یوه اونۍ کې د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې نږدې پنځوس کسان وژل شوي او پراخ مالي زیانونه هم اوښتي.
بلخوا د طالبانو په حکومت کې د برېښنا او اوبو وزارت په راتلونکو دوو ورځو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د سیندونو اوبو کچې لوړېدو اټکل کړی او د سیندونو غاړو له اوسېدونکو یې غوښتي چې خوندي سیمو ته ولاړ شي.
په تېرو څو اونیو کې سیمه او افغانستان، په تېره بیا د افغانستان مرکزي ولایتونه سختو سېلابونو وځپل. د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي د سختو بارانونو له کبله دغه سېلابونه چې د اقلیم بدلون یې د لا ډېروالي لامل دی په ټوله سیمه کې د پراخو ورانیو لامل شوې.
دغې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې اقليمي بدلون داسې جدي ګواښ بللی چې د میدان وردک او لوګر په څېر هغه ولایتونه يې سخت ځپلي چېرې چې د ولسونو ډېره تکیه پر کرنیزو تولیداتو ده او وار له مخه له ګڼو نورو ننګونو سره هم مخ دي.
د آی سي آر سي په وینا دغو سېلابونو په یادو سیمو کې د ډېرو کورونه نړولي او ډېر یې له خپلو کورونو وتلو ته هم اړ کړي چې په سیمه کې يې د خوړو او سرپناه جدي اړتیا رامنځته کړې.
آی آر سي ویلي د دغو سېلابونو له امله دوولس سوه کورنۍ یوازې په کابل، میدان وردک، او لوګر کې بې ځایه شوې او له شپږ سوو ډېر کورونه هم نړېدلي.
دغې ادارې ویلي، خپلې مرستندویه چارې ګړندۍ کوي او پر نړیوالو مرستندویانو هم غږ کړی چې د اقلیم بدلون اړوندو مالي بسپنو کې ډېر زیانمنونکي هېوادونه په تېره بیا د ناورینونو په درشل کې هېر نه کړي.
د دغې ادارې د آسیا څانګې د بېړنیو چارو مشر محمد ریاس ویلي، په میدان وردګ او لوګر ولایتونو کې ټولنې د دغو سیلابونو له ورانیو سره مخ دي په داسې حال کې چې په را روانو ورځو کې د لا نورو بارونونو اټکل هم شوی چې دا حالت د بېړني پام او ملاتړ غوښتنه کوي.
د طالبانو په حکومت کې پېښو ته د چمتووالي ادارې ویاند شفېع الله رحيمي هم پرون ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله لږ تر لږه ۴۸ کسان مړه شوي او پراخ مالي زیانونه اوښتي.
له دې سره هممهاله د طالبانو د حکومت د اوبو او برېښنا وزارت ویلي، د زمري میاشتې په ۵ او ۶مه نېټه د هېواد په ځينو حوزوې سیندیزو سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او سیندونو کې د اوبو ډېرېدو احتمال شته.
د دغه وزارت په ټکو، ''د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې د سختو بارانونو او سېلابونو احتمال شته، د کونړ، لغمان، لوګر، میدانوردګو، خوست، پکتیا، غزني، زابل، د ارزګان ترینکوټ ولسوالۍ او د کندهار ارغنداب ولسوالیو د سیندونو په مسیرونو کې د بارانونو، واورو ویلي کېدو له امله د سېلابونو راوتلو اټکل کېږي.''
د برېښنا او اوبو وزارت د یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتي څو د سېلابونو یا د اوبو ډېرېدو پر مهال د سیندونو غاړو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او دغه راز د ټيټو سیمو خلکو ته دې خبر ورکړی څو د انساني مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.