د پاکستان نوې قامي اسمبلۍ پرانیسته؛ د 'عمران خان ماسک' چا اغوستی و؟

د پاکستان ملي اسمبلۍ نویو غړو نن پنجشنبه د خپلمنځي ناندریو او شعارونو په منځ کې د لوړې مراسم ترسره کړل.
دا مراسم له پلان شوي وخته په یوه ساعت ځنډ پیل شول او د قامي اسمبلۍ اوسني رئیس راجه پرویز اشرف د پارلمان نویو غړو ته لوړه ورکړه.
د اسمبلۍ تالار ته د پاکستان مسلم لیګ نون د مشر نواز شریف له ورتګ سره د نوموړي د ملاتړو او د مخکیني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند د غړو ترمنځ تاوده شعارونه تبادله شول.

د عکس سرچینه، PTV Parliament
پخپله عمران خان که څه هم دمګړۍ په اډیاله زندان کې د بند شپې سبا کوي، خو د نوې ملي اسمبلۍ د پرانیستې پر ورځ تالار کې د هغه څېرې ته ورته ماسکونو د خلکو او رسنیو پام ور اړولی و.
قامي اسمبلۍ ته پر یو شمېر ورغلو عامو خلکو سربېره د پيټيای دوو مشرانو 'شېر افضل مروت' او 'علي محمد خان' هم دغه ماسک اغوستی و.

د عکس سرچینه، Geo News
د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان د دغو مراسمو له پیل لږ وړاندې د اسمبلۍ مخه کې رسنیو ته وویل، پارلمان ته باید یوازې هغه کسان ننوځي چې واقعآ ځان ته د خلکو استازی ویلی شي.
د نوموړي په وینا "د بل د رایو په غلا کولو سره د ولس کور ته راتګ د جمهوریت روح سره په ټکر کې دی."
د پاکستان نوې قامي اسمبلۍ مشر او مرستیال سبا (جمعه د مارچ لومړۍ) ټاکل کېږي.
د دوی ټاکلو لپاره د خپاره شوي مهالوېش له مخې د دغو څوکیو نوماندانو باید نن پنجشنبه د خپلې نوماندۍ اسناد سپارلي وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پخوا معمول دا و چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړو به تر لوړې یوه ورځ وروسته د مشر او منشي د ټاکلو پروسه پیلوله، خو دا ځل د لوړې پر ورځ دغو څوکیو لپاره د نوماندۍ اسنادو د سپارلو سپارښتنه شوې وه.
د یادونې ده چې د مسلم لیک نون او پیپلز ګوند د واکمن اېتلاف لخوا د قامي اسمبلۍ مشرۍ ته سردار ایاز صادق او د سني اتحاد کونسل لخوا چې د تحریک انصاف خپلواک نوماندان یې هم برخه دي، عامر ډوګر د قامي اسمبلۍ مشرۍ ته نوماندان دي.











