پښتونخوا کې د تحریک انصاف نوی حکومت؛ د صوبایې اسمبلۍ غړو لوړه وکړه

پښتونخوا

د عکس سرچینه، X/Amin

پاکستان کې له پنجاب او سېند وروسته نن د پښتونخوا او بلوچستان اسمبلیو ته بریالیو شویو نویو کاندیدانو لوړه وکړه.

پېښور کې د لوړې مراسمو ته جوړه شوې نننۍ (چارشنبې ورځې) غونډه له تاوتریخوالي سره مله وه. مسلم لیګ ن ګوند د ودانۍ د ننه او عوامي نېشنل ګوند له اسمبلۍ بهر اعتراضیه غونډې جوړې کړې وې.

د غونډې د ننه په ځينو وکیلانو د بدنۍ او بوټانو ګزارونه هم شوي دي.

په پښتونخوا کې د رایو غوڅ اکثریت د پاکستان تحریک انصاف ګوند ګټلی او دغه ګوند بابر سلیم د اسمبلۍ مشرۍ ته نومولی دی.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ مشر مشتاق غني نویو بریالي شویو ۱۱۳ وکیلانو ته چې نن حاضر وو لوړه ورکړه.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

له دې مخکې د پاکستان د ملي اسمبلۍ د پخواني مشر اسد قیصر ورور عاقب الله دغې څوکۍ ته غوره شوی و، خو نن د تحریک انصاف ګوند لومړي وزارت څوکۍ ته نوماند عمر ایوب اعلان وکړ چې په دې اړه یې د ګوند پرېکړه بدله شوې.

د اسبملۍ د مشر (سپیکر) او مرستیال لپاره د ټاکنې بهیر سبا (پنجشنبه) په پام کې نیول شوی دی.

بلخوا دغې ګوند علي امین خان ګڼداپور د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر څوکۍ ته غوره کړی دی.

د پښتونخوا لپاره د تحریک انصاف لخوا نوماند اعلی وزیر په دې ایالت کې د امنیت تامین، ټولنیز عدالت، د قانون تطبیق او د عوامو خدمت خپل مهم پلانونه اعلان کړي دي.

د بلوچستان اسمبلۍ غونډه هم نن بلل شوې وه، او ۵۷ نویو ټاکل شویو غړو د لوړې مراسم تر سره کړل. پلان دی چې دلته هم د صوبایي اسمبلۍ د مشر (سپیکر) او مرستیال لپاره سبا (پنچشنبه) ټاکنې وشي.

دا دریم ځل دی چې د پښتونخوا اکثریت څوکۍ د تحریک انصاف ګوند پلوه نوماندان ګټي او دلته حکومت جوړوي.

تحریک انصاف په مرکز (ملي اسمبلۍ) کې هم د ډېرو څوکیو د ګټلو ادعا لري او د ټاکنو په بهیر سختې نیوکې کوي.

په پاکستان کې نوی مرکزي حکومت لا هم نه دی جوړ شوی، په څلورو واړو ایالاتونو کې نویو وکیلانو لوړې کړې خو په بلوچستان او پښتونخوا کې لا هم د صوبايي حکومت جوړولو بهیر پاتې دی.