محسن دوړ: پاکستان کې لږکي باید یو موټی شي کنه "پوځ د ټولو له منځه وړلو پلان لري"

په پاکستان کې د ملي جمهوري غورځنګ (این ډي ایم) مشر محسن دوړ د فبرورۍ پر لسمه یوه اعتراضي لاریون کې په ډزو له ټپي کېدو وروسته په لومړي ځل پر ده د شوي برید د څرنګوالي او تېرو ټولټاکنو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړی پر خپلو ټولنیزو پاڼو خپاره کړي ویډیويې پیغام کې وايي چې د فبرورۍ په لسمه د ټاکنیزو درغلیو پر ضد لاریون پر مهال د میرانشاه پوځي کېنټ مخې ته د پوځیانو جامو کسانو پرې ډزې وکړې.
هغه ویلي دغو ډزو یې د دریو ملګرو ژوند واخیست او د ده په ګډون یې ۱۵ نور ژوبل کړل.
ښاغلي دوړ له بي بي سي سره په تازه خبرو کې هم ویلي، چې پر دوی ډزې پوځیانو کړې او دا چې ګوندې د ده د وژلو پرېکړه لا له ټاکنو مخکې شوې وه.
"هغوي ښايي دا سوچ کړی وي، دی راته پنځه کاله درد سر جوړ و. دا اېلېکشن کمپاین یوه بهانه ده، په دې کې به ترې ځان خلاص کړو."
د پاکستان پوځ او ملکي حکومت تر اوسه د ښاغلي دوړ دغو تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
محسن دوړ چې د پاکستان د پارلمان د تېرې دورې غړی و، دا ځل هم د میرانشاه له حوزې ټاکنو ته ولاړ و خو وايي "پوځ ناکام کړی دی."
هغه په خپل ویډیويي پيغام ادعا کړې چې خلکو د ده په ګټه رایې کارولې دي خو "دا څوکۍ د پوځ لخوا د جمعیت علمای اسلام مولانا فضل الرحمان ته په تحفه کې ورکړ شوې."
هغه دا د پاکستاني پوځ ستراتیژیک ګام او د ځينو موخو لپاره پلان شوی کار بللی دی.
محسن دوړ د پاکستان د تېرو ټاکنو پر مهال دوه ځلې له مرګوني بریده بچ شو. یو ځلې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د ده پر زرهي موټر ډزې وشوې او بیا له ټاکنو وروسته د پوځي ودانۍ مخې ته د اعتراض پر مهال په ډزو ولګېد.

د عکس سرچینه، National Democratic Movement
پر نوموړي برید په پراخه کچه وغندل شو خو خپله د پاکستان جګپوړو سیاسي او پوځي چارواکو پرې خاص غبرګون نه و ښودلی.
د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ او محسن دوړ ملاتړو د هغه له ټپي کېدو وروسته احتجاجي غونډې او لاریونونه هم کړي وو.
دی وايي د پاکستان ځینو ادارو ټوله هڅه وکړه چې "ما له خلکو او پارلمانه لېرې وساتي."
د پښتنو دغه سیاستوال له بریده وروسته په خپل دغه لومړي خپاره کړي ویډیو پیغام کې په پاکستان کې پرتو لږکیو د یو موټي کېدو غږ کړی او په وینا یې که یو موټی نشي، "د پلان له مخې" له منځه وړل کېږي.
د هغه اشاره ظاهرآ د پاکستان پوځ تګلارو ته ده چې د ځينو نورو سیاسي جریانونو او ملتپالو ګوندونو غبرګونونه یې هم پارولي او په تېرو ټاکنو کې د درغلیو ګوته هم پوځ ته نېولې ده.

د عکس سرچینه، National Democratic Movement
د محسن دوړ له ویشتلو وروسته د ملي جمهوري غورځنګ غړو او د ده پلویانو په بېلابېلو ځایونو کې احتجاجي لاریونونه کړې په ده شوی برید یې غندلی او په ټاکنو کې یې د شفافیت غوښتنه کړې.
محسن دوړ د پاکستان له سترې محکمې هم غوښتي چې په شمالي وزیرستان کې په ده او ملګرو شوي برید په اړه پلټنې وکړي او په وینا یې ښکیلو کسانو ته باید عبرتناکه سزا ورکړل شي.
د پاکستان پوځي ادارو د حسن دوړ په شان ادعاوو ته تر اوسه څه خاص غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ګډون ډېرو نورو سیاستوالو هم په تېرو ټاکنو کې د درغلیو ادعا کړې او دا یې ویلي چې که لاسوهنې نه وای شوې، ټاکنې یې ګټلې وې.
خو د پاکستان ټاکنو کمیسیون دا نه مني چې په تېرو ټاکنو کې دې درغلۍ او لاسوهنې شوې وې.
پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه د ملي او ایالتي اسمبلیو ټاکنې وشوې خو ټاکنیزې ناندرۍ لا هم روانې دي.












