محسن دوړ شمالي وزیرستان کې په ډزو ټپي شوی؛ غبرګونونه ورته څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په پاکستان کې د نېشنل دیموکراتیک ګوند مشر محسن دوړ د ډزو په یوه پېښه کې ټپي شوی دی. دا چې دا ډزې چا کړې، تر اوسه په دې هکله ضد او نقیض رپوټونه ورکول کېږي.
په پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله په خپل رپوټ کې وايي، ښاغلي دوړ له خپلو نورو ګوندي ملګرو سره یو ځای د شمالي وزیرستان میرانشاه په پوځي سیمه کینټ کې د ټولټاکنو پایلو ځنډولو له کبله احتجاج کاوه، چې د ډزو دا پېښه رامنځته شوه.
د ځايي پولیسو مشر دفتر مسوولینو بي بي سي ته په دې هکله وویل، چې محسن دوړ، ګوندي ملګري یې او د ځینو نورو سیاسي ګوندونو کسان هلته د ټاکنو پر پایلو د اعتراض په تړاو د احتجاج لپاره په داسې حال کې یو ځای شوي وو، چې وسله وال کسان (ساتونکي) هم ورسره وو.
د مسوولینو په وینا په دغه ځای کې د رایو شمېر بهیر روان و، هلته د مرکز امنیت ساتونکو کسانو د مرکز دروازې وتړلې، خو په وینا یې په همدې ترڅ کې بیا د دواړو لوریو لخوا ډزې شوې، چې د محسن دوړ په ګډون ځینې کسان پکې ټپیان شوي دي.
په دې پېښه کې د محسن دوړ څلور نور ملګري هم ټپیان شوي دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي. په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې محسن دوړ په ټپي شوي حالت کې پر ځمکه پروت دی او کالي یې په وینو ککړ دي.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، social media
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دا پېښه غندلې ده. نوموړي په یوه اېکس پیغام کې د دې پېښې پړه پر پاکستاني امنیتي ځواکونو غورځولې، چې په وینا یې پایله کې یې ښاغلی دوړ ټپي شوی دی. ښاغلي پښتین په خپل پیغام کې زیاته کړې:
''د دې پېښې پر ضد له محسن دوړ او د ده له ګوند سره ولاړ یو. الله تعالی دې ده ته روغتیا ورکړي. امنیتي ادارې دې د بدمعاشۍ لړۍ بنده کړي.''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د پاکستان پارلمان مخکینۍ غړې بشرا ګوهر دا پېښه پر محسن دوړ او ګوندي ملګرو یې برید بللی او په سختو ټکیو یې پېښه غندلې ده.
د پاکستان د پارلمان بل مخکیني غړي علي وزیر هم دغه برید غندلی او تور یې لګولی چې دې پېښه کې ځايي پولیس ښکیل دي.
مخکیني افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ښاغلي دوړ د ټپي کېدو په هکله خواشیني څرګنده کړې او دا یې (بزدلانه او وحشیانه حمله) بللې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د یادونې ده، چې د پاکستان وړمې ورځې ټولټاکنو پایلو ځنډ له کبله پرون د سوات په شانګله سیمه کې هم احتجاجونه شوي وو.
په هغه پېښه کې د درې کسانو وژل کېدل او د شپږو نورو کسانو ټپي کېدل تائید شوي وو. د پاکستان په ټاکنو کې له بېلا بېلو ځایونو د درغلیو د ادعاوو رپوټونه ورکول کېږي. د تحریک انصاف ګوند پلویانو هم په ګڼو ښارونو کې لاریونونه کړي دي او ادعا کوي چې ټاکنو کې یې ټګۍ برګې شوې دي.
هممهاله د پاکستان مسلیم لیګ ن ګوند هم ادعا کړې چې ګوند یې تر ټولو ډېرې رایې خپلې کړې دي او له خپلواکو نوماندانو یې غوښتنه کړې چې د حکومت په جوړولو کې ورسره یو ځای شي.











