عمران خان: د خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتي اسمبلۍ لغوه کوو

د عکس سرچینه، PTI
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، ګوند یې په راتلونکو څو ورځو کې دوې ایالتي اسمبلۍ لغوه کړي.
د عمران خان تحریک انصاف ګوند پر پنجاب ایالت او خیبر پښتونخوا ایالتونو حکومت کوي.
دا اقدام له وخت وړاندې د ټاکنو ترسره کولو لپاره پر مرکزي حکومت د فشار راوړلو لپاره د عمران خان یوه نوې هڅه ده.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان دا اعلان په لاهور کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د خبرو پرمهال وکړ.
ویل کېږي عمران خان په دې ګام سره غواړي پر مرکزي حکومت فشار راولي چې له ټاکل شوي وخت مخکې ټاکنې وکړي.
ښاغلي خان چې ښي اړخ ته یې د پنجاب ایالت اعلی وزیر او کیڼې خوا ته یې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ناست وو، خپلو پلویانو ته وویل:
"هو، زه به باید یوه لویه پرېکړه وکړم او اعلان وکړم، ما دا غوښتل چې زه د خپل قوم مخې ته دا کېږم چې موږ دې پړاو ته څنګه ورسېدو، چې زموږ خپل حکومتونه او راج دی. دلته څنګه داسې پړاو ته ورسېدو،موږ فکر کوو چې د خپلو حکومتونو قربانۍ ته هم تیار یو. په دې هېواد کې تر هغه چې رڼې او شفافې ټاکنې ونه شي، زموږ د ټولو وېره دا ده چې هېواد ډوبېږي".

د عکس سرچینه، PTI
د روان کال اپرېل کې د عمران خان اپوزیسیون ګوندونو په قومي اسمبلۍ کې د هغه پرضد د نه باور رایه ورکړه او هغه یې بې واکه کړ.
خپلو پلویانو ته په وروستۍ وینا کې نوموړي ددې کار لامل د پاکستان د پوځ پخوانی مشر قمر جاوېد باجوه وباله.
ښاغلي باجوه هم د تېرې میاشتې وروستیو کې له خپلې دندې متقاعد شو.
د لومړۍ وزیرۍ له دندې د عمران خان له لیرې کېدو سره هغه پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې لاریونونه وکړي او لارو کوڅو ته راووځي.
له هماغه وخت راهیسې ښاغلی خان او پلویان یې احتجاجونه کوي.
د نومبر په لومړیو کې د یوه لاریون پرمهال یوه وسله وال بریدګر پر ښاغلي خان ډزې وکړې او نوموړی یې ټپي کړ.











