یان اېګلنډ:‌ افغان ښځو ته د کار اجازه ورکړئ؛ طالبان: د "شرعي چوکاټ" جوړولو په هڅه کې یو

کابل

د عکس سرچینه، Taliban

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو لپاره د ناروې کمېټې یا (NRC) له عمومي رئیس سره کابل کې کتلي دي.

ددغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، د یکشنبې ورځې دې کتنه کې د طالبانو د مهاجرینو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د (NRC) له مشر یان اېګلنډ سره د کډوالو او

 کورنیو بې‌ځایه شوو لپاره د مرستو سولو کې د ستونزو د هواري په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي اېګلنډ وویل، مؤسسې یې په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۵۰ زره افغانانو ته مرستې رسولي او په راتلونکي کې غواړٍي ۷۰۰ زره افغانانو ته مرسته ورسوي.

ده وویل "موږ ژمنه کوو چې مرستې به د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمې کوو "اسلامي امارت" دې ښځو ته د کار اجازه ورکړي".

نوموړي زیاته کړه، "ما مخکې هم په دوحه، اوسلو او دلته په افغانستان کې د "اسلامي امارت " له مشرانو سره ناستې او له خلکو سره بحثونه کړي".

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د مهاجرینو چارو وزیر وویل، هڅه یې دا ده چې د ښځو د تعلیم او کار لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځ ته شي او "بشري مرستې باید شرطونه ونه لري".

خلیل الرحمن حقاني وايي "زموږ او ستاسو هدف، چې اړمنو ته مرستې رسول دي؛ یو دی، ددې لپاره که یوه لاره بنده شي نورې ډېرې خلاصې دي او موږ ډاډ درکوو، چې په دې برخه کې موږ درسره پوره همکار یو".

ښاغلي حقاني په دې ناسته کې ویلي چې د افغانانو ستونزې په یوه یا دو کیلو مرستو نه حلېږي، بلکې له نړیوالو یې غوښتنه دا ده چې " دغه مرستې دې په داسې شکل ورکړل شي چې اساسي ستونزې حل کړي".

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر دا غوښتنه هم کړې چې دده په ټکو "بهرنیان دې د افغانستان په اړه له بهره فیصلې نه کوي باید دلته حقایق په پام کې ونیول شي".

ترکيې تېر کال څه باندې ۶۸ زره ناقانونه افغان کډوال له خپل هېواده ايستلي

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

دا کتنه داسې مهال شوې چې د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي په تېر ۲۰۲۲ کال کې یې له خپل هېواده له ۱۲۴ زرو ډېر ناقانونه کډوال ایستلي چې په دوی کې له ۶۸ زرو ډېر یې افغانان دي.

ترکیې ویلي، د نیول شویو ناقانونه کډوالو شمېر د تېرو کلونو پرتله په لوړېدو دی چې تر ټولو لوړ شمېر پکې د افغانانو دی.

وړمه ورځ د ترکیې اګرې ولایت چارواکو ویلي وو چې ۲۲۷ ناقانونه افغان کډوال یې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم په دې وروستیو کې په ډېرېدونکي ډول بېرته د افغانانو د ورستنېدو خبر ورکوي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د افغانانو کډوالي یوه نوي پېر ته ننوتله. لکونه افغانان تازه کډوالیو ته اړ شول او ورسره په ګاونډیو هېوادونو کې له دغو کډوالو سره د ناسم چلند او بېرته يې په زوره افغانستان ته د ستنولو راپورونه هم ډېر شول.