ترکيې تېر کال څه باندې ۶۸ زره ناقانونه افغان کډوال له خپل هېواده ايستلي

د خېر ښېگڼې ادارو کارکوونکو نن پس له غرمې هم د ښار په بېلابېلو سيمو کې پټو جوړو شويو پنډغالو کې پر کډوالو خواړه ويشل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترکيې د کډوالو اداره وايي، تېر ۲۰۲۲ کال کې يې له خپل هېواده له ۱۲۴ زرو ډېر ناقانونه کډوال ايستلي دي.

رسنيو د يادې ادارې له قوله راپور ورکړی چې په دوی کې له ۶۸ زرو زيات يې افغان او ۱۲ زره يې پاکستاني وګړي دي.

د ترکيې د کډوالۍ ادارې پر وېبپاڼه خپاره شوي معلومات ښيي چې په ترکیه کې د نیول شویو ناقانونه کډوالو شمېر د تېرو کلونو او حتی تېرو میاشتو پرتله لوړ شوی او لا په لوړېدو دی چې تر ټولو لوړ شمېر پکې د افغانانو دی.

تازه وړمه ورځ هم د ترکيې د ختیځ اګرې ولایت چارواکو ویلي چې ۲۲۷ ناقانونه افغان کډوال يې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

د ترکيې د کډوالۍ ادارې یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، دغه کسان لومړی د آګر هوايي ډګر او له هغه ځایه د هوا له لارې خپل هېواد ته استول شوي خو په دې اړه يې نور جزئیات نه دي ورکړي.

له دې وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ ویلي وو چې ترکيه معمولا لسګونه زره افغان پناه غوښتونکي هم له ایران سره له خپلې پولې بېرته د ایران خاورې ته په شا کوي او ایران يې هم نېغ بېرته افغانستان ته ستنوي په داسې حال کې چې د دغو کډوالو د خونديتوب په خاطر د دوی د هېڅ یوه پر قضیه غور نه کېږي.

د دغه بنسټ په راپور کې دا هم راغلي وو چې د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره ترکيې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او بې پوښتنې بیا ستنولو لړۍ چټکه کړې او په ترکيه کې يې هم د نړیوال خوندیتوب د غوښتنو د ثبت مخه نیولې.

د کډوالو د حقونو ملاتړي بنسټونه وايي د ترکیې د کډوالو ادارې په تېر کال کې د شاوخوا نوي سلنه افغان پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې هم رد کړې دي. دا کسان حتی د ترکيې د دولتي روغتيايي خدماتو کارولو حق هم نه لري.

افغان کډوال

د عکس سرچینه، MoRRAfg

د عکس تشریح، په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، ایراني چارواکي هره ورځ "تر ۲۰۰۰ افغان کډوال" افغانستان ته ستنوي.

پر ټولنیزو رسنیو هم د دغو کډوالو د حالت په تړاو داسې وېډیوګانې خپرې شوې چې پکې ښکاري دغه پناه غوښتونکي ربړول کېږي او ځورول کېږي.

د ترکيې په اېزمير ولایت کې د افغان پناه غوښتونکو له یوه پنډغالي هم د اعتراض په یوه وېډیو کې ویل کېږي چې پولیس افغان کډوالې میرمنې او ماشومان ډبولي. دوی هلته د ډوډۍ او اوبو د نشتوالي په نیوکه کې اعتراض کړی و.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم په دې وروستیو کې په ډېرېدونکي ډول بېرته د افغانانو د ورستنېدو خبر ورکوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د هرات د اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو پله لارې د زرګونو کسانو د بېرته ورستنېدو خبر ورکړی.

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني له نورو هېوادونو غوښتي وو چې افغانان دې په زوره نه ورستنوي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د افغانانو کډوالي یوه نوي پېر ته ننوتله. لکونه افغانان تازه کډوالیو ته اړ شول او ورسره په ګاونډیو هېوادونو کې له دغو کډوالو سره د ناسم چلند او بېرته يې په زوره افغانستان ته د ستنولو راپورونه هم ډېر شول.