د هلمند پوهنتون یو شمېر استادانو د شهزاده هري د محاکمې غوښتنه کړې
د بریتانیاد پاچا د زوی شهزاده هري د یادښتونو د یوې برخې له خپریدو وروسته چې په کې یې ویلي وو،په افغانستان کې یې د خپل ماموریت پر مهال ۲۵ تنه طالب وسله وال وژلي د هلمند پوهنتو ن یو شمېر ښوونکو او چارواکو د دغه ولايت د پوهنتون په يوه احتجاجي غونډه کې د نوموړي د محاکمې غوښتنه وکړه.
د افغانستان ملي تلويزيون چې د طالبانو له خوا اداره کېږي، خبر ورکړی چې د پوهنتون چارواکو او استادانو له نړيوالې ټولنې غوښتي چې شهزاده هري محکمې ته راکش کړي.
شهزاده هري په خپلو يادښتونو کې ويلي چې په هملند کې یې د خپل ماموريت پر مهال ۲۵ طالبان وژلي دي، ده ويلي، "دوی لکه د شطرنج دانې بايد له تختې لېرې کړای شوي وی، بد خلک وړاندې تر دې چې ښه خلک ووژنئ بايد له منځه لېرې شي."
د شهزاده هري د يادښتونو د دې برخې خپرېدل په افغانستان او بريتانيا کې له غبرګونونو سره مخ شوي دي.
تر دې مخکې د طالبانو حکومت د نوموړي څرګندونې د بشریت ضد جنایت بللې وې.
د برتانیا د پوځ یوه پخواني قوماندان هم ویلي چې شهزاده هیري په افغانستان کې د طالب جنګیالیو د وژلو په اړه په څرګندونو سره د هغه شهرت ته زیان رسولی دی.
ډګروال ریچارډ کېمپ وايي هغه ډول چې هري په خپل کتاب کې د وسله والو په اړه خبرې کوي له هغه څه سره سمون نه لري، څنګه چې د بریتانیا پوځ خپل سرتېري روزي.

د عکس سرچینه، RTA















