بورکینا فاسو کې پر درېیو کلیو بریدونو کې له ۱۷۰ ډېر کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په لوېدیزه افریقا کې د بورکینا فاسو چارواکي وايي، دغلته درېیو کلیو کې په وسله والو بریدونو کې لږترلږه ۱۷۰ کسان وژل شوي دي.
د بورکینا فاسو لوی څارنوال علي بنیامین کولیبالي له عیني شاهدانو غوښتي چې د بریدګرو په پېژندلو او موندلو کې ورسره همکاري وکړي.
هممهاله د دغه هېواد پوځ د توندلارو اسلامپالو لخوا "د ښاري مرکزونو" په ګډون بېلابېلو سیمو کې د بریدونه خطر د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.
په ۲۰۲۲ کال بورکینا فاسو کې پوځ د واک واګي په لاس کې واخیستل، خو د دغه هېواد تر یو درېیمې ډېره برخه اوس هم د وسله والو اورپکو په کنټرول کې ده.
ښاغلي کولیبالي وویل د فبرورۍ پر ۲۵مه یاتېنګا ولایت کې پر کلیو د بریدونو په اړه یې څېړنه پیل کړې ده.
د اې اېف پي خبري اژانس د رپوټ له مخې په دغو بریدونو کې لسګونه ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي.
تر اوسه مالومه شوې نه ده چې دا بریدونه کومې ډلې کړي.
تر دې ورمخکې د بورکینا فاسو نورو سیمو کې پر یوې کلیسا، جومات او پوځي مرکزونو هم بریدونه شوي وو.
خو چارواکي وايي ګومان نه کوي چې دا وروستۍ پېښې دې له هغو بریدونو سره څه تړاو ولري.
د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز د جمعې پر ورځ سرتېرو ته خبرداری ورکړی چې د توندلارو لخوا د ځانوژونکو بریدونو ډېر شوي خطر ته په کتو هوښیار او چمتو اوسي.
هغه زیاته کړه چې په ښارونو کې هم پر امنیتي ځواکونو "د یو لړ پراخې کچې بریدونو وېره" موجوده ده.

د عکس سرچینه، REUTERS
د بشري مرستو کارکوونکي وايي، بورکینا فاسو د نړۍ هېره او له پامه غورځېدلې ده.
په دغه هېواد کې له کلونو راهیسې روانو ناامنیو تر دوه میلیونو ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي او ملګري ملتونه اټکل کوي چې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو له هرو څلور یو یې د لوږې له کبله سمه وده نه کوي.
بورکینا فاسو کې پوځ دوه کاله وړاندې له دې ژمنې سره واک لاس کې واخیست چې یاغیان به ځپي، خو د دوو کلونو له تېرېدو سره سره تاوتریخوالی لا دوام لري.
د اقتصاد او سولې اېنسټیټیوټ تېره اوونۍ وویل "د ترهګرۍ ټاټوبی اوس بالاخره په بشپړ ډول له منځني اسیا د افریقا صحرا په سویل کې د مرکزي ساحل سیمې ته لېږدېدلی دی."
په مرکزي ساحل کې د نورو هېوادنو ترمنځ بورکینا فاسو، مالي او نایجر هېوادونه هم پراته دي.











