کېنیا کې سیلابونو له ۴۰ ډېر کسان وژلي؛ امریکا کې هم توپانونو مرګژوبله اړولې

د ویډیو تشریح، سېلابونو په کینیا، تنزانیا او برونډي کې ویجاړي رامنځ ته کړې

د کېنیا په مرکز کې له موسمي بارانونو او سیلابونو وروسته یو بند مات شوی او لږ تر لږه ۴۰ کسان یې وژلي دي.

ځايي چارواکي وايي، د رفت په دره کې د بند له ماتېدو وروسته اوبه پر کورونو ورننوتې او ګڼ خلک یې لاندې کړي دي.

د کېنیا په لوېدیځ کې سیلابونو سړکونه هم وېجاړ کړي دي.

د ناکورو ایالت والي سوسن کېهېکا ای ایف پي خبري اژانس ته ویلي، "د اټکل له مخې ۴۲ کسان وژل شوي دي. لا هم ګڼ خلک په خټو کې ورک دي."

په کېنیا کې د سیلابونو له امله له تېرې میاشتې راهیسې څه باندې سل کسان مړه شوي او چارواکو نوی ښوونیز کال د یوې اوونۍ لپاره ځنډولی دی.

د پوهنې وزارت ویلي، که په اوسنیو شرایطو کې ښوونځي پرانیزي، ښايي شي د زده کوونکو ژوند له خطر سره مخ شي.

امریکا کې توپانونه

د ویډیو تشریح، د امریکا اوكلاهوما توپان: له هوا اخیستل شویو وېډیوګانوې کې ویجاړي ښکاري

له افریقا لېرې، د امریکا په مرکزي برخه کې د لسګونو توپانونو له امله د یوه څلور میاشتني ماشوم په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.

په لسګونو زره اوسېدونکو د جلا جلا توپانونو وروسته چې د جمعې په ورځ پیل شوي برېښنا له لاسه ورکړې ده.

په وژل شویو کې څلور د اوکلاهوما دي، چېرې چې په لسګونو سیمو کې بېړنی حالت اعلان شوی.سیمه‌ ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په آیوا کې د توپان له امله د ټپونو له امله پنځم کس مړ شوی دی.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې اعلان وکړ چې د لومړنیو څېړنو له مخې د شنبې په ورځ د ځینو توپانونو سرعت په ساعت کې له ۲۱۸ کیلومترو څخه زیات و.

د اوکلاهوما ایالت د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې شاوخوا ۱۰۰ تنه ټپیان شوي دي.

د اوکلاهوما په ختیځ کې د سلفر ښارګوټی په ځانګړې توګه سخت ځپل شوی. په یوه ویډیو کې ویجاړ شوي کورونه او ړنګ شوي ګاډي ښودل شوي.

د هولډن وېل و ماریټا ښارونه هم سخت زیانمن شوي.