امریکا کې د توپان له امله د مړو شمېر ۲۶ ته ورسېد

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په سویل او منځني لویدیځ کې د سختو توپانونو له امله تر دې دمه ۲۶ کسان وژل شوي دي.
د امریکا په ځینو ایالتونو کې دغه توپان یو شمېر کورنه هم ویجاړ کړي او زرګونه خلک یې د برېښنا له شتون بې برخې کړي دي.
ارکنساس، تینیسي، الینوس، اندیانا، الاباما او میسیسیپي د امریکا هغه ایالتونه دي چې توپان له امله مرګژوبله لري.
د توپاني سیمې یوه اوسیدونکې وايي، د توپان له ویرې د خپل مېړه او ماشومانو سره په یوه کوچني تشناب کې پټه شوې وه د هغې په ټکو: "مونږ دعاګانې کولې او یو بل ته مو بښنه کوله، فکر مو کاوه چې نور مړه کېږو."
د توپان د شدت له امله یې یوه ونه په کور رالوېدلې خو دوی ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.
نوموړې د ای پي خبري اژانس ته وویل: " مونږ د کور لړزه احساسوله، یو ډول غږ یې کاوه، د کور لوښي کړنګېدل او شېبه وروسته ارامي شوه."
د وین ښوونځي یوې ښوونکې لیزا وردن وویل چې، کورونو ته د زدکوونکو د ژر استولو پرېکړه خورا مهمه وه.
نوموړې رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "مونږ یوه نیمه بجه له موتر ښکته شوو، د خدای رحم و که نه نور کله به دا مهال ماشومان په بس کې و که دا پرېکړه مو نه وای کړی لا نوره ویجاړې یې کوله."

د عکس سرچینه، Reuters
والي سارا هکابي سندرز د جمعې پر ورځ د ارکنساس ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړ او ملي ګارد د مرستو لپاره کار پیل کړ.
هغې همدا راز ویلي چې، ولسمشر جوبایډن سره یې د وضعیت په اړه خبرې کړي دي او هغې ورسره د فدرالي مرستې ژمنه کړې.
د جمعې د ورځې توپان د الینوس ایالت په بیلویدیر تیاتر چت هم رانړولی چې له امله یې یو کس مړ شوی او ۲۸ نور ټپیان شوي.
د رپوټونو له مخې، د ویرجینیا، اوهایو او پنسلوانیا ایالتونه تر ټولو زیات اغېرمن شوي دي.
امریکا کې توپان داسې مهال راځي چې یوه اونۍ مخکې میسیسیپي کې د توپان له امله ۲۶ کسان وژل شوي وو.
د چارواکو په وینا دغه توپان شاوخوا ۲ زره کورونه ویجاړ کړي وو.
ولسمشر جوبایډن هم بیا د جمعې پر ورځ د خواخوږۍ لپاره دغه ایالت ته تللی و.










