ملګرو ملتونو سوډان کې هوايي برید غندلی

د عکس سرچینه، Reuters
ملګرو ملتونو د سوډان پلازمېنې خرطوم په ګڼ مېشته سیمه کې هغه هوايي برید غندلی چې لږ تر لږه ۲۲ تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو بيبيسي ته ویلي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
دغه هوايي بریدونه شنبه سهار وختي خرطوم کې د نیل سیند پورې غاړه د 'ام درمان' ښار په دارالسلام ناحیه کې شوي.
د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو (ار اېس اېف) په نوم ملېشه له اپرېل راهیسې پر خرطوم د کنټرول لپاره خپلو کې جګړه کوي.
دا جګړه تر هغې وروسته پیل شوه چې د پوځ د مشر جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو د مشر جنرال محمد حمدان دقلو ترمنځ د هېواد د راتلونکې پر سر مخالفت راغی.
شنبه په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګژوبلې له کبله د دې کړکېچ له پیل راهیسې په ډېرو خونړیو ورځو کې شمېرل شوې.
رویټرز خبري اژانس خرطوم کې د یوه روغتیايي چارواکي په حواله ویلي چې د شنبې ورځې هوايي بریدونو کې ۲۲ کسان وژل شوي، خو د 'ار اېس اېف' سرچینو دا شمېر ۳۱ تنه ښودلی دی.
دې ملېشې یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې کورونو ته پراخ زیانونه اوښتي.
د چټک ملاتړ ځواکونه د خرطوم او د دغه ایالت د دوو سترو ښارونو 'ام درمان' او 'بحري' پر ډېرو برخو کنټرول لري.
د سوډان پوځ له دغو سیمو د دې ملېشې د جنګیالیو په شا تمبولو لپاره وخت ناوخت هوايي او د توپخانې بریدونه کوي.
سوډان کې د کورنۍ جګړې پر پیل ۱۲ اونۍ اوړي او په دې موده کې په ځانګړې توګه د خرطوم اوسېدونکو پراخ کړاو ګاللی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د رپوټونو له مخې دغلته هټۍ او پلورنځي ډېر کم وخت پرانیستې وي او نږدې ټول روغتیايي مرکزونه او تاسیسات پکې تړل شوي دي.
د یادونې ده چې دا نښتې او تاوتریخوالی یوازې په خرطوم پورې هم نه دی محدود پاتې شوی، بلکې لوېدیځ دارفور سیمې ته هم غځېدلی چې کلونه کلونه یې خونړۍ قومي جګړې تجربه کړي.
په دې جګړه کې تر دې دمه د سوډان لروبر سلګونه کسان وژل شوي او نږدې ۳ میلیونه نور د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړوتي دي.
په دې موده کې که څه هم څو ځله لنډمهاله اوربند شوی، خو دوام یې نه دی کړی.
ختیزه افریقا کې د ۸ هېوادونو سوداګریز بلاک 'ایګاد' اوس هڅه کوي چې د سوډان جګړې د ښکېلو خواو ترمنځ د سولې خبرې بېرته پیل شي.
دوی په همدې موخه دوشنبه ایتوپیا کې یوه ناسته رابللې ده.
خو د سوډان پوځ د مشر یوه ویاند ویلي، چې هغه په دغو خبرو کې ګډون نه کوي.











