سیګار: د غني او عبدالله ترمنځ اختلافات د پوځ او امنیتي ادارو د پاشل کېدو لامل شول

د افغانستان پر بیارغاونه د څار امریکايي ادارې "سیګار" په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، د افغانستان د پخواني دولت د پرځېدو یو مهم دلیل د پښتنو او نورو قومونو ترمنځ سیاسي ناندرۍ وې. په ځانګړي ډول د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافات ددې لامل شول چې پوځ او امنیتي ادارې یې وپاشلې. په دې توګه په پوځ کې د نوي نسل او پخوانیو جهادي افسرانو ترمنځ رقابتونه د پوځي بنسټونو د کمزوري کېدو یو بل دلیل یاد شوی.

د افغانستان پر بیارغاونه د څار امریکایۍ ادارې سیګار د پخواني افغان ملي پوځ د لیکو شړېدو ارزونه له هغه نېټې یوه ورځ وړاندې خپره کړې چې پخواني افغان دولت به هر کال د سرتیري د ورځې په توګه لمانځله.

د کب ۹ په یوه وروستۍ لمانځانه کې لیدل کېږي چې د خوړو په یوه لویه خونه کې افغان سندرغاړي سرتېرو ته د وطن ترانې اوروي او د هغوی احساسات ستايي.

پر دغه پوځ او نورو امنیتي ځواکونو امریکا ۸۸ میلیارده او ۳۲ میلیونه ډالره لګښت کړی و. پوځ هره ورځ د ګڼو ځوانان د ژوند پر بایلات ولاړ و.

د سرتېري لمانځنې پر ورځ ولسمشر د اعلی سر قوماندان په توګه سرتېري ستایل او د وطن ساتنې ته یې هڅول.

ګوتنیوونکي وايي، د نظام پرځېدو پر موکه ولسمشر، د دفاع وزیر او نورو امنیتي مشرانو، او لوړ پوړو جنرالانو هماغه سرتېري یوازې پر تش ډاګ پرښودل چې د دوی د حکومت ساتنې ته ولاړ وو، او هغوی ترې په پوځي چورلکو کې له هېواده ووتل.

پوځ کې بدلون

سیګار خپل تازه رپوټ کې د افغان پوځ د لیکو له ماتېدا لږ وړاندې د ۲۰۲۱ کال د مارچ او جون میاشتو ترمنځ له یوه مخه بدلونونه د طالبانو پر وړاندې د پوځ د ځواک کمزوري یادوي او وايي ولسمشر غني په خورا چټکۍ د پوځ لیکو کې پراخ بدلونونه راوستل.

د سیګار د ادعا له مخې چې ښاغلي غني د پوځي ادارو ډېر مشران د پښتنو په ځانګړي ډول غلجي خاښه افسران په مهمو څوکیو وګمارل او له دې سره د پوځ ګامونه پڅ شول.

د سیګار یو شنونکی تیمور شاران وايي، د ولسوالیو بایلل د پوځ له لاسه نه بلکې د پولیسو په تشکیلاتو او جوړښت کې بدلون او نويوالي له امله و، داسې چې د ولسوالیو نوي پولیس قوماندانان له ځايي خلکو او پرګنو سره په اړیکه کې نه و.

هغه ادعا کوي چې په وروستیو ۱۸ میاشتو کې د پوځ پرځای پولیسو په لومړیو کرښو کې جګړه کوله څه چې ټیټ مورال او سیاسي رنګونو د پولیسو په نوي جوړښت کې دې ته لار جوړه کړه چې نظام وپرځي.

امریکايي جنرال جیمز متیس چې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ کاله یې د سیګار د مشر او له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۸ پورې ددفاع د وزیر په توګه دنده ترسره کړې وايي "د سیاسي تګلارو ناروښانه حالت، او هغه لارې چې موږ پرې روان وو هیڅ مو دا ډاډ نه لیده چې ایا راتلونکی کال به موږ هلته پاتې یو، که به لاړ شو. موږ ډاډه نه و چې برید وکړو، شاتګ وکړو او یوه لوري کې ځانونه ووژنو."

د افغان پوځ یوه لوړ پوړي جنرال سمیع سادات دغه بنسټ ته ویلي، " په سلو کې ۹۸ هوايي بریدونه د امریکا له لوري درول شوي وو.

سرتېرو احساسوله چې دوی امریکا یوازې پرایښي. امریکايي پوځيان حیران و چې څه وکړي او څه ونه کړي، د امریکا پوځ هره ګړۍ په دوحه کې د زلمي خلیلزاد له دفتر او د بهرنیو چارو له وزارت سره همغږي کوله چې څه باید وکړي."

یوه بل جنرال هبت الله علیزي ویلي "امریکا او ملګرو یې لیدل چې طالبان زموږ پر څوکیو بریدونه کوي، هغوی د طالبانو د بریدونو ویډیوګانې لرلې خو هغوی به ویل نه غواړو جګړه کې ښکېل شو، او دا چې موږ ځېنې محدودیتونه لرو".

د بهرنیو چارو یوه پخواني مرستیال وزیر حکمت کرزي سیګار ته ویلي "غني په ورځنیو تاکتیکونو او ډېرو وړ خبرو کې لېوالتیا لرله. ولایتونه بایلل شوي وو، خو هغه څلور ساعته د ملي تدارکاتو په اړه غونډه لرله. هغه د ښار جوړونې په غونډو داسې مهال بوخت و چې سیمې یې د دولت له ولکې په وتلو وې."

د جنرال مسعود انداربي په نوم د کورنیو چارو پخواني وزیر ویلي، "هېچا نه غوښتل د غني لپاره ومري، او د هغو کسانو لپاره ځانونه قرباني کړي چې هیواد کې د غلا او لوټمارۍ لپاره پاتې دي."

د رپوټ ډیر پام پر دې دی چې سیاسي ناندرۍ او په پرځېدلي جمهوریت کې د سیاسي ونډو په ځانګړې ډول د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني تربګنیو پوځ، د امنیتي ځواکونو نورې لیکې او ان له لویه سره نظام ونړاوه.