غني: د کابل د سقوط پر مهال خبر نه وم چې چېرې ځو؛ د الوتکې له پورته کېدو وروسته پوه شوم چې افغانستان پرېږدو

د افغانستان پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د اګست پر پنځلسمه له پلازمېنې کابله د روانېدو پر مهال خبرو نه و چې چېرې ځي او د الوتکې له پورته کېدو وروسته پوه شو چې له افغانستان وځي.

ښاغلي غني وویل، د اګست پر ۱۵ سهار یې هېڅ ګومان نه کاوه، دا یې په افغانستان کې وروستۍ ورځ ده.

ښاغلي غني ویلي،‌ کله چې په وضعیت پوه شو نو هدایت یې وکړ چې خوست ته د روانېدو تابیا دې ونیول شي، خو ورته وویل شول چې خوست هم سقوط کړی.

نوموړي دا څرګندونې د بریتانیا د پوځ پخواني لوی درستیز جنرال نېک کارټر سره په ځانګړو خبرو کې کړې دي‌ چې د بي بي سي انګلیسي (راډیو-۴) او بي بي سي پښتو له لارې نن پنجشنبه خپرېږي.

په دې ځانګړو خبرو کې پخواني افغان ولسمشر د اګست د پنځلسمې، یعني د کابل د سقوط ورځې پېښو ته په اشارې ویلي:

"د هغې ورځې پر سهار مې فکر هم نه کاوه چې ماسپښین به له افغانستان ووځم. موږ ته ویل شوي وو چې حقاني شبکه به کابل ته نه داخلېږي. خو دوه ساعته وروسته وضعیت بدل و. د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب او د ولسمشر د امنیت ځانګړي ځواک (پي پي اېس) قومندان راغلل او راته یې وویل چې (پي پي اېس) سقوط کړی.‌ که ما مقاومت کړی وای نو دوی ټول به وژل شوي وای. دا توان یې نه درلود چې زما او د محب دفاع وکړي. ډاکټر محب سخت وارخطا و. ما ته یې له دوه دقیقو ډېر وخت رانکړ. زما هدایت دا و چې خوست ته د تلو تابیا ونیسو. هغه (محب) راته وویل چې خوست او جلال اباد هم سقوط کړی. زه نه پوهېدلم چې چېرې ځو. کله چې الوتکه پورته شوه ایله هغه وخت پوه شوم چې له افغانستان ووځو.‌ نو دا هر څه ډېر ناڅاپه وشول".

"د سولې بهیر کې افغانان له صحنې ایستل شوي وو"

محمد اشرف غني په دې ځانګړو خبرو کې همدا راز ویلي، د افغان سولې بهیر او د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې افغان حکومت په بشپړ ډول له صحنې ایستل شوی و.

ښاغلي غني ویلي، د افغان سولې لپاره امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد مخامخ طالبانو سره خبرو ته کېناست او له همدې کبله د افغان سولې بهیر د افغانانو مسله پاتې نشوه، بلکې د امریکا په مسله بدله شوه.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چېرته دی په افغانستان کې پاتې وای نو ایا نن به وضعیت بل ډول و،‌ پخواني ولسمشر غني وویل:

"نه! ځکه چې زه له بده مرغه په تیاره کې ساتل شوی وم.‌ موږ ته هېڅکله فرصت رانکړل شو چې طالبانو سره خبرو ته کېنو.‌ خلیلزاد ورسره کېناسته. د امریکا مسله وه،‌ د افغانانو نه وه. موږ یې په بشپړه توګه له صحنې ایستلي وو".

له کابله تر وتلو وروسته پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني یوازې پر خپله شخصي فېسبوک پاڼه راڅرګند شوی، او دا یې لومړی ځل دی چې د یوې نړیوالې رسنۍ له لارې یې د کابل د سقوط په اړه خبرې خپرېږي.

جنرال نېک کارټر سره د ښاغلي غني د دې ځانګړو خبرو بشپړ جزئیات به نن د بي بي سي پښتو وېبپاڼې، تلویزیون او راډیو له لارې خپاره شي.

بهر ته د پیسو لېږدولو تورونه

له هېواده د ښاغلي غني له وتلو سره سم د اسې ګنګوسې هم خپرې شوې، چې ګواکې نوموړي له ځان سر ډېرې نغدې پېسې بهر ته لېږدولې دي، خو ښاغلی غني دا تورونه په کلکله رد کړل او په وینا یې که په نړیواله کچه په دې هکله پلټنه وشي، دی به یې هرکلی وکړي.

نوموړی زیاتوي:

''په زغرده یې وایم چې هیڅ پیسې مې له هېواده بهر نه دي لېږدولې، زما د ژوند طرز ټولو ته معلوم دی، زه به پر پیسو څه کوم؟ ''

ښاغلی غني د تېروتنو منلو په ترڅ کې وايي، یوه تېروتنه یې دا وه چې فکر یې کاوه، نړیواله ټولنه به تر ډېره زغم ولري. نوموړي دې لړ کې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړې ته په اشارې سره وویل:

''هلته موږ د سولې بهیر پر ځای د ځواکونو ایستلو له بهیر سره مخامخ شوو.)) د ښاغلي غني په وینا په هغه ډول چې دا هوکړه وشوه، ''موږ یې له منځه یوړو. ''

د یادونې ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې به امریکا د خپلو او متحدینو د ځواکونو شمېر لږاوه د بندیانو تبادله به کېده، چې طالبانو بیا له دې وروسته له افغان حکومت سره د خبرو پیلول ومنل.

وروسته چې د امریکا ولسمشمر جو بایډن د ۲۰۲۱ کال تر سپتمبر پورې د ځواکونو ایستلو اعلان وکړ، طالبانو یو په بل پسې سیمې ونیوې.

پاې کې چې څه وشول د ښاغلي غني په وینا ''د یوه داسې سیاسي بهیر یا هوکړې پر ځای چې خلک پکې ښکېل وای، یوه تاوتریخجنه کودتا وشوه. ''

په هماغه ورځ چې محمد اشرف غني له کابله ووت، طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، هېواد یوه بشري او اقتصادي بحران ته داخل شو، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړیوالو مرستو بندیدو له کبله یې بڼه خورا ناوړه شوه.

اوس چې له هغې ورځې درې میاشتې تېرې دي، ښاغلی غني وايي: ''

''زما د ټول ژوند کار او زیار له منځه لاړل، ارزښتونه مې تر پښو لاندې شول او د هر څه قرباني زه شوم. '' خو نوموړی مني چې د دې هر څه مسوولیت ''زموږ پر نړیواله ملګرتیا دی. ''

غبرګونونه

د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني څرګندونو ته په ځواب کې د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد وايي:

''که له ده سره داسې کومه رښتینې وېره وه، نو د مرستې غوښتنه به یې کړې وه، چې ده و نه کړه، که ده ته ناڅاپه معلومه شوه، چې د ځواکونو کنټرول یې له لاسه ورکړی او باور پرې نه شي کولای، نو دا بیا د ده لخوا د ځواکونو د مدیریت او کنټرول په تړاو څه مانا لري؟ ''

د افغانستان ملي امنیت ادارې پخوانی مشر رحمت الله نبیل بیا پر لوېدیځوالو ''ماهرینو '' تور پورې کوي چې د ده په وینا په لوی لاس یې د ښاغلي غني پر ''نېمګړتیاوو '' سترګې پټې کړې.

په یوه ټویټر پیغام کې ښاغلي نبیل ویلي: ''غني له دروغو ویلو او توکمیز تعصب پرته یوه ورځ هم ژوند نه شي کولای. ''

نوموړي د بریتانیا د پوځ پخواني لوی درستیز جنرال نېک کارټر هم تور پورې کړی، چې د واکمنۍ لپاره د ښاغلي غني په رامخکې کولو او د هغه لپاره یې په کمپاین کې لاس درلود.

له جنرال کارتر سره د محمد اشرف غني د خبرو لیکلې بڼه

په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي، یو میلیون افغان ماشومان د خوار ځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

دا هغه خلک دي چې په افغانستان کې یې د څو لسیزو جګړو پرمهال یې په ویره او بې وزلۍ کې ژوند کړی او اوس هم د طالبانو لخوا تر فشار او له غچ اخیستنې سره مخامخ دي.

پوښتنه دا ده چې ایا د دې ناورین مخه نیول کېدای شوه؟

یو بله پوښتنه چې د پخواني افغان حکومت او پوځ د نسکوریدو په اړه کېږي دا ده چې که ولسمشر غني له هېواده د وتلو پرځای په هېواد کې پاتې شوی وای ایا په سوله ییز ډول د واک انتقال شونی کېده؟ او د کابل په هوايي ډګر کې د ګډوډۍ چې هر چا هڅه کوله له هېواده ووځي مخه نیول کېدای شوه؟

له دې نه هم وړاندې وخت ته که وګورو ایا دا سمه وه چې امریکا له طالبانو سره د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه پرته له دې چې د واک پرسر لا ډېر جوړجاړي ورسره وکړي هوکړه لاسلیک کړه؟

د بریتانیا د پوځ پخواني لوی درستیز نېک کارتر له ډېرو کلونو راهیسې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني پیژني.

هغه له ښاغلي غني سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې ولې د طالبانو له راتګ نه وروسته په چټکۍ له هېواده ووت؟

ځواب: زما د وتلو لومړنی دلیل دا دی چې د کابل د ویجاړیدو مخه ونیول شي. کابل د واک ترلاسه کولو لپاره د مجاهدینو ترمنځ په خپل منځي جګړو کې ویجاړ شوی و او د جګړې په ډګر بدل شوی و. د طالبانو دوه جلا ډلې د دوو بېلا بېلو اړخونو نه کابل ته د نژدي کېدو په حال کې وې. د دوی ترمنځ د یوې پراخې جګړې شونتیا وه چې ورسره د پنځو میلیونو وګړو ښار ویجاړیده او خلک زیانمیدل.

پوښتنه: له هغې ورځې نه په ذهن کې څه لرئ، په دغه ورځ څه پېښ شول؟

ځواب: د هغې ورځې پر سهار مې فکر هم نه کاوه چې ماسپښین به له افغانستانه وځم. موږ ته ویل شوي وو چې حقاني شبکه به کابل ته نه داخلېږي. خو دوه ساعته وروسته وضعیت بدل و. له ما نه غوښتنه وشوه او ما د ملي امنیت د سلاکار په ګډون خپلو همکارانو ته د وتلو اجازه ورکړه، ما دغه راز له خپلې مېرمنې چې نه یې غوښتل له افغانستانه ووځي وغوښتل چې لاړه شي، هغوی له موږ نه مخکې ووتل، ما انتظار کاوه، بسم الله خان ماته تيلېفون وکړ چې سقوط شوي یو، زه د دفاع وزارت ته پر لاره وم. ما ۲۵ دقیقې انتظار وکړ خو موتر رانغلل، بیا د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب او د ولسمشر د امنیت ځانګړي ځواک (پي پي اېس) قومندان راغلل او راته یې وویل چې (پي پي اېس) سقوط کړی.‌ که زه مقاومت وکړم نو ټول وژل کېږو. هغوی زما د دفاع توان نه درلود. ډاکټر محب سخت وارخطا و. ما ته یې له دوه دقیقو ډېر وخت رانکړ. زما هدایت دا و چې خوست ته د تلو تابیا ونیسو. هغه (محب) راته وویل چې خوست او جلال اباد هم سقوط کړی. زه نه پوهېدلم چې چېرې ځو. کله چې الوتکه پورته شوه ایله هغه وخت پوه شوم چې له افغانستانه وځو.، نو دا هر څه ډېر ناڅاپه وشول.

پوښتنه: د امریکا کانګرس په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره له امریکايي څېړونکي جنرال جان ساپکو نه غوښتنه کړې چې د هغو ادعاو په اړه څیړنه وکړي چې وايي کله چې تاسو له افغانستانه تللئ پاموړ پیسې مو له ځان سره وړي دي او بله پوښتنه چې فکر کوم افغانان یې غواړي ځواب واوري دا ده چې تاسو ولې له افغانستانه ووتلئ که څه هم تاسو په دې اړه جزییات ورکړل خو ستاسو لپاره به ډېره سخته وه چې له افغانستانه ووځئ.

ځواب: دقیقا ډېره سخته وه، همدا تر ټولو سخت کار و چې له امله یې په تېرو سلو ورځو کې ما لیکنې کړې او یوازې وم. له دې نه بل سخت کار نه شو کېدای، ما باید د کابل په خاطر د خپل ځان قرباني ورکړې وای او حالات مې په ډاګه کړې وای چې څنګه دي. یوه کودتا وه نه یو سیاسي جوړجاړی ، خلک په کې ښکیل نه وو. دویم، غواړم ووایم چې ما هېڅ پیسې له هېواد نه دي ایستلي. زموږ په لومړي تم ځای کې هلیکوپترې هرچا مخې ته وې او تالاشي شوې. زه نه یوازې د جان ساپکو لخوا د څېړنې هرکلی کوم، او لکه څرنګه چې مخکې مې هم د دې تورونو د لګېدو پرمهال وړاندیز کړی و غواړم چې ملګري ملتونه او یا یو بل څېړنیز بنسټ په دې اړه تحقیقات وکړي. زما د ژوند بڼه ټولو ته معلومه ده، زه به په پیسو څه وکړم؟ دا یو تور دی چې په لومړي سر کې د روسیې له خوا ولګول شو او بیا نورو هم ولګاوه. زه به په دې هکله هر ډول څېړنې ته ډېر خوښ شم. زه چمتو یم چې له دې څېړنې سره هر ډول همکاري وکړم. زه د خپل هېواد لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ یم. زه د نورو کسانو په څېر چې له استخباراتي شبکو سره اړیکې لري نه یم.

پوښتنه: که اوس پر هغې هوکړې تم شو چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹ مه نیټه لاسلیک شوه. فکر کوئ چې داسې څه په کې و چې په بل ډول ترسره کېدای شوای، یا تاسو غوښتل چې په بل ډول وای او پایله به یې ښه وای.

ځواب: د فبرورۍ په ۲۹ د سولې د بهیر پرځای موږ د امریکايي ځواکونو د ایستلو د بهیر شاهدان وو. په دغه وخت کې طالبان په نړۍ کې د وژونکي ترهګر سازمان په توګه پیژندل شوي وو. په دغه ورځ دوه هوکړې وشوې، د ناټو عمومي منشي سټولتنبرګ او د امریکا دفاع وزیر ایسپر کابل ته راغلل او یوه هوکړه یې له موږ سره لاسلیک کړه. پر دې هوکړې څو میاشتې کار شوی و او د دوحې له تړون سره موازې پرې کار روان و.

پوښتنه: دا د هغوی او افغان حکومت ترمنځ هوکړه وه؟

ځواب: هو، که تاسو دې هوکړې ته وګورئ څلور برخې لري، خو دغه څلور برخې په دواړو هوکړو کې توپیر سره لري.

پوښتنه: هغه بله هوکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شوه؟

ځواب: دا هوکړه د خلیلزاد لخوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پمپیو په حضور کې له طالبانو سره لاسلیک شوه. په کابل کې ښاغلي ایسپر وویل دا په شرایطو ولاړه یوه هوکړه ده. زه یې بیا تکراروم هغه وویل دا په شرایطو ولاړه یوه هوکړه ده. که طالبان پر خپلو کړو ژمنو ولاړ پاتې نه شي نو امریکا به دا هوکړه لغوه کړي. ناټو د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده. یوه له مهمو موضوعګانو چې د اګست میاشتې د پېښو لپاره اړینه ده. له موږ سره په هوکړه کې چې میاشتې مو پرې خبرې کړې وې راغلي وو چې امریکا به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د خوشي کولو په اړه خبرو ته زمینه برابره کړي. د زندانیانو شمېر هم څو سوه یاد شوی و. د طالبانو او امریکا ترمنځ په هوکړه کې امریکا یو اړخیزه ژمنه کړې وه چې پنځه زره طالب بندیانو به د مارچ میاشتې پورې ازادوي.

پوښتنه ایا له تاسو سره د پنځو زره طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه مشوره نه وه شوې؟

ځواب: موږ څرګند ډول دا رد کړې وه، ځکه چې ما د سولې ټول تړونونه مطالعه کړي وو او خپله کارخانګي مې کړې وه. دا کار له اوربند پرته سم نه و، هغه هم یو هر اړخیز او تلپاتې اوربند چې ښاغلي اسپر او د ناټو عمومي سرمنشي هم پرې ټینګار کړی و، لکه موږ چې په [۲۰۱۸] کې یو اوربند وکړ، هیڅ مشوره راسره ونشوه. سربېره پر دې امریکا په یو اړخیز ډول ژمنه کړې وه چې پاتې طالب بندیان به هم د دریو میاشتو په موده کې خوشي کوي. موږ ته ضرب الاجل راکړل شو چې دا بندیان خوشي کړو. د طالب زندانیانو شمېر لومړیو کې څو سوه و، موږ زر تنه خوش کړل بیا وروسته ټینګار پر دې و چې ټول پنځه زره خوشي کړو. طالبانو له موږ سره په سیاسي خبرو کې ښکېلېدل رد کړل او موږ ته یې ویل تاسو څوک یاست؟ ان د زندانیانو په موضوع کې هم طالبانو ویل چې امریکا ژمنه کړې او خپله ژمنه به پوره کوي. په دې توګه مهمه ده چې پوه شو د افغانانو په مالکیت او مشرۍ یو بهیر چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې ملاتړ درلود، له منځه یوړل شو. او پوښتنه دا ده چې څنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وکیلانو دوو جلا هوکړو ته اجازه ورکړه؟ هغو هوکړو ته چې توپیرونه یې له مینځه نه شو تللی.

پوښتنه: پخوانې خبرې ته بیا ورګرځم، فکر کوئ که تاسو پاتې شوې وای، نو به وضعیت بل ډول و؟

ځواب: نه! ځکه چې زه له بده مرغه په بشپړه تیاره کې ساتل شوی وم.‌ موږ ته هېڅکله فرصت رانکړل شو چې طالبانو سره خبرو ته کېنو.‌ خلیلزاد ورسره کېناست. د امریکا مسله وه،‌ د افغانانو نه وه. موږ یې په بشپړه توګه له صحنې ایستلي وو.

پوښتنه: له کابله تر وتلو وروسته تاسو کافي وخت درلود چې د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې پېښ شول، ایا کومه شخصي پښماني لرئ چې دا هرڅه وشول؟ خلک غواړي پوه شي چې دا هرڅه تاسو ته په څه مانا دي؟

ځواب: زما د ټول ژوند کار له مینځه لاړ، زما ارزښتونه تر پښو لاندې شول او د هر څه پړه پر ما واچول شوه. امریکا او زموږ لویدیځو همکارانو غوراوی درلود چې یا د ترهګرۍ پرضد د جګړې بڼه بدله کړي او یا هم له افغانستانه ووځي. خو موږ په ټوله مانا ملي استقلالیت تر هغې نشو لرلای چې د تروریزم پر وړاندې جګړه روانه وای ځکه خپلې خاورې لپاره زموږ هر فکر د یادې جګړې قرباني کېده.

پوښتنه: تاسو په عام محضر کې هم ویلي چې تاسو تر مرګه درېږئ، خو ډېری افغانان د هرڅه چې پېښ شول پړه پر تاسو اچوي، ستاسو ځواب دغو افغانانو ته څه دی؟

ځواب: بلکل، دغه پړه په بشپړه توګه د درک وړ ده. هغوی حق لري چې ما مسوول وګڼي ځکه چې ما پر خپلو نړیوالو متحدینو باور وکړ او د هغوی لاره مې تعقیب کړه. د مخالفت پرځای ما هر هغه څه وکړل چې تاسو یې هم شاهد یاست چې ټول فشارونه مې پر ځان قبول کړي چې د دغسې پایلې مخنیوی وشي. هیله من یم چې د وخت له تېریدو سره به افغانان پر دې پوه شي. زه په بشپړه توګه د هغوی پر غوسې پوهېږم، زه هم د خپل ولس په څېر غوسه او ازار شوی یم، دا چې زه اوس هم تمرکز لرم دلیل یې دا دی چې غواړم راتلونکي لپاره داسې یوه لاره تعقیب کړو چې موږ آبادۍ ته ورسوي، زه هېڅ کومه شخصي اجنډا نه لرم بلکې غواړم افغانستان سره مرسته وکړم چې په سم لور روان شي. دلته هم نړیوالې ټولنې ته یو درس پروت دی. یو بې طرفه افغانستان به ټولو ته ګټور وي نسبت هغه افغانستان ته چې د بهرنیو د جګړې ډګر وي. زموږ ټولو لویه تېروتنه دا وه چې موږ پدې فکر و چې موږ سره د نړیوالې ټولنې زغم دوام کوي. دلته درس دا دی چې موږ داسې یوه لاره پیدا کړو چې موږ ملي روغې جوړې او خپلواکۍ ته ورسوي، یو بل ته حساب ورکول رامنځته کړي تر څو موږ ټول یو، بل سره بیا یو ځای ژوند وکړو.

یادونه: بي بي سي د هر کال په وروستیو ورځو کې د بریتانیا له مطرح کسانو غواړي چې د "مېلمه ایډیټر" په توګه د خپرونې چمتو کولو بلنه ورکوي.

جنرال نیک کارتر چې له محمد اشرف غني سره یې دا مرکه کړې، د بي بي سي راډیو ۴ "ټوډې" خپرونې لپاره سږ کال د مېلمه وړاندې کوونکي په توګه رابلل شوی و.