تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: تاریخ نه تکرارېږي؛ د نظام د بیا ړنګېدو اجازه نه ورکوو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، له طالبانو سره سولې ته چمتو دی، خو دا ځل به تاریخ نه تکرارېږي او سوله به د افغانستان د اوسني نظام د ړنګېدو په معنا نه وي.
نوموړي ویلي، 'د نظام ړنګېدل د سولې پلان برخه نه ده، د نظام ساتنه او د سیاسي حل تګلاره چې د افغانستان ټول په نظام کې شرکت وکړي، د حکومت هدف دی او پوره کېږي به. '
ولسمشر غني پنجشنبه کابل کې د مارشال فهیم د ملي دفاع پوهنتون فارغینو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د نظام او د جمهوریت ساتونکي دي او پر سر به یې معامله نه کېږي.
ښاغلي غني د غونډې ګډونوالو ته وویل:
"سوله به انشاالله راځي او داسې سوله چې د افغانستان د خلکو غوښتنې پوره کړي او په هغه سوله کې د افغانستان د حیثیت، نظام او نظم د ساتونکي په توګه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو رول ثابت لري".
نوموړي زیاته کړه، د افغان پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو د نظام ړنګېدنه لیدلې او دوی دا هم ولیدل چې د هېواد ۲۵۰۰ ټانکونه د کباړ په بیه وپلورل شو.
ښاغلي غني وویل، پخواني جنرالان پوهېږي چې د افغانستان غوره چورلکو او الوتکو او تاسیساتو سره څه وشول.
افغان ولسمشر زیاته کړه، هېڅکله افغان ملت، د افغانستان اسلامي جمهوریت د نظام ړنګېدو اجازه نه شي ورکولای.
دوحط د افغان مرکچي پلاوي سفر
بل لور ته په افغان حکومت کې معتبرو سرچینو بي بي سي ته وویل ډېر احتمال شته چې د افغان حکومت مذاکراتي ټیم طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره سبا د جمعې پر ورځ قطر ته سفر وکړي.
خو تر اوسه په رسمي ډول دغه خبره نه ده تایید شوې او د دې احتمال هم شته چې مذاکرات دی د تېر په څېر یو ځل بیا هم وځنډیږي.
په همدې حال کې یو شمېر نورو سرچینو بي بي سي ته وویل نن یوه قطرۍ الوتکه د کابل حامد کرزي هوايي ډګر ته رسېدلی او ټاکل شوې د طالبانو شپږ پاتې بندیان قطر ته انتقال کړي.
د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش په تازه څرګندونو کې وايي افغان حکومت د بندیانو د خلاصون او د سولې په برخه کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او اوس د طالبانو وار دی.
د حکومت او طالبانو تر منځ د مخام خبرو نږدې کېدو سره هم مهاله تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت مسولان وايي په تېره یوه اونۍ کې له دریو سوو څخه زیاتو بریدونو له ۴۹ عامو وکړو ژوند اخیستی او له ۴۰ زیات یې ژوبلولي دي.
ټاکل شوې د افغان سولې اړوند مذاکرات د دوحې په قطر کې تر سره شي، د طالبانو مذاکراتي ټیم دوحې تللی او افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازی هم دا مهال په هغه هېواد کې دی.
خو تر اوسه پورې د مذاکراتو د پیل کره نېټه نه ده روښانه شوې او د افغان دولت مذاکراتي هیات لا هم په کابل کې دی.